د غازي امان الله خان مزار
قدرمنو او درنو لوستونکو !
ددې متن په لیکلو کې له اوږدو تشریحاتو او توضیحاتو تر ډیره بریده مخنیوۍ شوی.
کله چې د شاه امان الله خان پر ضد د کورنۍ ارتجاع او انګریزينیواکګر ګډه پروژه کامیابه شوه نو له هغه وروسته بیا تر ننه پورې په شاه امان الله خان ټولې لیکنې او تبصرې د هغو لیکنو او څیړنو پر بنسټ وې او دي چې د شاه امان الله او د هغه د ریفورمونو غمازانو لیکلي.
دا د اوسني نسل رسالت دي چې د خپل تاریخ رښتیا د خپلو او پردیو له لیکنو او څبړنو را جوتې او ولس ته يي ور رسوي.
د تاریخ لیکنې هم خپل اصول او قواعد وي خو رژیمونو د خپل واک د دوام او پایښت لپاره ډیر کلونه چا ته د داسې لیکنو اجازه نه ورکوله. که چا هم څه ولیکل د رژیم لخوا په سلو نومونو یاد شول. زمونږ لیکلي تاریخونه له چاپ وروسته مصادره شوي.
آیا مونږ له انګریزانو، سقاوي حکومت، د آل یحیی له کورنۍ دا تمه لرلای شو چې د شاه امان الله غازي په هکله دې ریښتینې څیړنې وشي؟
د شاه امان الله په باره کې رښتیا د نادرخان مقبرې ته لویه سلامي له زرهاوو سوالونو سره نه مخامخ کوله؟
او آیا دا ثبوت څوک وړاندې کولای شي چې مرحوم شاه دې غوښتي وي تر څو جلال آباد کي خښ شي؟
آیا زمونږ اوسنی نسل دا حق نه لري چې وپوښتي ولې سردار نادرخان د کابل د نیولو وروسته شاه ته د بیرته راتګ بلنه ورنکړه؟
آیا زمونږ محققین دا حق نه لري تر څو پوه شي چې د ۱۹۳۵ کال وروسته ولې د محمد ظاهر د حکومت چارواکو پرله پسې کوشش کاوه تر څو له ایټالیې او جرمني سره روابط زیات کړي؟
آیا د سردار محمد هاشم خان اروپایي مڼډو تر شا کوم بل څه هم له ځانه سره لرل؟
مونږ او زمونږ زیات څیړونکي لا په فکري لحاظ دې ته چمتو نه دي چې د یوې اوږدي دورې له فکري جموده ځانونه راوباسي، مونږ کله نا کله غوښتي د شاه امان الله په باره کې رښتیا ووایو خو زمونږ تړاوونو او فکري مشغولتیاوو بیا زمونږ ژبې او قلمونه رانه برمته کړي. مونږ کله نا کله د محمد ظاهر او بیا د جمهوریت په نامه د همغې کورنۍ واک ته دومره د تقدس په سترګو کتلي چې د هغه په درشل کې مو د تاریخ ډیرې خوږې له قلمونو او فکرونو پاته شوي.
دا اوږده مقدمه ښایي کومک وکړي تر ځو د هغو عواملو په هکله لږ فکر وکړای شو چې ولې زمونږ د تاریخ دا زرینه دوره لا تته پاته شوې.له بلې خوا زمونږ د لیکلو او تحقیق ریفرنسونه او منابع هماغه د بریطانوي هند، اوسني پاکستان، ایران او انګریزانو منابع او ماخذونه دي چې په کې په ډیر مهارت کوشش شوې تر ځو دا دوره نوره هم تته او یا داغداره وښیي. په دې لیکنه کې کوښښ شوی تر ځو درنو لوستونکو ته د انګریزي سامراج، ارتجاعي قواوو او خرڅ شویو روحانیونو ګډه پروژه سمه را لوڅه شي چې په پایله کې یي د آسیا په زړه کې د ترقۍ او اعتلا لومړنی رژیم ځنګه او د چا له خوا داسې په ګوڼډو کړي چې دادی له څه کم سلو کلو وروسته هم مونږ هغه پیل ته نه یو رسیدلي.
لږ مخــــــکې د امیر حبیب الله خان(سراج ملته والدین) دوره:
 امیر حبیب الله خان د پلار له اوږدو جګړو، ستونزو او کړاوو وروسته د یوه آرام او په ځان بسیا ملک د پاچاهي تاج پر سر کړ او خپل مجلل دربار یي د پلار په ګټلو نور هم رنګین کړ. درباري ملایانو د غوړه مالۍ یو نوی باب هم پرانیست او ده ته یي فتوا ورکړه چې د پلار په لاس له فتحه شویو سیمو او خلکو غلامان او مینڅې(کنیزې) ځانته خوښولای شي. دې فتوا نورو چارواکو ته هم د ورته کړنو لاره خلاصه کړه او د دولت او بیت المال ډیره برخه همدې ډول مصارفو ته ځانګړې شوې وه. خبره کله نا کله د جنسي طاقت د لوړولو لپاره طبیبانو ته هم رسیده….(په بښنې!)
خلک له داسې رژیمه دومره په تنګ راغلل چې د مشروطه غوښتنې هلې څلې پیل شوی او آن د دربار په مینځ کې هم پټ سازمانونه د جوړیدو په حال کې وه چې امیر حبیب الله د لغمان د کله ګوش په ښکارځای کې په مرموز ډول ووژل شو.
نوی باب:
دده له وژنې وروسته د ۱۹۱۹ کال په ۲۳ د فبروري امان الله خان په کابل کې پاچا اعلان او خپله لومړی وینا یي داسې وکړه:
((ای د افغان معظم ملته! د پلار د شهادت پر مهال مي په کابل کې د سلطنت د وکیل دنده په غاړه وه او اوس د امانت دا دروند پیټی مې متوکلا او متعصما د الله لپاره په اوږو واخیست. کله چې زما لوی ملت د پاچاهي تاج زما پر سر کښیښود ما وعده وکړه چې باید د افغانستان دولت د نورو آزادو لویو هیوادو په شان د هیواد په دننه او بهر کې مستقل وي، د افغانستان ملت د هیواد په دننه کې کاملا آزاد او د هر ډول ظلم او تیري نه محفوظ او خلک یوازې د قانون تابع او مطیع وي.اجباري کارونه او بیګار په ټولو رشتو کې ملغا (منع) دی. زمونږ حکومت به په افغانستان کې هغه اصلاحات وکړي چې زمونږ ملک او ملت وکولای شي د پرمخ تللو ملکونو په مینځ کې ځانته لازم ځای پیدا او برابر کړي.
زه به په کړنو کې مشورې ته د (و شاور هم فی الامر)ځای ورکوم.
ای زما عزیز ملته او ای با تمیزه قومه! د خپل دین او دولت د ساتنې په کار کې ویښ او د هیواد د ساتنې په چاره کې هوښیاره اوسئ. زه تاسو، اهل د اسلام او ټول نوع د بشر ته د خیر او سعادت غوښتونکی یم.))
هغه دا خبرې د خبرو له قالبه د عمل ډګر ته را وویستې او په لومړني اقدام کې یي د انګریز د دفع او طرد لپاره د جهاد اعلان وکړ او په درې محاذونو کي دولتي منظمو قواوو د زرګونو مجاهدینو په ملتیا د انګریز پر ضد په جګړې پیل وکړ او د هیواد اوسني حدود یي بیرته د هیواد برخه وګرځوله او انګریزانو په ډیر نړیوال شرم زمونږ د هیواد خپلواکي د تل لپاره په رسمیت وپیژنده.
