عطا الله ویسا

زموږ انقلابونه، نظامونه، حکومتونه، رژیمونه او پاڅونونه تل دشخصي او فردې ګټوله کبله له زوال سره مخ سوی دې، هلته مو هم نړیوال باور له لاسه ورکړی دی اوهم ولسي بیا نه ددین سوي یو، نه دسادین، پر هغه لاره ترپایه مزل راته ډیر ګران تمام سوی دی که دتاریخ په اوږدو کې وګورو لومړی مو اعتبار لاس ته راوړی دی خو دخپل منځي ټکراوشخصي ګټو له و��هي مو بیرته بایللی دی هلته مو نو بیا ډیرزیان هیواد او ولس ته اړولی دی په شخصي ګټو کې موږ تل دڅومحدودو اشخاصو دګټي قرباني سوي یو،هغویادقوم،ژبي،مذهب،سمت،دین اونورو نومونو موږ ته فریب راکړی دی خو دوی چي له دي فرصت ګټه پورته کړې ده بیرته یې همدغه ته شاه اړولي ده فقط موږ یې به تیر ایستلي یوپه شخصي ګټو کې تل داسي کسان داتل،قهرمان،رهبر اونورو نومونو راوتلي دي چي هیڅ ددي قابلیت او وړتیا ورکې نه وه،نه سته خو پرهمدي ولس یې دم ښه چلیدلی دی.

دوي یې په داسي دم مسخرکړي دي چي هیڅ تري ځان نه سې خلاصولای.

په داسي حالاتو کې تل پردۍ ګټي ساتل سوي دې هیواد،اداره،ولس هرڅه شاته لویدلی دی خو دې اشخاصو هيڅ وخت خپله پړه نه ده منلي ددوي ناچله چلند په لویه کشاله یا انقلاب اوښتی دی.مرکزي اداره په کښې کمزوري سوې ده ،پاټک سالاري،ډنډماري،غلا،ناورا، اوهره بده موږ پیښه سوې ده چي هلته بیا زموږ ککرۍ ماتي سوي،ریبل سوي ،کور،کلی،هیواد راته په سره تناره بدل سوی دی خو دوی بیرته ځان تر خپلوبادارانو رسولی دی بیا یې دهغوی چوپړ ته نور ښه زور ورکړی دی.

نن بیا موږ دیو داسي برخلیک سره مخ یو اداره اوحکومت دیوڅوکسانوتر شخصي ګټوپوري راڅرخي ولس یې پر سره تبۍ کښینولی دی مرکزي اداره ددوي له لاسه کمزوري ولایتي اداره خو موږ پخوا هم نه درلوده که وه نوڅنګه وه؟ د یوي اداري په بڼه وه ؟ نه هلته خو پخوا هم یو شمیرکسانو د ورځي زرګونه ډالر عاید په ناروا لاس ته راوړل اوس هم.

که حالات نور هم همداسي دوام وکړي مسئول به یې هغه کسان وي څوک چي داداري دکمزورۍ سبب سوي يوازي شخصي یادپردیو ګټي غواړي داسي اشخاص هم تر القاعده،داعیش او نورو ډلو موږ ته بد دې دوي که څه هم د حکومتي اداري لوړ پوړي چارواکې ځانونه ښیې خو اصل کې د اداري دضعف سبب سوي دي زموږ اداره یې تر وسلوالو ډلو زیاته ګواښلي ده ولس ته همدوی مسئول دي که دوي نور هم خپلوشومو اهدافو ته دوام ورکړي نو نور به ولس هم دوي ته ارام نه کښیني ددوي کړني بیا په هیڅ دلیل توجي کیدلای نه سي اوس لا وخت دی نور دي تر شخصي ګټوتیر سي تر څو نه زموږ باور له لاسه ورکړي نه زموږ اونړیوالو تر منځ ددي سبب سي چي دا خلک همداسي دي نړیواله او ولسي بي باوري موږ نه غواړو نه مو منلي ده.

خو دحکومتي اداري دضعف عامل هم نه سو زغملای.

په پاي کې همدا ورته وایو یو شاعر:

هسي نه چي موږ ړانده یو نه وینو

دایاران په خوله خواږه په زړه کاږه دي

دتوکل په تیره ژبه رښتیا وایو

رښتیا نه لري زوال رښتیا ترخه دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *