دافغانستان په سیاست کي په لوچګیو او بدمعاشیو روږدي سیاستوال د شخصي منفعتونو لپاره ولس سپر کوي او د ولسي سټیجونو څخه د دولت په خلاف فلمي ډیالوګونه وایی. دا څه نوې خبره نده، د زرداد له پاټکونو او بیا د پېښور تر کمپونو او اوس د ظاهر قدیر او همایون له ډایلګونو پوري همدې سیاسي لوچګیو ښه نتیجه ورکړیده. دا یې ډېر ساده فورمول دی چی له دولت سره د شخصي منفعت پر سر چي کله ټکر راځي ولس راوغواړه او د میډیا پر مخ هم خپل لمن پر سر راپورته که او هم هغه دولت سپک که چي په معاش او واک یې چلیږي. ولس هک حیران ورته ناست یی او سیاسي داړه ماران خپل ډایلاګونه وایی، د دولتي رفورم مخه د همدې سټیجونو څخه نیول کیږي، دولت او ملت سره لیري کیږي او د ملت په زړه کي لوی لوی خنجرونه وهل کیږي. خو که دولت ددې خلکو هره ناروا غوښتنه ومني او د کونډي او یتیم حق ورکړي ترڅو دوئ زرې موټر او ټابلټ کا په رانیسي بیا به دولت نه بد وي او نه به ولسمشر نا اهله یی. تر ټولو بده داده چي د مظلوم ملت حق خوړونکي بیرته همدې ملت ته ځانونه خواخوږي څرګندوي او همدا ولس بیله تحقیقه په پټو سترګو ددې خلکو په مکاریو غولیږي.
په کندهار کي د ملي شورا د ۷۸ وکیلانو یو ځای کیدل د مشترکي دوامداره سیاسي برنامې لپاره ندي بلکي د څو کسانو د شخصي منفعت د مخالفت د عقدو د ایستلو او د دوی د شتون څخه د شریرو سیاستوالو د د اسفتادې موخه ده. کندهار ته د وکیلانو تګ د یوي کوچنی ډلګی د ګټو لپاره تللي دي. د همایون په دفتر کي ځینو وکیلانو ته تر لس زره ډالر پوري هم ورکول سوي دي او د کندهار د غونډي لپاره یی کرایه کړي دي.
دوئ څه غواړي؟
همدا درې بدمعاشان[همایون، قدیر او لالی] د ولسمشر کمپاینران وه، دوی پیسې مصرف کړې او د کمپاین پرمهال یې د چور خوبونه لیدل، کله چي اشرف غني بریالی سو دوی د غلا او چور طرحي وړاندي کړې، په قراردادونو کي ونډي، د کاني زیرمو د قاچاق طرحي، د ملېشو جوړولو ا. د وسلو د قاچاق طرحي دوی وړاندي کړې، ولسمشر دا ټولي طرحي او غوښتني د خپل میز په جعبو کي قلف کړې، د قراردادونو لپاره یې د تدارکاتو ملي اداره جوړه کړه او په اداري او نظامي ریفورم یی لاس پوری کړ. نه د ظاهر لاس ته څه ورغله او نه همایون پکښې موړ سو.
ظاهر قدیر ولي خفه سو؟
لومړی یې د ولسمشر څخه ډېري ستري ناروا غوښتني وکړې، ولسمشر شا ور وګرځول بیا یی د حنیف اتمر څخه شپږ غوښتني وکړې چي په هغو کي د کاني زېرمو د محافظت ملېشې جوړول، د ځینو قومندانانو مقررول او په دولتي قراردادونو کي ونډه اخیستل شامل وه، خو حنیف اتمر یی غوښتنو ته لبیک ونه وایه، وروسته یی خالي سیډي په ولسي جرګه کي پورته پورته کول چي حنیف اتمر د داعش بنسټ ایښودونکی دی او ولسمشر خاین دی، له هغې ورځي یی د مخالفت چیغی او ډیلاګونه پورته کړه. دده غوښتني ونه منل سوې نو هر څه خراب سول.
همایون او لالی ولي خفه سوه؟
دوی هم سترګي د عسکر وه خوراکې ته سرې کړي وې، په قراردادونو کي ونډه او د وسلو قاچاق یی ستري غوښتني وې خو ولسمشر ورته شا کړه بیا یی ځیني شکایتونه تر خولو وتل خو خبره هغه وخت خرابه سوه چي د همایون په دفتر کي د تلیفونونو د کشف د دستګاه د شتون اوازې سوې، د ملي امنیت لخوا د همایون دفتر تلاشي سو، داچي همایون او لالی دواړه په یوې کاسې کي ډوډۍ خوري او ولسمشر یی مخکنی غوښتني هم نه وې منلي نو لستوڼي يې را پورته کړه او د لالي لخوا پر معصوم ستانګزي باندي د داعش د تمویلونکي تور ولګیدی. دوی چیغي پورته کړې د عطا سره یی تماسونه ونیول داچي عطا مخکي لا په سنګر کي ناست و، هغه هم لبیک ورته ووایه.
دوی پر ولسمشر د فشار په لټه کي سوه، داچي ولسمشر د عینو مېني د برسی لپاره هیت ټاکلی و او د کرزي صاحب وړونه وارخطا وه نو دوئ ته یې زرغون څراغ ولګوه او په عینو مېنه کي یې د غونډي زمینه ورته برابره کړه، عطا هم کوښښ وکړ چي ددې مفت سټیجه ګټه واخلي.
ولسه!
ډرامه همدا ده، نه سیاسي تغیر راځي او نه کوم بل حالت راځي. د خپل حق دفاع وکړی او د غلو مخه ونیسی.