!
/ همایون بابر
د شخصیت پیژندنې لپاره د ارواپوهنې له اړخه بیلابیل تعریفونه شته، خوبیا هم داسې جامع او واحد تعریف ورته نلري چې ټول سره په کې متحد او یوه خوله وی.
ارواپوهان د یوکس شخصت ته د یوي زاويي اوپه محیط کې خلک ورته په بل ډول ګوري د دواړو دید د شخصیت پر وړاندي توپیرلري.
هرماشوم په طبیعې توګه د والدینوڅخه په توارث سره ځینې ځانګړې صفتونه نړۍ ته راوړي بیا دا د ماشوم د ژوند چاپیریال پوري اړه لري چې څنګه د شخصیت پوري تړلي شته عناصر اوصفتونو ته وده او خوندیتوب ورکوي.
ډیر ځله په طبیعې توګه ماشوم د ښه استعداد، ذکاوت او وړتیا لرونکې وي دا چې سالم چاپیریال ورسره یاری ونکړي طبیعې زیور يي وده ونه مومی نو ډیری وړتیاوي يي ضایع اود وخت دمخه له منځه ولاړي شي.
سالم محیط ، د والدینو ښه چال چلند کولي شي د انسان طبیعې ممیزات خوندي کړي.
په طبیعې او اکتسابی توګه د ځانګړو صفتونو مجموعې ته چې د یو انسان د ژوند مسیرټاکې اوپه ټولنه کې ېې وړتیاوي د نورو همرنګو پر وړاندي تامینوي دیته شخصت ویل کیږي.
هر شخصیت د صعود او نزول ګرافونه لري.
که چیرې شخصیت د طبیعې صفتونومصونیت ترڅنګ اکتسابي صفتونه وساتي کولي شي ځان صعود ته ورسوي خو هغه ننګونې او ستونزي چې د شخصیت په مخ کې رامنځته کیږي ډیره ګرانه ده چې ترصعوده ځان ورسوي هغه د چا خبره هیچا شل کړي نده خو ددی سره بیا هم امکان شته چې شل شي.
ډیر ځل به شخصیت د عمر په لحاظ زیات خو عقلې ځواک به يي لا هم د ماشومتوب وي.
په طبیعت کې هرڅه په تضاد کې خلق شوی ، د انسان خلقت هم ددی غوښتنه کوي چې پر متضادو مسائلو وغږیږي اوځان پري پوه کړي ځنې وخت ددی ډول بحثونو اصلې موخه مبهمه اوبي لارې شي.
اسلام د شخصیت د ودی لپاره ترټولو ښه او ځانګړې صفتونه لري چې په کسبې توګه دغه ډول صفات مشکل دی چې پرته له وحې لاسته راشي.
موده وړاندي یوشخصې ټلویزون د موسیقي او سندرو ویلو له لارې د روزي پیدا کولو په روا او ناروا موضوع باندي ګردیزمیز چمتوکړي و، که څه هم زه نه کوم مفتې اونه کوم دیني عالم یم چې په دی اړه څه ووایم.
خو د حیرانتیا خبره داوه چې پردغه سکالو څوتنه د دینې عالمانو په نوم یوه میرمن سندرغاړی/ډمي سره ناست چې آیا دا جایز یا ناجایز؟
هغه چې د شیطان پرلاره روان کمزوري استدلال يي درلوده خو په وړاندي کولو کې دومره ځواکمنه ژبه کاروله چې لیدونکې داسې انګیرله چې دا به حق خو مقابل لوري چې دلایل يي مقنع اود رحمانیت پرلاره خو د وړاندي کولو ژبه يي بی خونده اوکساله لیدونکې داسې انګیرله چې دوی پر ناروا دی .
همدلته ده چې شخصیت د محیطې اغیز لاندي زیانمیږي.
د شخصیت د زوال او انحطاط ډیر لاملونه دی چې یو يي هم د ګناه او نفس بندګې ده.