تاند- په نړۍ کې هکرانو څه باندې ۷ سوه ملیون ایمیلونو ته نفوذ کړی او د هغو معلومات یې د ضرورت په صورت کې غلا کړي دي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا راز د استرالیا د کمپیوټري امنیت یوه ماهر (متخصص) ترای هنټ (Troy Hunt) افشا کړ.

د ښاغلي هنټ په باور هکر یا د خلکو د پاسورډونو موندونکی په هالنډ کې اوسي.

ویل شوي چې د انترنیټ په تاریخ کې په یو وار دومره زیاتو ایمیلونو ته هکران نه ول رسېدلي.

دا خبره وروسته له دې افشا شوه چې د ایمیلونو خاوندان بې له دې چې خپل یوزر نوم ولیکي خپل ایمیل ته ننوتل.

د ځپل شویو ایمیلونو خاوندانو ته سپارښتنه شوې چې سمدستي خپل پاسورډونه بدل کړي.

د کمپیوټر استرالیايي ماهر ټرای هینټ د (Have I Been Pwned ) په نوم ویبپاڼه لري چې خلکو ته موقع ورکوي خپل اکاونټ پکې وګوري چې ایا نفوذ پکې شوی او که نه دی.

تاسو هم خپل اکاونټ دلته کتلی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *