شاکو چې ټوله شپه يې د کلا ګوټ ګوټ کې ګزمه کړې وه او د هرې پیشو د ترپ سره يې په منډه ورځغاستي وو دپیتاوې په چوترې بې سیکه او خوبولی پروت وو. پوز يې په دواړو لاسو ایښی اوږد غځیدلی وو او سترګې به یې کله نا کله پرانیستې. ګلو اکایې ترڅنګ په سره توشکه ناست ، ډکه خوله نسوار يي اچولی وو او کله نا کله به یې د شاکو خواته یو نظر واچاوه .
د لمر ګرمي یو مچ مست کړی وو، د شاکو سرته نږدې یې بنګارکاوه دورې یې وهلې ، غوښتل يې په هغو اوښکو کیني چې دشاکو دسترګو لاندې یې نمجنې لاری جوړې کړې وې ، شاکو ورته وغوریده او نا څاپه یې ورباندې حمله کړه ، د غاښو يي کړس سو مچ وتښتیده. ګلو اکا ورغږ کړ: ،، درنه خلاص سو ؟؟ ای تا سترګې و.غ .ی. ،،
شاکو خوله ترسخوښتو پرانیسته او بنده کړه ، له ځان سره وسونګیده بیايي سرپه لاسونو کیښوده او سترګی يې پټی کړې .
په بی زبانه ژبه یی ګلو اکا ته وویل : ،، مچ چې غوړه کونه رانه خلاص سو تر غ ی ن ه مې ،،.
د چوترې لاندې غوایانو په اخورونو کې په وښو او شاخلو درز غپ جوړ کړی وو په شرپهار يې وهل او کله نا کله یې ښکرونه سره جنګول او درب دروب به يي جوړ کړی وو.
اکا به ورباندې غږ کړ:،، اچیه ! ای سپین سترګې ! غواګانو ته وار کوه چې هغوی هم مړې سي .،،
اچی تور او سپین ښایسته سخوندر وو او په ټولو کې ښایسته.
ګلو اکا یوه اوږده چوکه هم په لاس کې درلوده چې له غلامي په چوتره پاته سوې وه او د شاکو او غوایانو د نندارې ترڅنګ يې کله ناکله دمچانو دشړلو لپاره یو درځ توشکې ته ورکاوه او یوهم د توشکي لاندې پوزکي ته.
دمني د لمر وړانګو زور اخیسته هوا ورو ورو نوره هم ګرمیدله، د اکا ولي یې سخت ټګورول ، شاکو هم ترې خوند اخیسته ، غواوې او غویان چې وږي وو او خوراک یی کاوه د لکیو په سرپهار يې مچان له ځانو شړل .
نا څاپه د څپلیو ترپا سوه. اکا چی وکتل لاندې ګوري ، دغلامي ستمی دی ، د جوارو دتازه خشاوې لوی ګیډی یې په شا پاس د آخورو خواته راخیژي. د رارسیدو سره سم یې ګیډی په آخور کې واړاوه.دغوایانو او غواوو په سپیږمو یې چې لامخکې بوی لګیدلی وو ورباندې شیوه سول ، بیا د ښکرونو جنګ او دربهار سو خوداځل اکا په اچي غږ ونه کړ. غلامي یې برخه وربیله کړه او دده او نورو څاروو ترمینځ ودریده.
شیبه وروسته ګلو اکا ورغږ کړ:،، د شمالۍ زو ! غوایان پریږده ورسه چای راوړه. کوترې ته ووایه چي د شاکو د شودو او جواري کنډولی هم را وړي، زر یې راوړه . ،،
شاکو دخپل نوم په اوریده سره په نیم پټو سترګو اکاته وکتل او د سپږمو د شکیلي او سونګا سره یی تش سخوند وواهه. په هرڅه پوهیده خو خبرې یې نه شوې کولی.
ګل آکا وروسته لدې چې پري ابو څو میاشتې مخکې له دنیا سترګې پټې کړې دسهار چای یې هره ورځ له غلام سخي ، کوترې ، کوچنۍ نندانې او شاکو سره دپیتاوی په چوتره څکه.
+++
د شمالۍ ابو زوی غلام سخي د اکا دمشر زوی محمد رحیم د کوچنیوالي ملګری او دشوروي عسکرو په وړاندې د جهاد ددوران مرستیال وو. هغه ورځ د ګلو اکا هیڅکله نه هیریدله چې غلام سخي یې زوی چې داوړي په یوه ټکنده غرمه کې دسړک ترغاړې یو کمین کی لګیدلی وو ترکوره په غیږ کی راووړ. محمد رحیم چې سخته وینه یې ضایع کړې وه او سر یی داکا په غیږ کې ایښی وو او غلام سخي یې په کاشوغه د ګوړې شربت په خوله کې ورڅڅاوه ترلږ خبرو وروسته سا ورکړه . پری ابو نا څاپي غم بیهوشه کړې وه . اکا وروسته له هغې ورځې غلام سخي خپل زوی کړ او په خپله کلا کې يې ورته ځای ورکړ. د بر کلي دشیردل لور کوتره يې ورته واده کړه. د محمد رحیم ژوندۍ نښه يې ځان سره ساتله.