دا یوازې نه وه زمونږ هیواد د نړۍ په لویو او متمدنوملکونو کي خپل سفارتونه او قونسلګری پرانیستې او نورو ملکو ته هم دلته دا اجازه ورکړل شوه. په کورني سیاست کې هم ژور بدلونونه راغلل او له ډیرو بې ګټې او طفیلي حلقو نه هغه امتیازات بیرته واخیستل شول چې کلونه کلونه یي په مختلفو نومو پر هغو خیټه اچولې وه. د شاه امان الله خان کړنې آن د رژیمونو له تیارو نه هم راووتې او هیوادوال پرې خبر دي او دلته د هغه د اقداماتو پوره لیکل ناشوني دي.
زمونږ ارتجاعي او خپلسرو چارواکو، مدعا غوښتونکو روحانیونو، له مرکزه په تیښته خانانو او ملکانو او انګریزي استعمار داسې پاچا زغملای شو؟
شاه امان الله د خپل حکومت له پیل سره دری ګونه قواوې چې د یوه د بل په کار کې مداخلت نه شوای کړای جوړي، نظامنامې یي ترتیب او آن د قاضیانو د خپلسری لپاره د لوی عالم مولوي عبد الواسع خان کندهاري په مرسته د (تمسک القضا امانیه) په نامه لارښود چاپ او خپور کړ. پخوا قاضي په هر ډول مسئله کې د غوږ له پرې کولو تر اعدامه پوره واک درلود.
د اماني دولت پر ضد ګډه پروژه:
د شاه امان الله خان د پرځونې هلې ځلې د ده د حکومت او اصلاحاتو سره یو ځای پیل شوي، تېزې شوي، همغږې شوې او بیا کامیابه شوې. په لڼدو کې غواړم لوستونکو ته دا هڅې د راتلونکې د نجات لپاره لږې را برسیره کړم. ښایي په دې کې ډیر شیان د ټولو په خوښه نه وي او غبرګون راوپاروي خو تر څو چې مونږ په سړه سینه د تاریخ زړه ته ځان د ننه نکړو د راتلونکې په باره کې زمونږ دریځونه هره ورځ له سلهاوو سوالونو سره مخ دي.
د اماني دولت د پر ځونې د پروژې اساسي عناصر:
لومړی : انګریزان
انګریزانو د افغانستان په خپلواکۍ نه یوازی یوه جغرافیایي سیمه له لاسه ورکړه بلکه د دوی تاریخي غرور له خاورو سره خاوری شو. انګریزانو له هندوستانه په لسهاوو جاسوسان د معلم، ډاکتر، شاجي او نورو نومو د ورانکارۍ لپاره هیواد ته را استول چې ډیر یي د نادرخان په دوره کې د منصبونو څښتنان هم وه.
 د ملکې د عکسونو جوړول او په قبایلي سیمو کې تیتول هم د انګریز د دستګاه کار وه. انګریزانو د غرو په لوړو کې پټ لوډسپیکرونه ځای پر ځای کول او له هغو نه د شاه په خلاف فتواوې خپریدې او خلکو ته ویل کیدل چې د شاه پر ضد آن ملایکې ستاسو مرستې ته رالیږل شوي دي.
د ټولو قوانینو خلاف لس زره وزیرو ته د افغانستان د ننوتلو اجازه ورکړل شوه. حضرت صیب لهبمبيي (اوسني ممبي) نه د نظام د راپرځولو په کار کې یوه شیبه هم ځڼډ نه کاوه. دا یوازې نه وه له خانانو سره کار کول او د پیسو ویشل د انګریز له مهمو کارو څخه وه.
د ملکې د عکسونو جوړول او په قبایلي سیمو کې تیتول هم د انګریز د دستګاه کار وه. انګریزانو د غرو په لوړو کې پټ لوډسپیکرونه ځای پر ځای کول او له هغو نه د شاه په خلاف فتواوې خپریدې او خلکو ته ویل کیدل چې د شاه پر ضد آن ملایکې ستاسو مرستې ته رالیږل شوي دي.
د ټولو قوانینو خلاف لس زره وزیرو ته د افغانستان د ننوتلو اجازه ورکړل شوه. حضرت صیب لهبمبيي (اوسني ممبي) نه د نظام د راپرځولو په کار کې یوه شیبه هم ځڼډ نه کاوه. دا یوازې نه وه له خانانو سره کار کول او د پیسو ویشل د انګریز له مهمو کارو څخه وه.
کله چې شاه په اروپا کې وه په یوه منظم رواني جنګ کې د اروپا او انګریز ورځپاڼو د شاه په باره کې داسې خبرونه او تبصرې خپرولې چې تر ډیرو یي د هغه په اروا ناوړه اثر وکړ، آن تر دې چې د پتر کبیر په شان کلمات ورته وکارول شول تر څو شاه په رواني لحاظ داسې کړنو ته وهځوي چې پایلې یي په لویه کې د انګریز او ارتجاع په ګټه وي.
له بلې خوا انګریزانو خپلې مداخلې ته یو نوی رنګ ورکړ او هغه دا چي د امیر عبدالکریم خان په نامه یو هندوستانی يي د امیر محمد یعقوب خان د زوی په نامه پکتیا ته راولیږه چې بیا وروسته یي د حکومت د ځپونکو حملو توان نه درلود او بیرته هندوستان ته وتښتید.
نعمت قادیاني هم د انګریز په اشاره په کابل کي خلک د اماني حکومت پر ضد را پارول. د پکتیا د اغتشاش په وخت شاه دنورالمشایخ په نیتونو شکمن شو خو د شمس المشایخ په منځګړتوب له هیواده بریطانوي هندوستان ته تبعید شو.
 کله چې امیر عبدالکریم خان هندوستان ته وتښتید بریطانوي ادارې نوموړی د خلکو له سترګو په برما کې پټ کړ خو یو مجاهد مولوی یارمحمد خان مقري له خوا آن په برما کې تعقیب او ووژل شو.
دوهم :کورنۍ ارتجاع
دلته کورنۍ ارتجاع هغو افرادو، اشخاصو، ټولنو او ځواکونو ته کارول شوې چې په لویه کې یي د اماني دورې د اصلاحاتو په پایله کې خپل مقام او شته له لاسه ورکول. په دې کې دولتي چارواکي، قاضیان، ملکان، خوانین او نور پټ او ښکاره ځواکونه شامل دي.
 درېیم: د علماوو او روحانیونو په جامه کې د هیواد دښمنان
دغه ډله چې تر ډیرو یي مشري د نورالمشایخ او او شمس المشایخ په غاړه وه او زمونږ په ټولنه کې وروسته د شوربازار د حضرتانو په نامه مشهور شول. زمونږ ټولنه په هغه وخت کې له یوې مسلمانې ټولنې ډیره د پیرۍ او مریدۍ په اصولو ولاړه وه او مریدان د خپلو مرشدینو په امر هر ډول کار ته تیار وه.
 څلورم: د دربار په مینځ کې د آل یحیی کورنۍ
دغه کورنۍ چې د څلورو وروڼو هر یو سردار محمد هاشم خان، سردار محمد نادر خان، سردار شاولي خان او سردار شامحمود خان نه جوړه وه. دغو ورونو د حکومت په مینځ کې خپلې کورنۍ ته د تاج او تخت د راګرزولو لپاره یوه شیبه هم نه ضایع کوله.
د پوځ په مینځ کې د بې باورۍ په راپیدا کولو او ملکې ادارو کې د خپلسرۍ په سر کې همدا پورته سرداران د اختاپوت په ډول موجود وه.
اماني حکومت ولې او څنګه د زوال او نابودۍ پر خوا روان شو؟
له هر مثبت تغیر او اصلاحاتو سره ضدد ټولو ارتجاعي او زبیښاکګرو ټولګیو کار او اصلي دنده ده خو کله چې ځینې کارونه او اصلاحات په شدت او کم وخت کې عملي کیږي نو بیا دا ضدیت خپل لوړ او ورانونکي پړاو ته داخلیږي.
