استاد احمل ښکلی

څرنګه چې شعر و نثر د پنځګر پر شخصيت اغېز کوي او پنځګر له خپل هنر نه د خپل حيثيت په تثبيت کې استفاده کوي، دغسې له شخصيته هم استفاده کوي.

د يوه پنځګر د خبرو طرز، خوى بوى او نور د هغه پر شاعرۍ او ليکوالۍ اغېز ښندي؛ خو کله ناکله شاعر و ليکوال هڅه کوي، چې له ځانه د خپل هنر په تشهير کې استفاده وکړي.

ځينې شاعران او ليکوال داسې انګېري، چې د ده شخصيت د ده د هنر په اغېز کې لاس لري؛ نو ډېر پام يې د خپل هنر پرځاى ځان ته وي، پر خپل هنر دومره ګوتې نه وهي، لکه پرځان.

هڅه يې دا وي، چې له ځانه يو جادويي شپول تاو کړي. داسې شپول چې خلک ده او هنر ته يې حيران شي.

داسې ليکوال او شاعران ښايي په ډېرو ناستو کې پر ډېرو مهمو مسالو خبرې ونه کړي، چې هسې نه علمي/ادبي حيثيت ته يې زيان واوړي او خلک داسې ونه وايي، چې دا خو چې څومره موږ ګاڼه، هغومره ونه خوت. کېداى شي، د ځان د لويولو په نېت د يوه کس پوښتنې ته ارزښت ورنه کړي يا يې هاخوا دېخوا کړي يا په يو څو ټکو کې ځواب ورکړي.

داسې خلک ښايي د مخاطب د اغېزمنولو لپاره هېڅ بې هېڅه د خپلو معلوماتو د بورۍ خوله راخلاصه کړي او د ځان د اکاډميک ښوولو لپاره د يوه چا د پوښتنې ځواب په ډېر مهارت په شمېرلو درنو کلمو او په ورو او ټيټ غږ ورکړي.

همدغسې ليکوال چې ځان ورته په ناستو کسانو کې تر نورو خلکو مهم ښکاري او ځان د مجلس پر خلکو منل غواړي، د خبرو واګې په خپل لاس کې واخلي او بل چا ته د خبرو حق ورنه کړي.

ځينې شاعران او ليکوال د خپل ژوند وړو وړو پېښو ته ښکروونه ورکوي او لويوي يې، چې مخاطبانو ته خپله زړورتيا، پوهه او تدبر وښيي.

ځينې ليکوال او شاعران په نارسمي ناستو او ازادو ليکنو کې چې اړتيا نه وي، له خپل رسمي رتبې، موقفه او نومه استفاده کوي؛ خو دوى ښايي دې ته پام نه وي کړى، چې کوم ځاى د دې القابو ضرورت نه وي، هلته پر مخاطب او لوستونکي ښه اغېز نه کوي او مخاطب داسې انګېري، چې ګنې ته پرې ځان تحميلوې. له رسمي چارې دا رنګ استفاده ښاىي مخاطب د کمترۍ له احساس سره مخ کړي او دا د يوه اصيل ليکوال او شاعر کار نه دى. دا سرچپه د شاعر و ليکوال حيثيت ته زيان رسوي.

داسې ليکوال او شاعران ښايي له مخاطبه د درناوي ډېره هيله ولري. د مجلس بر سر خپل حق وبولي، د صاحب، استاذ او ښاغلي غوندې کلمو ته په تمه وي او پر لار يې تر ځان مخکې څوک خوښ نه وي.

ځينې ليکوال او شاعران ان پر لار په ډېر احتياط ځي، له عوامو سره له اختلاطه ځان ساتي، په عامو ځايونو کې ډېر نه کېني ، په کرايي موټرو کې ډېر ځي راځي نه، چې څوک يې ونه ويني او عام مخلوق يې ونه ګڼي.

په ډېرو ادبي/علمي غونډو کې ګډون نه کوي، چې هسې نه هغو خلکو ته -چې دى ورته څوک ښکاري- ناسته ولاړه، خبرې اترې عامې شي.

ښايي له مذهبه هم د خپل حيثيت لپاره استفاده وکړي او خپل ځان خلکو ته مذهبي او له اخلاقي پلوه ممتاز وښيي، په خبرو کې ځاى نا ځاى اۤيتونه او حديثونه ووايي.

ډېر شاعران او ليکوال دا خپل مجبوريتونه بولي، چې د شخصيت او هنر جامې يې دوړې وانه خلي ؛ خو د دې خويونو په اخيستو کې زموږ ټولنې هم له ليکوال او شاعر سره مرسته کړې.

په نوره نړۍ کې چې خلکو ته د علم ترلاسى اسانه شوى، شاعر و ليکوال ورته عام سړى ښکاري؛ خو زموږ ټولنې ته اوس هم د پخوانو خلکو غوندې شاعر و ليکوال عجيب مخلوق ښکاري، چې ګنې نور ټول زموږ غوندې دى؛ خو شعر وايي. خلکو پر دې فکر نه دى کړى، چې دا هنر په مطالعه او تمرين تقريبا هر سړى ترلاسه کولاى شي.

د ټولنې دې نظر زموږ ليکوال ته د برترۍ احساس ورکړى. د برترۍ دا احساس کله په دوى کې دومره پياوړى شي، چې ډېر افاقي ارزښتونه هم ورته د مشکڼو غوندې واړه ښکاري او تر پښو لاندې کوي يې.

زموږ په ټولنه کې د هنر او هنرمن ترمنځ اړيکه دومره پياوړې ده، چې که يو شاعر يا ليکوال راته لږ هم له خپلو ارزښتونو منحرف ښکاره شي، شعرونه او ليکنې يې نه لولو. د شاعر او ليکوال کمال د ده هنر دى، د ده شخصيت نه دى. دى په خپل هنر ټولنې ته خدمت کوي، په خپل شخصيت نه؛ نو شاعر و ليکوال هم د نورو انسانانو غوندې ډېرې کمزورۍ لري او پکار ده، چې له دې کمزوريو سره يې ومنو؛ خو عموما او فطرتا شاعران او ليکوال انساندوسته خلک وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *