سردار محمد همدرد

انساني ژوند د مادي او معنوي دواړو اړخونو څخه جوړ دی، دواړه اړخونه ځان ته بیلې ماناوې لري، په ژوند کې د انساني ضرورتونو او ژوند کولو خبره چې کیږي د مادیاتو خبره ورسره لازمي ده، په ژوند کې خوراک، څښاک، جامې او نېور اړتياوې لکه: کور او نور لوازم د مادي ژوند یوه برخه ګڼل کیږي، هغه ضرورتونه چې انسان ورته په ژوند کې اړتيا ولري د ژوند یو ضرورت بلل کیږي، د انسان خواهشات او غوښتنې خو ډېرې دي دلته بیا قناعت ډېر مهم دی ځینې کسان په خټین کور قناعت نه کوي د لوړو منزلونو خوبونه ویني په عادي خوړو او کالیو قناعت نه کوي هرڅه زیات غواړي همدغه هیرس او نه قناعت د انسان معنوي ژوند ته صدمه رسوي په معنوي ژوند کې انسان د دغه خیالونو خلاص وي او فکر یې د لوړو اهدافو او ارزښتونو لپاره وي د انسانانو د ژوند د ښېګڼې د خير لپاره فکر کوي.

هر کله چې په انساني ژوند کې مادي غوښتنې تر خپل حد زیاتې سي نو د انسان معنویت ته هم زیان رسوي، په اوسنیو حالاتو کې مادیت پر معنویت دومره حاکم سوی دی چې ډېری انسانان یوازې ژوند او ښېګڼه په پیسو کې ویني چې تر ډېره حده ددې بدې پدیدې پر هغه چا هم ډېر تاثیرات شیندلي دي چي هغوی په معنویت باور لري.

د اسلام مبارک دین په ډېر تاکید سره همدا خبره کوي چې یو انسان پر بر انسان برتري نه لري د انسانانو برتري فقط په تقوا او پرهیزګارۍ کې نغښتې ده او همدارنګه که نور ادیان او مذهبونه وګورو په هغوی کې هم بد او ښه انسان هغه دی چي تقوا ولري، که تاریخ ته ولاړ سو نو هغه انسانان ډېر ځلېدلي دي چې پر معنویت یې باور درلودلی دی معنویت د انسان په شخصیت جوړولو کې مهم او اساسي رول لري، شخصیت جوړونه پرته له معنویت ته لاس ته نه سي راتلای، معنویت په نمایشي ډول هیڅ کله جوړیدلای نه سي ترڅو چې یو انسان معنوي اوصاف ونه لري.

په معنوي اوصافو کې ريښتنولي، حقیقت ته تسلیمېدل، ښېګڼه او د خلکو خدمت اړین او ضروري دی، په معنوي ژوند کې باوري انسانان د ظلم او بې عدالتۍ نه سخت رنج وړي او د تاریخ پر وړاندې د مسؤلیت احساس کوي کله هم داسې کړنه نه ترسره کوي چې سبا د تاریخ مسؤله وي معنوي خلک کله هم قدرت او پیسو ته داسې سر نه ټیټوي چي وجدان او ضمیر یې ورسره نه مني، معنوي انسانانو ته وجدان او ضمیر دومره مهم وي چې په معمولي اشتباه سره هم فکر کوي، نو د ژوند په ټولو چارو کې د معنوي ژوند لپاره باضمیره او باوجدانه انسانان ډېر مهم او اساسي رول لوبولای سي، هیڅ کله بې مسؤلیته او د تاریخ څخه نه بېریدونکي کسان لوی او درانه کارونه نه سي کولای ځکه هغوی معنویت ترک کړی او مادیاتو ته یې مخه کړې ده، کله کله څوک داسې فکر کوي چې ته یو لوی کس یې یا یو لوی منصف ته ورسېږې نو خامخا باید بلند منزلي او ډېر موټران او باډیګارډان ولرې؛ داسي نه ده، زه به د خپل هېواد د یو وزیر محمدګل خان مومند یادونه وکړم چې هغه ددې هېواد یو تکړه وزیر ؤ خو د ژوند تر وروستيو شېبو پورې يې په کرایې کور کې ژوند کاوه؛ زموږ او ستاسې د هېواد په تاریخ کې چې ارواښاد مومند بابا کوم ښه نوم لري بل څوک یې نه لري او نوم به يې تر ابده ژوندی وي.

په پای کې مې ځوانانو ته دا مشوره ده چې؛ باید پر معنوي ژوند باور ولرئ ځکه چې د هېواد او د خلکو راتلونکی ورڅخه ډېره تمه کوي.

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *