إن الحمـد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن سيدنا ونبينا محمداً عبده ورسوله، صلى الله علیه وسلم، وعلى آله وأصحابه، ومن سار على نهجه وتمسك بسنته إلى يوم الدين. وبعد!
الله په خپل کلام کي فرمايي: فَاتَّقُوا الله (ج) وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ) الأنفال، ۱ آیت
ژباړه: له الله (ج) تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکي د سولي په وسیله سمي کړئ.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
له هر څه څخه ده مخه ستاسو ټولو مسلمه امت د جوړتيا او سلامتيا په هيله يو، موږ هر وخت په خپلو منځونو کي دا وايو ( هغوی چي جنګ کوي دجنګ له زوره نه دي خبر).
افغانان له تیرو څلویښتو کلونو په خپل هېواد کي د جګړې شاهدان دي او بدبختانه دا جګړه هره ورځ له افغانانو کورنه، ژوند او هرڅه اخلي او دوۍ ورځ تر بلي بیچاره کېږي.
خو په وروستیو کلونو کي چي کله نړیوال افغانستان ته راغلل نو له افغانانو سره یو لړ هیلي پیدا سوي چې ګواکي یو ځل بیا به د سوله ایز او اباد افغانستان شاهدان وه اووسي خو بدبختانه هغسي ونه سوه او هغسي چي باید دافغانستان دسولي لپاره لازمه وه دحامد کرزي حکومت هم کومه ځانګړې اراده نه درلودله او تل یې کوښښ کوی چي په کور دننه جنګ سالاران او قومې ټیکه داران خوشاله وساتي چي همدې مسایلو ته په کتو سره په افغانستان کې دسولي هڅې بیخې ناکامي او دهیڅ سره برابرې وې.
خو اړينه مسله داده چي سوله دولس غوښتنه ده او ولس باید دسولي په اړه تصمیم ونیسي نه یو څو کسه سیاسي او جهادي ټیکه داران ځکه که وګورو په جګړه کي دهېواد عام خلک زیانمن وي دچا زوي شهیدیږي، دچا لور، دچا خور او د چا پلار او قرباني ټول ولس ورکوې او هره ورځ اولس دی چې په یو نوم په بل نوم باندي دوحشیانو لخوا یې کورونه نړول کيږي داکه په حکومت کي وي او که په طالب کي وي او که خپله امريکا وي.
هغه کسان چي په حکومت کي دی تر اوسه پوري یې په روانه جګړه کې نه زوي قرباني ورکړی دی او نه ورور او نه یې هم کور نړول سوی دی بلکې دوۍ په روانه جګړه کې ځان رهبران بولي، او د غريب اولس ويني زبيښي موږ منو چي په افغان حکومت کي د هيواد خواخوږي سته خو هغوی دېته نه پرېښودل کيږي چي خپل سر راپورته کړي.
دلته جګړه يواځي د شخصي ګټو لپاره کيږي او هر څوک مو له هره اړخه زبيښي، نو دې ټکو ته په کتو سره ښکاره خبره ده هغه خلک چې په هېواد کې دسولي دهڅو مخالفت کوي هغوۍ دهمدي جنګ له برکته هره ورځ ډالر پیدا کوي په همدي جګړه ایز حالات کې قاچاق کوي ، په دی جګړه ایز حالت کې دځمکو غصب کوي او په دي جګړه ایز حالت کې د استخباراتو څخه په کور دننه د قومي او نورو تفرقو لپاره پيسي اخلې او همدا ددوۍ لپاره تر ټولو ښه سوداګري ده، موږ افغانان د نورو قرباني نه سو کېدای او نه غواړو چي د پرديو د سيسو ښکار سو، موږ په افغانستان کي د جنګ جګړو څخه نور په تنګ يو او غواړو د سولي لپاره پوره قرباني ورکړو.
الله پاک څخه شکر باسو چي نن يي موږ ته موقع مساعده کړه تر څو يو تعداد مجاهدين ، قومندانان ، او علما مو سره ټول کړل او تصميم مو ونيواى تر څو حلقه جوړه کړو او زمونږ هدف او مرام دسولي راوستل ، دجنګ جګړو خاتمه ده ـ قوى اراده مو بريا ته رسوي.
موږ سپېڅلی کاروان او زموږ د حلقې غړو په ورځو ورځو او مياشتو مياشتو دا کوښښونه کول چي يو داسي لاره ولټوو چي په هغه لاره کي مرور ورونه سره پخلا کړو.
دا چي مخکي مو وویله چی اولس نور حق لري چي سولي ته خپل لستوڼي را ونغاړي او د سولي کاروان نور پر مخ بوځي نو موږ هم را ولاړ سو او يواځي مو د اولس په ملاتړ او د اولسونو داستازو يعني د کليو د ملکانو او مشرانو په مشوره مو يوه هسته جوړه کړل چي يو داسي سميه وټاکو چي يو مهم او با ارزښته ځای وي چي د ټولو لپاره ارزښت ولري، او وروسته مو د فعالو وسله والو طالبانو له يو شمېر زیاتو سيميزو قومندانو او ولسوالانو سره د سولي او د آمن پر ځای خبري وکړې ترڅو له جنګه ستړي وسله وال طالبان د آمن سيمو ته انتقال کړو او هلته له خپلو هيوادوالو سره عادي ژوند پيل کړي او خپل ورځني کارونه سرته ورسوي.
موږ د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي په يو شمېر کليو کي د وسله والو طالبانو لپاره د آمن سيمي اعلان کړي دي. هغه مجاهدين، قومندانان، ولسوالان چي غوښتل يې سوله وکړي هغوی تر ټاکلو سيمو رسېدلي دي،اوس زموږ سره دي او هغه مجاهدين چي په لري پرتو سيمو کي دي هغوی خپل جنګي مقاومت پرېښی دی او د آمن سيمي ته تشريف راوړي او نور وسله وال چي پخلا کيږي هغوی به همدلته استوګن کيږي ترڅو دوی په آمن کي وي، موږ د پخلاسوو مجاهدينو پوره ساتنه کوو او موږ جګړه نه کوو موږ يواځي د دفاع په حالت کي يو که چيري د سولي دوښمنانو پر موږ حمله کول موږ يې يواځي جواب کوو نور موږ اولسونه د جګړې له لاري سوله په لاس نه سو راوړی يواځي مو سوله په سوليز ډول خوښه ده.
په آمن سيمو کي نه هم افغان حکومت ته اجازه ورکوو چي راسي او نه هم د امريکا پوځ ته دا وخت ورکوو چي راسي او زموږ تر منځ مداخله وکړي.
موږ د خاريجيانو هیڅ ملاتړ ته ضرورت نه لرو او موږ ته د اولس ملاتړ مهم دی او اولس راسره همکاره دی.
موږ يو ازاد او خپلواک او په اسلامي اصولو برابر افغانستان غواړو، ژوندي دي وي د سولي غوښتونکي.
په درنښت: د ولسونو د ملاتړ اداره سپېڅلی کاروان