تاند- د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د قاید ډلې مشر او د دغه هیواد پخواني صدراعظم چودري شجاعت حسین د افغانستان او پاکستان ترمنځ سولې ته پر خپلې لېوالتیا تاکید وکړ، ویې ویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې په ټوله سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره ضروري دي.
د پاکستان د «نېشن» ورځپاڼې د راپور له مخې دغه اغېزمن پنجابي سیاستوال د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل، ښه دا ده چې د دوو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې څومره چې کېدای شي هومره ژر تازه شي.
ده وویل چې پر پوله د دوو هیوادونو د خلکو تګ راتګ باید بېرته هغه حالت خپل کړي چې کلونه پخوا و. د ده په وینا پخوا رواج دا و چې د کابل خلکو په لنډیکوتل کې کورونه لرل او د لنډیکوتل نیمايي خلکو په افغانستان کې تجارت درلود.
«د دواړو هیوادونو خلک د هماغو اړیکو په خاطر له یو بل سره مینه او د سوله ییز ژوند تجربې لري. په سیمه کې د سولې د ساتلو لپاره پکار ده چې هماغسي رغنده او ګټور چاپېریال رامنځته کړای شي.»
شجاعت حسین، چې په حکومت کې شامل نه دی، د دواړو هیوادونو حکومتونو ته سپارښتنه وکړه چې د منتخبو استازو، سوداګرو، محصلانو او سپورټي لوبغاړو په وسیله د ولسونو ترمنځ راشه درشه زیاته کړي.
په افغانستان کې د محمد اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته افغانانو ډېره هڅه وکړه چې د پاکستان اندېښنې ختمې کړي او یو وار بیا پاکستان ته د دوستۍ او ریښتینولۍ لاس اوږد کړي، پاکستان په خوله د افغانستان ږغ ته مثبت ځواب ویلی خو تراوسه پوري یې عملي ګام نه دی اخیستی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د سفر په لړ کې وویل چې د پاکستان همکارۍ ته محتاطه خوشبیني لري خو که پاکستان وغواړي په یوه ورځ کې د افغانستان د جګړې وضعیت بدلېدای شي او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وویل چې پاکستان تراوسه یوازې لهجه بدله کړې نه عمل.
د ځینو سرچینو له راپورونو سره سم پاکستان د حقاني شبکې ته ویلي چې بېرته په شمالي وزیرستان کې ځای پر ځای شي. باوري سرچینې وايي چې پاکستان د حقاني مشرانو ته ځانګړي کارتونه ورکړي چې د دغه هیواد په ښارونو کې ازاد وګرځي.
خو شجاعت حسین وايي، هغه وخت راغلی چې د دوو هیوادونو ترمنځ په ملي سویه دوستانه اړیکې پراخې شي.
«موږ باید د تروریستي فعالیتونو او په خپلو خاورو کې ترهګرو ته د پناه ورکولو د تېرو خبرو په خاطر یو بل ته د انتقاد ګوته ونه نیسو.»
شجاعت حسین د افغانستان له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې له پاکستان سره د دوستۍ وړاندیز ومني، د تېرو وختونو پېښې هېرې کړي او وبخښي او په نوې روحیه د سولې او سوکالۍ اراده وښيي ځکه چې عمومي نظر دا دی چې دی (عبدالله) پاکستان ته ښه نظر نه لري.
د پاکستان پخواني صدراعظم وویل چې عبدالله دې له پاکستان سره د دوستانه اړیکو د نه لرلو له نظره لاس واخلي.
ده ټینګار وکاوه چې په جنوبي اسیا کې یوازې په هغه صورت کې سوله ممکنه ده چې دواړه هیوادونه عاقلانه پرېکړې وکړي.
شجاعت حسین د پاکستان له حکومته هم وغوښتل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس او نورو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پاکستان ته سفر وکړي څو د دوو هیوادونو ترمنځ ورورګلویزې اړیکې پراخې او ټینګې شي.
د پاکستان تقریباً اکثره سیاسي مشران له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو لا هم باور کېږي چې د دغه هیواد د بهرنۍ پالیسۍ اصلي تصمیم نیوونکي یعني استخباراتي او پوځي مشران غوره ګڼي چې یو وار بیا افغانستان د جګړې له لارې وران کړي او د خپلې خوښې کمزوری او محتاج حکومتګۍ پرې واکمن کړي.