+++
غرمه مهال ګل اکا د خم خواته په چکر ووت. شاکو يې ترشا منډې وهلې د ویالې ترغاړې ملا صاحب او څو کسه طالبان ناست وو. شاکو د ملا صاحب او طالبانو په لیدو وتریده او څو ګامه لیرې لار یې خپله کړه. اکا د ملا صاحب او طالبانو سلام ته وعلیک ووایه اوخپله لار يې ونیوله . ملا صاحب ترشا ورغږ کړ : ،، ګل اکا ! ښه يې ؟ جومات ته هم کم راځې . ان شاءالله چې روغ اوسې.،،
ګل اکا چې ښایسته ګامونه یې اخیستې وو ودریده، طالبانو او ملا صاحب ته يی مخ کړ. ،، ملا ګله ! ترهغو چی ستا او طالبانو په لاس کې ډانګونه وي څوک به جومات ته زړه ښه کړي ؟ که عبادت فرض دی دخلکو د زړونو ساتنه هم ترکمه نه ده. ،، ځوان ملا صاحب چې ګل اکا ته یې خاص احترام درلوده ورغبرګه يې کړه : ،، نه اکا . ما فقط غوښتل احوال د واخلم.،،
دشاوخوا ناستو طالبانو چې د ملا صاحب او ګل اکا ترمینځ خبرې اوریدې یو ډول مسکا په شونډو خوره وه. ګل اکا خپله لار ونیوله. د سیند ترغاړې څپرۍ ته ولاړ او هلته یې په پوزکې باندې د ماسپښین لمونځ وکړ. غلام سخی ورته د غرمې ډوډۍ راوړه . تر ډودۍ او لمانځه وروسته یوه سترګه ویده سو او ترمازدیګر مخکې یې ځان بیرته کورته را ورساوه.
+++
تیرماسختن وو. اکا چې هرڅومره کوشش وکړ خوب نه ورته سودا اخیستی وو . آخر يې څراغ ولګاوه د فرشي کوټې د المارۍ دپاسه عکس ته يې ورنږدې کړ . شاکو یې هم ترڅنګ ولاړ وو . د څراغ رڼا یو عکس روښانه کړ. په عکس کې یو ځوان چې چټ ږیره یې رخیلی وه او سپینه پلوي لنګي یې په سر وه دیوې شین سترګې پیغلې ترڅنګ ناست ښکاریده . د شین سترګې پیغلې ژیړ ویښتان د زرغون پړوني ترپیڅکو لاندې راوتلي وو . اکا چی په یوه لاس کې يی څراغ اوچت نیولی وو عکس ته ځیر سو. د ځوان په بریتو یې کوتې تیرې کړې . زړه يې ډک سو. او بیایی له عکس سره خبرې شروع کړې:،،.
،، – دووس ( دیوث ) خان مې لندن کې ناست دی . – انګریزې سره يی واده کړی. وايي کلمه يې ویلې او دادی ټکرۍ یې ورپه سرکړی دی . خو زړه ته می نه لویږي…… – – وه زویه ! وزرونه د وکړل برر سو رانه والوتې . ورور خو د ځوانیمرګ سو ….او ته هم په مخه لاړې. ادې د درپسې زره چاودې سوه . سامیټه ( کاترینا سمیت) د څه کوله ؟ ما درته ویل چې د زرۍ لور به درته وکم ښه چټه پیغله ده . تا ویل نه ….. فاکولته يې کوم . آخر… ان تر لندنه ورسیدې،،
شاکو چې د اکا ترڅنک لاندې ولاړ وو او عکس ته یی کتل ، لکۍ يې ښوروله او د اکا دهرې خبرې سره يې غبرګ غپل. محمد حلیم د کابل پوهنتون پریښی او شپږ میاشتې مخکې لندن ته رسیدلی وو .ترتلو دوه کاله مخکې یې شاکو د تنګي د جمعه خان سګباز څخه په سلو روپیو اخیستی اوغیږ کې کورته راوړی وو. د اکا به چی کومه شپه زړه ډیر ډک سو کله به يې له عکس او کله هم دمحمد حلیم شاکو سره خبرې کولې. شاکو په هرڅه پوهیده خو خبرې یې نه شوې کولی.