یو وخت مې ولیکل چې زموږ ژبه د کتاب له اړخه ډېره کمزورې ده، په شمار کتابونه لرو، هېڅوک کار نه کوي، کتاب لیکنه، ژباړې او نور هېڅ نه شته. که څه هم تر یو بریده همدا خبره اوس هم رښتینې ده په دې برخه کې خالي لاسي یو، د ګاونډیو هېوادونو د سیالۍ څه چې د پرتلنې وړ هم نه یو او دا خبره خو بیا عامه هم ده چې مړه زموږ ټول چاپ شوي کتابونه یا شاعري ده یا ناولونه یعنې تر ادبه محدوده ده او مسلکي کتابونه هېڅ تر سترګو کېږي نه؛ خو داسې هم نه ده اصلاً زموږ د دې خاورې ژبې یوه بدنصیبي که داده چې څوک ورته کار نه کوي له بله اړخه یې لوستونکي د کومه شو؟ مطالعه په چا کوې؟ او نور..
که له یوه وپوښتې چې صېب تاسې تر اوسه په ټول ژوند کې څو کتابه لوستي، نو ځواب به یې له لسو پورته نه شي او که دې ترې د نومونو او یا د لوستنې لپاره د ځینې کتابونو په اړه معلومات وغوښتل غلی به شي او خبره به یې دا وي چې ولا نو په پښتو ژبه کې کتابونه د کومه شول، ورک کوه یې ولاکه یو کتاب هم پېدا کړې!
زما به پخوا لږه طبعه جوړوه او یا به مې لږې اوزګارې شېبې لرلې، نو راڅخه به یو کتاب پلورنځی او کتابتون نه و پاتې او په انلاین به مې هم د هر تازه چاپ شوي کتاب په اړه معلومات لوستل او یا به مې کتابونه ترلاسه کول، مقصد دا چې رپ یې رانه نه واهه ځان به مې خبروه ان تر دې چې د ښو لیکوالانو د هرې برخې لیکنې، کتابونه او ژباړې به مې ترلاسه کولې، پیدا کولې او لوستې.
خو اوس چې لټ شوی یم دا ډېر وخت کتاب پلورنځیو او کتابتونونو په طرف هم نه وم تللی. کتاب پلورنځي ته لاړم.له کتاب پلورونکي مې وپوښتل وروستي تازه، مسلکي کتابونه کوم چاپ شوي؟
راته یې کړل د تېرو دوه اونیو چاپ شوي کتابونه دا دي. را کتار یې کړل په هره برخه کې لسګونه کتابونه، لسګونه مجلې، ژباړې او سم په معیار برابر….
یو یو مې له سترګو تېر کړل ځېنې یې د پوهنتون تدریسي کتابونه هم وو داسې ښه، منظم، ترتیب او د موضوعاتو په ټاکنه کې دومره غور شوی و چې فکر هم نه شي کېدای.
زړه مې دعاوې وغوښتې او د خپلې ژبې د غني کېدا هیلې مې نورې هم وغوړېدې او چې د کتاب پلورنځي هغه ګرد وهلې المارۍ ته مې ګوتې ور وړې، ایله پوه شوم چې د خپلو سترو لیکوالو د چاپ شوو کتابونو لوستنه څه چې لا یې راته د کتابونه نومونه هم زده نه وو.
دا خبره په دې راغله چې هغه بله ورځ په فېسبوک کې یو ملګري ولیکل چې زموږ په ژبه کې کتابونه د کومه شوو او که شته هم هغه ناولونه او شاعري ده. دا تجربه مې نېغه سترګو ته ودرېده چې ستونزه شته، خو ورورلکه چې زما غوندې د یوویشتمې پېړۍ څنډې ته دی.
ما ورته کړل چې مبالغه دې کړې تېر ته په کتو موږ ښه شوی یو. په داسې حالاتو کې دا دومره کتابونه، ژباړې او نور په هېڅ حساب دي؟ او بله دا چې دا چاپ شوي چا ولوستل؟ چاپ شوي مسلکي کتابونه خو په المارۍ یو کې زاړه شول او همدا زما اوستا غوښتنې دي چې مسلکي کتاب چاپ ته خپروندویه ټولنه زړه نه ښه کوي، ځکه چې که ټپې چاپ شوې تالان به پرې ولږي او که یو ښه مسلکي کتاب چاپ شوو بس د پس خانې او د وروستیو المارۍ یې ځای شو.
نو دا زموږ د مطالعې کچه شوه او چې خبره د نېوکو شي یو خروار کوو، دا لیکنه سمه نه ده، دا ژباړه کره نه ده دا په لوستلو نه ارزي او خپله به یې د لاسه هېڅ نه شي چې تل وايې هغه کوږ روان دی، خو ته یو سم ګام واخله کنه . ځه ته یې سمه ولیکه چې هغه یې هم درنه زده کړي ستا درک نه لږي او …
نواوس دا چې د لوستنې یې نه یو چاپ یې د څه او چا لپاره؟ ته دا شته ولوله لیکوال ته معنوي قوت او ځواک شه چې درته نور مسلکي، ښه د حساب وړ کتابونه، اثار ولیکي ویې ژباړي او ستا په خدمت کې یې کړي.
اوس به دا خبره ډېره بې لارې نه وي چې ووایو مسلکي کتابونه هم پېدا کېږي او شته، خو لوستونکي یې نه شته کار دې ته په کار دی چې د لوستنې او مطالعې کچه لوړه شي کتابونه به پسې دخیره نور هم راورسېږي.