تاند، چهارشنبه، د حوت ۷ مه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، ژر به د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک مراسمو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته سفر وکړي.

کابلوف تیره ورځ رسنیو ته ویلي، په قطر کې د روسیې سفیر محمد خولوف خبر ورکړی چې یواځې څو تخنیکي پوښتنې پاتې دي چې ژر به حل شي.

نوموړي ویلي، د روسیې لپاره د دوحې د کنفرانس دعوت نامه تیاره شوې چې ډیر ژر به یې ترلاسه کړي: (( اماده یم تر څو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته ورشم. ))

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته هم په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د پاکستان د دباندنیو چارو وزارت تاییدوي چې د قطر سفیر ورغلی او دعوت یې ورکړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي، دغو مراسمو کې به د شاوخوا ۲۶ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نورو معتبرو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

2 thoughts on “شاه محمود قریشي او ضمیر کابلوف د سولې د تړون د مراسمو خاص میلمانه دي”
  1. شاه محمود قریشي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د باندینیو چارو وزیر
    ښاغلي مخدوم شاه محمود حسین قریشي د2018 کال د آګست له 20 نېټې را پدې خوا د پاکستان د باندینیو چارو وزیر په توګه ټاکل شویدی چې دلته د هغه ژوند ، تحصیل په باره کې لنډ مالومات وړاندې کیږي.
    شاه محمود قریشی د 1956 زېږدیز کال د جون په 22 د پنجاب په موررې کې په یوه بډایه صوفي کورنۍ کې زېږېدلی دی.
    نوموړي د لاهور په آیتچیسون کالج کې Aitchison College
    زده کړې کړي دی لیسانس یې د فورمن کریستین کالیج Forman Christian College
    او ماستري یې له Corpus Christi College, Cambridge
    ترلاسه کړېده . ښاغلي قریشي له 1985 – 1993 کلونو ترمنځ نهه کاله د پنجاب ایالت د اسامبلي غړي پاته شوی دی . هغه د لومړي ځل لپاره په 1985 کال کې له ملتان نه د جنرال ضیاالحق په وخت کې د یو مستقل کاندید په توګه د پنجاب ایالتي اسامبلي ته بریالی شو . په 1986 کې د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ له ګوند سره یوځای شو . په 1988 کې یو ځل بیا د پنجاب ایالت اسامبلې ته بریالی او داځل د پنجاب په کابینه کې د پلان او انکشاف وزیر په توګه مقرر شو چې تر 1990 کال پورې پدې دنده پاته شو.
    قریشي په 1990 کې د دریم ځل لپاره د ملتان له حوزې د پنجاب اسامبلي ته بریالی شو او د دغه ایالت د مالې وزیر په توګه تعیین شو.
    قریشي په 1993 کال کې د پیپلز ګوند غړیتوب ترلاسه کړ او بل ځل د ملتان له حوزې نه د پاکستان مرکزي پارلمان ته بریالی شو.
    شاه محمود قریشي له 1993- 1996 پورې د بېنظیر بهوټو په کابینه کې د پاکستان په فدرالي کابینه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په حیث دنده سرته رسولې ده . په 1996 کې قریشي د پاکستان د پارلمان د ویاند په توګه وګمارل شو.
    ښاغلي قریشي له 2000 تر 2002 پورې د ملتان ښار ښاروال په توګه دنده ترسره کړېده .
    په 2006 او 2008 کلونو کې د ملتان د وکیل په حیث د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي ټاکل شویدی.
    شاه محمود قریشي د یوسف رضاګیلاني په کابینه کې له 2008 – 2011 پورې د پاکستان د خارجه چارو وزیر وو. د بینظیر بوټو له مرګ وروسته قریشي د پاکستان له پیپلز ګوند نه استعفی ورکړه او له آصف زرداري سره له همکاري نه یې ډډه وکړه.
    همدا راز ښاغلي قریشي له 2011 زېږدیز کال کې د تحریک انصاف ګوندغړیتوب تر لاسه کړ او له همدې نېټې راپدې خوا د پاکستان په ملي اسامبله کې د تحریک انصاف استازی او د ګوند مرستیال دی.
    پاته د نه وي چې ښاغلي قریشي له 2002 کال را پدېخوا تر 2018 کال پورې د پاکستان په پارلمان یا ملي اسامبله کې د ملتان استازی دی .
    قریشي په اردو ، انګلیسي ، پنجابي او سرایکي ژبو تسلط لري.
    د هغه پلار سجاد حسین قریشي د پاکستان د پخواني دیکتاتور جنرال ضیاالحق ملګری وو چې د هغه له خوا د پنجاب 15 ګورنر په حیث په 1985 کې مقرر او تر 1988 کال پورې د پنجاب والی وو.
    قریشي واده کړی دوه لورانې او یو زوي د زین حسین قریشي په نوم لري.
    م. عثماني

  2. امریکا اوس هم فکر کوی چی پاکستان د امریکا ګټو ته وفادار دی مګر ورځ به راشی چی امریکا لکه د بلبل شان هرڅه پخپله خوله بیان کړی مګر زموږ مشران بیا وایی چی په پاکستان مو زور بر نه وو

    که افغان دولت زور نه درلود نو ولس ته خو یی ویلی شو چی امریکا نظامی وسایل نه راکوی او امریکا د پاکستان ګټو ته ژمنه ده
    نو ولس ته یی باید نه وویلی چی امریکا د افغان دولت متحد او ملګری ا و ګډ ستراتیژیک هیواد دی

    ځکه امریکا هغه هیواد دی چی همدا ۷ یا ۸ جنګی ډلی ټپلی یی په پاکستان کی تنظیم کولی بیا همدا د کابل ښایسته ښار یی ورباندی په کنډواله بدل کړ په خرابی هوا او چاپیریال د خرابوالی له وجهی په نړی کی بد نوم خپل کړی

    ځکه کچیری امریکا همدا نن هم په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار راوړی هم به افغانان او ښکته پښتانه پوه شی او باور پیدا کړی چی امریکا د ترهګر هیواد په خلاف دی او هم به د هند هیواد پوه شی چی امریکا د هند ملګری او ستراتیژیک هیواد دی

    ځکه زیاتره هندی چارواکی اوس امریکا ته د شک په سترګه ګوری

    په ۲۰۱۸ کال کی ټرمپ وویل چی موږ پاکستان ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل مګر هیڅ یی هم ونکړل مګر نن همغه پاکستان د روسیی نظامی متخصیصنوته په وزیرستان کی ځای جوړ کړی لکه څرنګه چی پاکستان د روسانو په مقابل کی امریکا ته همدا زمینه برابره کړی وو
    سوال دادی چی پاکستان دا ۳۳ میلیارده ډالر چیرته مصرف کړل ددی پر ځای چی په افغانستان جګړی او جنګ ګراف ټیټ شی ورځ تر بلی ګراف یی پدی ۱۹ کلنی جنګی دوری کی پورته ځی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *