شخصيت د انسان ښکاره او پټې کړنې دي چې د دې کړنو په پېژندنې سره موږ هغه انسان لا ښه پېژندلی او درک کولی شوو.
شخصيت په انسان کې د هغه د سلوک، روش، عاداتو، مهارتونو، اخلاقي ځانګړنو، افکارو او په ټوله کې د هغه د هغه د کړو وړو څرګندېږي او ځان راڅرګندوي.
دا چې شخصيت ارثي دی که کسبي او نورو موضوعاتو بحث نه کوو خبره دا ده چې موږ دا تول څنګه کوو؛ پلانکی د ښه شخصيت خاوند دی او هغه بل په ښه نوم نه يادو، دا معيار په څه ټاکوو!؟ او زموږ په ټولنه کې څه ته ډېر ارزښت ورکول کېږي؟
ښه کلتور، منظم چاپېريال، مهربانه کورنۍ، مسئوليت پېژندنه، رنګونه، جامې، تګلارې، سلوک او ان اوس خو څېړونکو د ميوو ټاکنه د انسان د شخصيت بشپړونکي بللي، خو دا چې وګړي او نظر ټولنې او ټولنيزو اصولو ته ځېنې معيارونه تر ټولو ښه او لومړيتوب لري. هغه څه چې زموږ په ټولنه کې د شخصيت په ځواکمنتيا کې ډېر بارز رول لوبولو ته پرې خلک قايل دي “عمل” دی.
دا چې د انسان ظاهري څېره په ټوله مانا د شخصيت څرګندوينه نه کوي، بلکې د بشپړوالي يو توکی يې کېدای شي، دلته چې دا ومنو ويلی شوو د انسان په شخصيت او د شخصيت په لوړېدا، ښه کېدا او بشپړيدا کې عمل با ارزښته رول لري.
موږ تاسې ټول پلانونه جوړو، خو ډېر کم يې عملي کوو دلته ده چې د خلکو پر وړاندې د نورو سره زموږ د بېلوالي ځېنې دلايل مونده شي. او عملي کول هم به څه نه وي، يو څه ته عملي جامه ور اغوښتل ځېنو نورو هغه اړينو شيانو ته اړتيا لري چې ضمناً ورسره د انسان د شخصيت بشپړېږي.
بله دا چې زموږ د هر کار معيار درواغ او رښتيآ دي هغوی چې درواغ وايي لويدلي انسانان يې بولو، دا لويدل خو بل څه نه دي خو د شخصيت د لاسه ورکول دي.
موضوع دا چې درواغ يې وويل، مانا چې حتماً يې ژمنه ماتې کړې، چل يې کړی او کله چې دا کارونه وشو جوتېږي چې عمل کې تش لاسی دی.
مشرانو خو د نن کار سبا ته پرېښودو باندې هسې تاکيد نه دی کړی، د همدې لپاره چې ژوند يو ورځ نور هم شاته نه شي، وګړي د سيالۍ ونه لوېږي او تاکيد د دې لپاره دی چې خپل کار په خپل وخت سرته رسول عمل دی او همدا عمل په شخصيت کې کارنده رول لري او ټولنه هغوی ته ښه راغلاست وايي، مني يې او له ځانګړي درناوي يې برحمن کوي.
ذبيح الله رحيمزی
اکټوبر۲۹مه، ۲۰۱۶