انګرېزانو زمونږ د هیواد روان سیاست او چارې د خپلو مالومو او پټو کسانو له خوا په ځیر سره څارلې او د کمزوري ټکي د پیدا کولو په حال کې وه. اصلاحات پیل شول، له بهرنیو هیوادو سره دوه اړخیز روابط پیل شول او د نورو هیوادو سفارتخانو په کابل کې په کار پیل وکړ.
انګرېزانو په ۱۹۲۰ کال کې د یوه لیک په طرڅ کې له افغان دولته له شوروي اتحاد سره د روابطو د پریکون او د هغو د قونسلګریو د بندیدو او په غزني او هرات کې د انګلستان د قونسلګریو غوښتونکي شول چې د حکومت له خوا رد شوي او دوی مجبور شول تر څو ورته غوښتنه له شوروي اتحاد نه وکړي چې د هغوی له خوا هم رد شوه.
کله چې انګرېزان په دې پوه شول چې خپلواکي د افغانانو مقدر دی نو د ورانکاري او د داسې حکومت د جوړیدو فیصله یي وکړه چې په نوم خپلواک او نور د دوی د نړیوالو پالیسیو جز وي. له دې چې د حکومت په مینځ کې داسې څوک لا نه پیدا کیدل او تمه نه ترې کیده چې د اماني حکومت په وړاندې ودریدای شي نو د نورو ځواکونو په لټه کې شو.
دا قواوې یوازې له حکومته د باندې د جنایت کونکو او قطاع الطریقانو په شکل موجودې وې چې باید له سره تنظیم، همغږې او فعالې شی.
د اماني دولت پر ضد لومړنی پاڅون چې په کم وخت کې په وسله وال قیام بدل شو له پکتیا را پیل شو خو دولت وکولای شوای چې دغه قیام وځپي. بیا په ننګرهار کې د شینوارو او کوچیانو تر مینځ لانجه جوړه شوه چې محلي حکومت یا ونه غوښتل او یا ونه توانید دغه ستونزه حل کړي چې په یوه لوی قیام بدله شوه.
 د دغو قیامونو شاته ټولې هغه څلورګونې قواوې چې پورته ترې یادونه وشوه شاملې وې. دپکتیا او ننګرهار د قیامونو بری چندان د استعمار په ګټه نه وه ځکه دوی په دې ټکي پوره پوه وه چې د دوی اصلي حکومت (نادرخان) ښايي ونه کړای شي دغه پښتنې سیمې په آسانۍ ونیسي نو د بل متبادل په هڅه کې وه او تیت او پرک قیامونه یوازی د پوځي قواوو د ښکیلتیا په موخه روان وه.
انګریزان په یوه نالیدلي لاس د حبیب الله کلکاني د ځواکمنتیا شوقیان وه او د اماني دولت د موقتي ځایناستي په توګه یي منلي وه. د ننګرهار پیښې د حکومت اصلي ځواک په نامالومو وجو په مشرقي کې مصروف وساته. دلته په کاپیسا او پروان کې د حبیب الله کلکاني ډله ځواکمنه کیده او شاه د کابل والي علي احمد خان د دغې مسئلي د حل لپاره سیمې ته ولیږه.
هغه هم د پنځم ستون او د درباري نقابدارانو په لارښونه له دغو ډلو سره مذاکرات پیل کړه او دوی یي د یوي موافقتنامې په امضا تر پخوا لا قوي کړل او خپله د تګاب پر خوا د نورو مذاکراتو! په نامه روان شو. داسې شواهد هم شتون لري چې والي علي احمد خان آن د هزاره جات یو مشر په پروان کې له حبیب الله او سید حسن سره آشنا کړل او ورته وویل شول چې مونږ درې ورونه وو خو اوس څلور شوو.
له بلې خوا صدراعظم په یوه خپلسرې استفتا کې له عالمانو څخه غوښتنه وکړه تر څو د اصلاحاتو په باره کې فتوا ورکړي او دا استفتا یي د کندهار عالمانو ته ولیږله. هغوی د خپلې فتوا په یوه برخه کې داسې ولیکل:
(( هغه ټول څه چې له ظاهري او باطني فوایدو او ثمرو نه خالي او د انواع عالم او کلي عدالت ونه لري بلکه د صلاح په وخت فساد د تهذیب او تمدن په لباس کې نفرت او وحشت افاده کوي…. د شرعې او عقل نه مردود دي.))
دا هغه څه وه چې صدراعظم له همدې علماوو غوښتونکی وه.
پورته مثالونه یوازی ددې لپاره د نمونې په توګه را نقل شول تر څو لوستونکي د حکومت د مینځ له اختاپوتانو نه هم خبر شي. دا یوازی نه وه د حکومت او حکومت داري په هره خوا کې د مالومو او نامالومو کسانو لخوا د حکومت پر ضد د جزباتو تیارې په درز کې روان وه او د حکومت د باندې یاغیانو، قطاع الطریقانو زور اخیست او ټولنه یي د یوه انفجار او انزجار په خوا بیوله.
شاه هم د اروپا د فیشني ماحول په لیدو داسې کړنو ته ملا وتړله چې زمونږ خلکو له هغو سره سوونه کاله واټن درلود. د لستوڼي مارانو د ورځې په تیریدو له خپل پوځي، روحاني او قومي نفوذه په ګټه اخیستنه د نوي حکومت په ټولنیزه، اقتصادي اوسیاسي خوا خپل ګوزارونه لا درندول.
د زوال پیل:
د کابل والي لا په تګاب کې له آخندزاده صاحب سره په مفاهمه! اخته وه او د کابل اصلي قوت د مشرقي په اړودوړ کې ښکیل وه او کابل په یو شکل له اصلي قوته تخلیه شوی وه. په همدې وخت کې حبیب الله خان کلکاني د کلکان د ملا ویس الدین په کلا کې د شپې له خوا د پاچا په توګه اعلان او په سبا یي د کلکان محلي حکومت قبضه او تولو دولتي اسنادو ته اور واچاوه او خپل ځواکونه یي د کابل په خوا په ډاډه زړه را مرش کړل او د هوا د خرابۍ په وجه د شاهرارا په نامه سیمي ته راورسیدل چې د انګریزانو سفارت هم په همدې سیمه کې وه او جنګ پیل شو.
ځواکونو له شاه نه د صقیل توپونو او د طیارو د استعمال غوښتنه وکړه چې شاه امان الله ونه منله او په ځواب کې یي دومره وویل: دا وسلې د هیواد د دښمنانو لپاره دي نه د افغان ملت د وژنې لپاره.
شاه د ۱۹۲۹ کال د حنوري په ۱۴ کابل پریښود او د کندهار په خوا روان شو او په همدې ورځ لس بجې د شاه منشي په یوه رابلل شوې غوڼډه کې ظاهر او د شاه لیک یي ولوست. د دغه لیک په یو ځای کې راغلي: د هیواد خیر په همدې کې دی چې له کاره لاس واخلم.
دا د یوه زړه سواند شاه هغه وروستۍ هیله وه چې هیڅکله یي نه غوښتل د هغه د حکومت دوام د خلکو په وژنه تر لاسه شي.
دلته د یادونې ده چې شاه د اړودوړ په پیل کې له محمدنادرخان نه چې په فرانسه کې د هیواد وزیر مختار وه کابل ته د راتګ غوښتنه کړې وه او د روسيي له لارې د راتګ هدایت ورکړل شوی وه خو سردار له فرانسې نه بریطانيي او بیا د کشتۍ په وسیله دهندوستان بمبی ( اوسنی ممبی) ته راغی او له هغه ځایه د وزیرستان قبایلي سیمې او بیا د پکتیا ځاځیو کې یي خپله قرارګاه وټاکله.
د ۱۹۲۹ کال د مارچ ۸ نوموړي له راتګه د شاه امان الله تر وتو (د ۱۹۲۹ کال د می ۲۳) یو ځل هم ونه غوښتل له شاه سره رابطه وکړي. همدا ټکی دومره د تامل وړ ده چې دده له پاچاهي بیا تر ننه د خلکو له فکر او اذهانو لری ساتل شوې. خو بمبی ته له راستنیدو سره سم یي نورالمشایخ ته لیک ولیږه او هغه ته یي ولیکل: زه افغانستان ته روان یم او ته هم ځان را رسوه!
نورالمشایخ حضرت صیب هم د پکتیا له لارې هیواد ته د ننه او د کټواز او شرنې تر مینځ یي د زرهاوو سلیمانخیلو له خوا هر کلی وشو او همالته د چارو په سمبالتیاوو داسې اخته وه چې خپل خطي رابطه يي له محمد نادرخان سره ساتله.
د ویلو ده چې سلیمانخیل د اماني دولت دښمنان او د امیر حبیب الله خان کلکاني طرفداران وه خو حضرت صیب په خپلو نصایحو او تبلیغ کې تل د هیواد د آرامۍ ناری وهلې او سلیمانخیل یي په فکري لحاظ دومره د تاثیر لاندې راوستي وه چې د هغه هره فیصله د دوی لپاره د منلو وړ وه.
حضرتانو هغه وخت خپل کاري ګوزار د اماني حکومت په زړه وکړ چې د غزني د ښار کلکاني پوځونه په یوه غوڼډی کې کلابند شوي او د شاه امان الله لښکرې د کابل په خوا روانې وې. د سلیمانخیلو درې زره وسله والو د حضراتو په قومانده د شاه په ځواکونو حمله او هغوی یي شاتګ او بیا ماتې ته تیار کړل.
کله چې شاه له کابله کندهار ته ورسید د کابل والي علی احمد خان چې په تګاب کې وه او حبیب الله کلکاني پاچاهي اعلان کړه خپل ځان په تګاب کې پاچا اعلان کړ او له ماتې وروسته لومړی مشرقي او بیا هندوستان ته ورسیده.
 علي احمد خان له هندوستانه کندهار ته ځان ورساوه او بیا یي ځان د شاه خواخوږی اعلان کړ او له هغه وروسته د شاه د لښکر مینځ کې آن د بریو په وخت یوازی د ماتو خبرونه او افواهات خپریدل. پهغزني کې پټو لاسونو د شاه شا او خوا داسې محاصره کړې وه چې د دغو پټو لاسو له خوښې بغیر چا له شاه سره نشوای لیدلای.
د هزاره جات مشرانو چې په زرګونه ځوانان یي د شاه امان الله پلوۍ ته رالیږلي وه هم ونه کړای شوای مخامخ له شاه سره وویني.
د غزني له ماتې وروسته چې دده شا او خوا حلقو، حضرتانو، انګریزي جاسوسانو او سردار محمد نادر خان او ورونو یي لوی لاس په کې درلود شاه د کندهار په خوا بیرته ستون او بلاخره له نا امیدی سره یی خپل ګران هیواد د ۱۹۲۹ کال د می په ۲۳ پریښود او بریطانوي هند خاورې ته دننه او له بمبینه د اروپا او روم په خوا د خپل مرګ سفر پیل کړ.
مونږ ته تل زهر له شاتو سره ګډ راکړل شوي. اوس همدومره !
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۹ مه / پرلپسي ۹۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۷/
One thought on “شاه امان الله په هکله د تاریخ رښتیا/ يونس ارين”
  1. ډیر په زړه پورې
    مننه ښاغلی آرین صیب
    واقعاً مونږ دارنګه تاریخي معلوماتو ته سخته اړتیا لرو

    (البته کاش دا حقیقت وای چې (مونږ ته تل زهر له شاتو سره ګډ راکړل شوي
    حقیقت دا دی چې مونږ ته شات له زهرو سره ګډ راکړل شوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *