تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: د کانونو او پټرولیم وزارت د جوزجان په شبرغان ښار یتیم تاق سیمه کې د ۱۲ میلیونه ډالرو په لګښت چمتو کړې د طبیعي ګازو دوه زېرمې افتتاح کړې.
د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، حکومت هڅه کوي چې ګازو پر استخراج پانګونه لا جذب کړي او په کور دننه د اړتیا وړ ګازو اسانتیا خلکو ته برابره کړي.
نرګس نهان وايي، د ګازو د دغو دوه زېرمو د استخراج په چاره ۱۳ میلیونه ډالر لګېدلي چې پیسې یې د نړیوال بانک لخوا ورکړل شوې دي.
د جوزجان د افغان ګاز د تصدۍ رئیس محمد ایوب نیوند بیا وايي، له دغو دوه زېرمو څخه به ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۰ زره متر مکعب ګاز استخراجېږي: (( دا ګاز به د بیات ګروپ د بریښنا د تولید په پروژه او مزار شریف د ښيښه یي جیکونو او ګیلاسون د تولید په فابریکه مصرفېږي.))
په جوزجان کې ۱۳۶ د ګازو زېرمې دي چې په اټکلي ډول یې په اړه ویل شوي چې سل میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز په کې شته،خو دا مهال یې ایله له ۴۰ زېرمو څخه افغان حکومت ګاز استخراجوي.