۱۳۹۵/زمری/ ۳
هر شخص د ټولنې یو غړی دی، د ټولنې یوه برخه تشکیلوي او د ټولنې په جوړښت او پرمختګ کې رغنده مسؤلیت او مکلفیت لري.
ټولنه د یوې کښتۍ په شان ده، فعال وګړي یې اوبه او مخ پر وړاندې یون او مسیر ټاکي.که اوبه نه وي، نو جوته ده چې کښتۍ د وچې ځمکې لپاره نده جوړه شوې او نه ترینه کار او ګټه اخیستل کیدای شي.
داچې انسان په ټولنه کې ژوند کوي، نو حتمي ده چې د یو مطرح وګړي او فعال شخصیت په شان راښکاره شي، زده کړه، کاري وړتیا، معلومات، مهارت، ټولنیزې اړیکې او نورې وړتیاوې له ځانه په عملي ډول وښيي.
شخصیت عربي کلمه ده، چي له شخص څخه اخیستل شوي، په عربوکي شخص هغه چاته ویل کیدل، چي هغه به په سینما یا تیاتر کې د خلکو په وړاندې اکټونه کول اودځینو فعالیتونوتمثیل به یی کاوه، هغه به یی بیا با شخصیته یا شخصیت لرونکی شخص باله.
داچې انسان متحرک،ټولنیز،تاثیرکونکی اوتاثیرمنونکی موجود دی،جسمي اورواني فعالیتونه یې دخپلو رواني حالاتواو احساساتودبدلون اوهمدارنګه دبهرنیو عواملواو پیښوڅخه اغیزمن کیږي.
هر وګړی د شخصیت جوړونې علاقه او مفکوره لري، د هغه د تطبیق او پلې کونې په خاطر له ځانه طرحې او پلانونه وړاندې کوي او د غوره شخصیت جوړونې هدف ته د نیږدې کیدو په منظور ګامونه اخلي.
- څوک د دولتي منصب او امکاناتو څخه ګټه اخلي.
- څوک ځان قومي مخور او مدنې فعال معرفي کوي.
- څوک د ژورنالیزم له طریقه د رسنۍ په ذریعه خپله وړتیا ښیي.
- څوک ځان سیاسون او د لوړپوړو چارواکو سره په ناسته پاسته رامخې ته کوي.
- څوک په ځان دغوره طبیب، انجینر، لیکوال، شاعر، سوداګر، ورزشکار او ملتپال نوم ږدي.
- څوک له مذهبي عقدو، ګوندیز سیستم او سمتي رسوخ نه ځان برخمن بولي.
- څوک یې د ټولنیزو رسنیوڅخه ډول ډول روا ناروا، دقیق او غلط پوسټونه کوي.
سمه ده، دا ټولې کړنې کیدای شي چې د شخصیت جوړونې لارې او طریقې وي،چې وګړي مطلوب هدف ته نږدې او رسولی شي.شخصت جوړونه له سیاست نه په الهام د هغې یوه برخه شمیرلی شو، سیاست موږ ته مشران داسې راپېژني:
(دهرې مستقیمې اوغیرمستقيمې لارې ځان هدف ته رسول سیاست دی).
کله چې له پورتنۍ شیوې څخه په پوره مهارت او دقت سره پیروي نه کیږي، د شخصیت جوړونې پرځای شخصیت وژنه رامنځته کیږي. په ټولنه کې وګړي د خپل کردار او روش له مخې بیلا بیل شهرتونه ترلاسه کوي، ځینې د وګړو ترمنځ دنېږدېوالي او محبوبیت ثمره ویني او ځینې یې بیا په لوی لاس له تنفر او کرکې بل څه لاسته نشي راوړلی.
د غوره شخصیت جوړونې لپاره کوم معیارونه شته؟
اسلامي اخلاق، ټولنیزې اړیکې، ریښتینتوب، امانتداري، اخلاص، ولسي خواخوږي، خلاص لاس، متقابل درناوی، تواضع، کاري وړتیا، زړه سوانده زړه او هیوادنۍ مینه زما له انده موږ ته د شخصیت جوړونې لارې اسانولی شي.
د پورتنیو ټکیو په نظر کې نیول که له یوې خوا له اسلامي اوامرو اطاعت دی، خو له بل لورې په عین حال کې غوره او تلپاتې ولسي شخصیت جوړونه هم ده.
ددې ترڅنګ غوره شخصیت جوړونه پنځه بنسټونه لري:
لومړی: مور او پلار
دویم: ښوونځی
درېم: ملګري
څلورم: خپرونې
پنځم : ته پخپله
شخص ته په ژوند کې شخصیت یو ځل په لاس ورځي، خو د ګوتو په شمیر وګړي دا وړتیا لري، چې نوموړي سرمایه د عمر تر اخره له ځان سره وساتي، خوټول یې بیا نو دا وړتیا نه لري.
کله چې له خپل موقفه بده ګټه اخلو، ځان له نورو لوړ بولو، نمایشي او بې سواده مشاورین او ملګري لرو، نو په ټولنه کې د غوره شخصیت کیدو موقع له لاسه ورکوو.
اې ځوان او انرژي لرونکي کهوله!
راځئ چې د غیرو له تقلیده تېر شو، کاذب شهرت له ذهنه وباسو، خپل دین، هیواد او ولس ته صادقانه او حقیقي کار وکړو، په مقابل کې یې رښتینی، تلپاتې شهرت او شخصیت د ډالۍ په ډول په جګو سترګو ترلاسه او له ځان سره تر پایه وساتو.