تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې نژدې ۳ ملیون افغانانو د شنبې په ورځ /میزان ۲۸ – اکتوبر۲۰/ د ولسي جرګې په انتخاباتو کې خپلې رایې وکارولې.

د رای ورکولو بهیر په یو وخت پیل نه شو، حتي په پلازمېنه کابل کې خلک په ساعتونو منتظر پاتې شول او له همدې کبله د رای ورکولو بهیر د شپې تر ۸ بجو اوږد کړل شو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و چې نژدې ۸ ملیونه او ۸ لکه تنو د رای کولو لپاره نومونه لیکلي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د پکتیا، کندوز، پروان، میدان وردک او دوو نورو ولایتونو د رای ورکوونکو د شمېر په اړه تراوسه راپور ورته نه دی رسېدلی.

لومړنۍ شمېرنې ښيي چې تر ټولو ډېرو خلکو په پلازمېنه کابل کې رایې کارولي دي.

په بلخ او هرات کې هم ډېر خلک د رای ورکولو مرکزونو ته حاضر شول خو له بلخ څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د دغه ولایت په پښتون مېشتو ولسوالیو او سیمو کې په مصنوعي ډول ناامني جوړه شوه چې لږ خلک رایې استعمال کړای شي.

راپورونه وايي، په دغو سیمو کې مېشت سیمه ییز پولیس نن طالبان شوي ول.

که څه هم تراوسه پورې د هغو ولایتونو په اړه، چې لږ شمېر خلکو پکې رایبکسونو ته رایې واچولې شوې، راپور نشته خو د شاهدانو له څرګندونو داسې ښکاري چې په زابل، اروزګان، فراه او فاریاب ولایتونو کې لږ خلک وتوانېدل چې رایې واچوي.

غزني او کندهار هغه دوه ولایتونه دي چې نن پکې انتخابات ونه شول.

په جنوبي ولایتونو کې د خوست او پکتیا ډېرو خلکو رایې استعمال کړې. که څه هم په پکتیکا کې د بي بي سي خبریال وايي چې تر تېرو انتخاباتو دا ځل په دې ولایت کې ډېرو خلکو رایې واچولې.

له کونړ څخه هم رارسېدلي راپورونه وايي چې نر و ښځو په انتخاباتو کې ګډون وکړ او خپلې رایې یې رایبکسونو ته واچولې.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما له تهدیدونو سره سره د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ډېر شمېر افغانانو ګډون د دې ښکارندوی بللی چې افغانان غواړي چې د رایې حق وکاروي او خپل ږغ پورته کړي.

یوناما په عین حال کې ویلي، هغو کسانو چې په بېلابېلو علتونو ونه کړای شول نن رایه واچوي، باید وخت ورکړل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم ویلي، هغه مرکزونه چې نن بند وو، سبا به پرانیستل شي.

د انتخاباتو په لړ کې لویې ستونزې څه وې؟

ځینو مرکزونو ته په وخت انتخاباتي مواد نه و رسېدلي

یو شمېر مرکزونه په ځنډ پرانیستل شول

په بایومیتریک ماشینونو کې تخنیکي ستونزې

له بایومیتریک سیستم سره د مامورینو نه بلدتیا

د رای ورکوونکو په لیستونو کې د رای ورکوونکو د نومونو په ځنډ موندل

د رای ورکولو ځینو مرکزونو ته د څارونکو نه پرېښودل

د یوه مرکز پر ځای بل ته د رای ورکوونکو د لیست په استولو کې تېروتنه

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/114852

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *