تاند- د خپلسرو ملېشو قوماندان حکیم شجاعي، چې د لسګونو اروزګانیانو په وژلو تورن دی، وايي چې وژل شوی نه دی او برسېرن ټپي شوی دی.
شجاعي د سې شنبې په ورځ له امریکا ږغ سره په مرکه کې وویل چې تر ۵۰ زیات وسله وال طالبان یې وژلي دي.
شجاعي، چې څلور ورځې مخکې یې د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالي پر یوه کلي یرغل کړی و، وايي چې په دې برید کې د ده ۵ ملګري وژل شوي او پخپله برسېرن ژوبل شوی دی.
مخکې په راپورونو کې ادعا شوې وه چې شجاعي وژل شوی دی.
شجاعي وايي چې په اروزګان کې ۱۵۰۰ وسله وال لري او اوس هم له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
شجاعي، چې ټول پښتانه طالبان ګڼي، وايي«ټول طالبان او هغه کسان وژنم چې پر عامو خلکو حملې کوي.»
شجاعي طالبان او نور خلک د ښځو او ماشومانو په وژلو تورن کړل دا په داسې حال کې ده چې نوموړی یوازې د خاص اروزګان د ۱۵۰ تنو ملکیانو پر وژلو تورن دی.
راپورونه وايي چې ۴ ورځې وړاندې وروسته له دې چې شجاعي او وسله والو یې د خاص اروزګان پر یوه کلي حمله وکړه، یو شمېر وسله والو طالبانو د کلیوالو ملاتړ وکړ چې په نتیجه کې یې شجاعي ژوبل شو.
طالبان عموماً له هزاره ګانو څخه ځان لېرې ساتي. دې ډلې په تېرو ۱۷ کلونو کې نه کوم هزاره دولتي چارواکی وژلی او نه یې د هغو سیمو ته د پرمختګ هڅه کړې ده.
د طالبانو او افغان شیعه ګانو د نژدې اړیکو څرک د ایران په هغو ویبپاڼو کې هم له ورایه لګېدای شي چې په سپاه پاسداران او قدس لښکر پورې اړوندې دي.