تاند- د لوګر ولایتي چارواکي وايي چې نژدې ۸۰۰ وسله والو طالبانو، چې ډېری یې بهرنیان دي، د دغه ولایت پر ازرې ولسوالۍ برید کړی دی خو د کومې پوستې په نیولو نه دي بریالي شوي.
د لوګر چارواکو وویل چې حمله تېره شپه ناوخته پیل شوه او د دوی له معلوماتو سره سم لږترلږه ۵ تنه سخت دریځي وژل شوي.
د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزي وویل چې د ازرې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر پوستو د شپې په دوه بجې حملې پیل شوې او تر سهار اوو بجو پوري یې دوام وکړ. د ده په وینا لږترلږه پنځه طالبان په جګړه کې وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی دی.
ګومان کېږي دا هغه طالبان دي چې په تېره یوه میاشت کې یې د ازرې پر ګاونډۍ ولسوالي حصارک څو ځلي بریدونه وکړل او هر ځل له مرګ ژوبلو وروسته په شا شول.
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا تر سلو زیات کورني او بهرني طالبان ووژل شول.
طالبانو په هلمند کې هم لویې او ډله ییزې حملې وکړې خو راپورونه ښيي چې د کومې سیمې پر لاندې کولو نه دي بریالي شوي.
په داسي حال کې چې د ناټو پوځیان وځي او خپلې اډې یې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي طالبانو د سیمو د نیولو لپاره نهايي هلې ځلې پیل کړي دي. دوی په کندوز او د کونړ په غازي اباد کې هم ډله ییزې حملې کړي دي.