د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین سره پر افغان سوله غږېدلی دی.

ښاغلي قریشي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان د سولې او مذاکراتو د پروسې سره به لا زیاته مرسته کوي.

په دې لیدنه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم د افغان سولې په مسئله کې د پاکستان له همکارۍ خوښي ښودلې ده.

One thought on “شاه محمود قریشي د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره هم د افغان سولې په اړه غږیدلی”
  1. کله چی په راتلوونکی مارچ میاشت کی پاکستان تور لیست لویږی نو پاکستان کوښښ کوی چی له امریکایی چارواکو سره اړیکی ښی کړی ځکه کله چی عمران خان امریکا ته تللی وو نو امریکایی چارواکو سره یی ډیر لوی ژمنی کړی چی په اوسنی شرایطو کی پاکستان په خپلو ژمنو کی پاتی راغلی کچیری پاکستان خپلی ژمنی پوره نکړی نو امکان شته چی پاکستان تور لست لاړ شی

    همدا اوس پاکستان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ددفاع وزیر او ملی امنیت سلاکار سره یوه خبره کوی مګر همدا تیره ورځ تللی د دوحی یعنی قطر طالبانو سره ناسته کړی او هغوی ته بل څه وایی نو لدی معلومیږی چی غواړی هغو حالات دلته راولی چی روسانو له وتلو وروسته دلته پیښ شول
    مګر مخکی له سولی د امریکا وتل کیدای شی په سیمه او نړی باندی منفی او مثبتی اغیزی وکړی منفی اغیزی به دا وی چی هند به په افغانستان کی په انکشافی پروژو کی مرسته نشی کولی او مګر موږ به له ایران سره اقتصادی اړیکی پیاوړی شی

    کچیری امریکا له افغانستان ووځی نو دا به د دوی ناکامی وی داسی ویل کیږی چی په امریکا په ۳ ایالاتو کی لاریونو روان دی او امریکا د وتلو غوښتنه کوی او همدارنګه په عراق کی عراقی پآرلمان او عراقی چارواکی ورته دریځ نیولی چی امریکا باید له عراقه ووځی کچیری په اول کی امریکا له پاکستان سره مالی او نظامی مرسته نه وای کړی نو نن به امریکا پاکستان ته محتاج نه وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *