محل خورا ښکلي دي چي هم خورا لوي دي ، هم شاوخوا ولاړ باغ يې د کمال دي چي د خټو خورا جګ دېولونه ورباندي ولاړ دي او په دې کښي هر څوک ځايدي سي ، خو دروازه يې ډيره وړه ده چي يو غم يې جوړ کړي دي .
دلته دباندي د محل يا باغ په هم دغه دروازه يوه شخړه له ډېره وخته روانه ده چي وار په وار تاو اخلي .
دا شخړه ددې کلي د خلګو په منځ کښي ده چي په دوي کښي به اول ورننووزي څوک؟ بس په هم دغه خبره نه سره صلاح کېږي .
دننه په باغ کښي باد ته خداي ورکړي ده چي يو بد حال او شور يې جوړ کړي دي چي هري خواته له ښايئستو خوشبودارو درختو ډک دي او دا مهال له درختو او بې شمېرو پاڼو سره پټپټاني کوي .
د ښکلي محل اوړ ګېټ خورا ښايستې دي ، خو څوکيداران څوک په دې دننه نه ورپرېږدي چي د مشرانو له خوا اجازه نسته .
مشران څلور دي چي خورا سپين ږيري دي چي اوږدې تر لمن تېري ږيري يې دي او تر وږو رالوېدلي سپيني څوڼي يې دي او په څلورو وړو څوکيو د ګېټ و مخته په فکر کښي ډوب ناست دي . عجبه خو دا ده چي دوي چي کله دلته راغلل ، نو سپين ږيري نه وو ، ډک او غرق ځوانان وو ، د بدن له يو يو اندامه به يې ځوانۍ ناري وهلې ، خو اوس په ملا کاږه او خورا بې زاره دي چي ددوي مشران دي د ګروم باغ جوړ کړي .
دوي څلور سره و هغو خلګو ته خورا خشمېدلي دي چي په قطار کښي ددوي و مخته ولاړ دي او دغه دواړه قطاره تر لېري لېري تللي دي. څلور سره واي چي خلګ به له دوي وشرمېږي ، خو د يو په سترګو کښي هم آب نسته .
له باغه نشه کونکي خوشبوي او د درختو شور پر له پسې را روان دي او دا په ولاړو قطار خلګو نوره بده اغېزه وکړي او دوي نور ناقراره کړي چي کله به هغه مبارک ګړي راځي چي موږ به و باغ ته ورننوزو.
لکه چي د مخه مو وويل چي مخلوق ټول په دوو قطارو کښي دي ، خو حېرانتيا به واخلي چي دواړه قطاره خورا عجبه دي چي تاسي به ورته ګوته په غاښ سي . اوس به نو تاسي خاطره کوي چي څنګه او څه فرق يې دي ، نو دغه به هم له خېره دروښيوو چي د هر ولاړ سړي په لاس کښي يو يو مرغه هم دي .
کېدي سي چي چا ته بيرته پرېشاني ور لوېدلي وي چي دا به نو اوس څرنګه مرغان وي يا دا وواي چي د يو څو په لاس کښي به زرکان وي ، د يوڅو چرګان ، د يو څو کرکان ، لنډه دا چي له چا سره څه او له چا سره څه ، نو داسي هم نه ده ، دا مرغان ګرسره رنګارنګ نه دي بلکه د يو قطار په لاس کښي يو مخ يوازي د اسماني رنګ مرغان دي او د دويم په لاس کښي د خاکي رنګ .
د اسماني رنګ د خاوندانو په دې خبره زور دي چي زموږ مرغان د خپل رنګ له سوبه ډېر اصيله دي ، ولي چي د اسمان په ژورتيا کښي الوتي سي او خورا پوه دي بلکه پوهنه يې د خپل الوت په شان لوړه او ژوره ده ، ځکه نو په باغ به اول موږ ننوزو ، خو د خاکي رنګ د مرغانو خلګ بيا ناري وهي چي نه لوړ خو موږ يو ، زموږ د مرغانو رنګ و خاوري ته سوي دي ، خاوره چي سپېڅلي ده او ستر انسان ورباندي پروت دي او دغي خاوري تل پياوړي او درانه ښايسته خلګ زېژولي دي چي په لوړتابه کښي يې هيڅ بلکه نک قدر شک لا نسته ، نو وار به زموږ وي .
څه به ووايو چي يو بد شور يې دي چي په بوډاګانو د درختو د نغمو اوازه زهر کړي ، ولي چي دوي غواړي چي سترګي تل بندي وساتي ، خوند ځني واخلي او له خشمه نور سره او شنه سي .
څلور سره تندي وټکوي چي په رښتيا هم اوس دې ټکي ته رارسېدلي دي چي برناحقه مو ددغو بدبختانو دوژغيانو دپاره ګل غوندي ژړي ځوانۍ قربان کړې ، دوي دي ورک سي ، دا د بيزوګيانو جولې دي يې ورځېږي ، نه مو له سپينو ږيرو شرمېږي ، نه له مشرتابه ، ودي خوري دغي ژړي بې ابه سترګي .
خو بهرحال مشران نه پوهېږي چي چا ته اجازه ورکړي او چا ته نه ، ولي چي په ګېټ په یو وخت يو سړي ننوتي سي .
ناڅاپه په داسي حال کښي څوک ناره کړي چي په کلي کښي يو داسي عجبه هلک هم سته چي خورا پوه او هوشيار دي او په هم دغه يو مخ په سر پک دي ، عقل يې ورځ په ورځ زياتېږي ، په دغه يې سر يو وېښته هم نه قبولوي او اوس داسي دي لکه سور حلوه کدو او د سړي زړه غواړي چي بازۍ مي ورباندي کړي وې ، ولي چي کټ مټ دو چنده بلکه درې چنده غټ فټبال دي .
د سترګو په رپ کښي بيا هلک راوستل سي چي خورا حېران و پرېشان وي . د هلک چي پيته پوزه يې وي ، سر په رښتيا چي لوي کدو ته سوي وي چي د ګلابي رنګ وي او داسي ښکاري لکه په هغه چي يو دروند پېټي پروت وي ، خو پيتکي ګرسره چرت لا نه پکښي وهي .
هلک اول خو ډېر وار خطا وي چي له ما څه بد چم سوي دي چي ظالمانو په زوره په غېږه کښي راوستلم ، خو بيا چي بوډاګيان له جېبو ټاپياني ، نکل ، بادام ، جوز او پيسته و را وباسي ، نو د ماشوم هم ماغزه پر ځاي سي او هم يې وېره ختمه سي .
اوس نو څلور سره سپين سري بوډاګان دي په دېر احترام په خپل منځ کښي په يوې بلي چوکۍ کښېنوي او لانجه ور وښيي چي را پېښه څه ده ، زموږ خو د وس کار نه دي ، اوس نو ته له دې کدو سره يو څه کار واخله .
لس کلن هوشيار هلک کټ کټ او په زوره په خندا سي چي دا نو اوس کوم غرونه په شا را اړول دي . دا دي د سترګو په رپ کښي به يې لار راباسم .
اوس هلک دواړه لاسونه وڅنډي او اول د اسماني مرغه و لمړي څښتن ته وواي چي ستا مرغه راکړه او بيا د خاکي مرغه و لمړي سړي ته وواي چي ستا هم. دارنګه دي دواړه مرغان واخلي او شوي په باغ ننوزي .
دا خبره ټول حېران کړي او واي ډېر ښه ، حالانکه داسي کېداي نه سواي ، خو بيا شور سي چي ددې وروسته به دغه مرغان د کوم قطار سړي وړي .
اوس بيا کدو سري هلک وخاندي او يو وار د يو قطار يو سړي له لاسه ونيسي او بيا د بل قطار بل سړي او وواي چي ګېټ د څه دپاره دي ، خو ددغه دپاره چي په يو وار دوه کسان په اسانۍ ورباندي ننوتي سي . دا ډول هلک دوه سړي په هغه کوچني ګېټ په يو ځاي خورا په خوند ننه باسي او ګېټ هم ورته لوي سي چي ټول حېران کړي چي داسي موږ ولي نه وکړل .
په دې عمل هم څلور سره سپين ږيري او هم نور خلګ په زوره خپړي وټکوي او ګاروړ بچي ته شاباسي ورکړي .
دا ډول شخړه ختمه سي او د باغ په ګېټ ټول کليوال د هلک په چم په خوند خوند ننه وزي او ګېټ په خپله ځاي ورکوي .
عجبه ده ، دننه بيا شخړه را پورته سي . اوس يوه ډله واي چي ددغو درختو په شاخونو به زموږ مرغان کښېني ، ولي چي هره اونه ډېره وړه ده ، خو بله واي چي نه زموږ .
اوس بوداګان ګرګي هلک له وستخه ونيسي او دغسي يې را مخته کړي چي دغه لانجه يې هم ختمه کړه .
ماشوم يو وار د يوې ډلي څخه ددوي شين مرغه وغواړي او بيا له بلي څخه ددوي خاکي . پرې يې ږدي ، دواړه مرغان واولوزي او په جلا جلا نه بلکه يوې درختي کښېني او درخته په خپله غټه سي .
دواړه مرغان خورا خوشحاله سي ، غاړه په غاړه سي او په ګډ ږغ يوه داسي خوږه سندره پيل کړي چي هم باغ او هم محل ولړزوي او ويې ځنګوي بلکه انسانان هم نشه کړي .
ناڅاپه بيرته شخړه سي چي خورا زوروره وي چي په دې باغ کښي چي کوم واړه واړه چمنيان دي ، دغه به د شنو مرغانو د خاوندانو وي که د خاکي ، ولي چي په يو وخت يو يو سړي پکښي ځايدي سي .
بوډاګان د هلک په لوري وګوري ولي چي اوس له هغو سره خلکانې او وچي مېوې هم ختمي سوي وي چي هلک ته يې ورکړي .
دا راز هلک خورا وخشمېږي ، خو بيا هم ورمخته سي او دوي پوه کړي چي په هر چمني کښي دوه دوه بندګان راتلي سي ، تاسي مازي پکښي کښېني ، هغه به پخپله غټ سي . يو دي د يو مرغه خاوند وي ، بل دي د بل ، دا رنګه به مو مينه هم زياته سي او يو بل ته به نکلونه هم کوي .
په هر واړه چمني کښي خورا خوږه وياله بهېږي . اوس بيا بد حال جوړ سي چي دا خو کوچني دي او اوبه يې لږ دي ، خو تر دې دمخه چي هلک به ودغه مخلوق ته دا ورښيي چي دواړه يې څشي سي ، اوبه ګرسره نه درېږې ، يو وار دي يې يو څښي ، بيا دي بل ، خو د خداي وياله ده ، چي درز سي او دا داسي چاودنه وي چي هم باغ ولړزوي ، هم محل چی وار خطا مخلوق په خبرېږي ، نو ګرګي هلک خپل کدو سر له مايوسۍ په دېوال کښي وهلي وي چي دوه ځايه وي او ماغزه تر را بهېږي ، سره سره په وينو لړلي ماغزه ، خو خلګ بيرته دا هېر کړي او خپلي شخړي ته راواوړي .
د هلک د سر درزي داسي زورور وي چي لوړ په اسمان کښي دوه هغه لوي ناولده مرغان هم حېران کړي چي اوس په ژړي ماځيګري خپلي ځالۍ ته روان وي چي ګوره انسان چي څومره هم پر مخ ولاړ سي ، ژوند ځان ته اسانه کوي ، ښکلا وموندي ، خو بدبخت واي چي بس هر شي دي زما وي . دا لا دوي تر ګل باغه رسېدلي دي ، محل لا پاته دي ، دا نه وي چي هلته ګرسره يو بل حلال کړي .
اوس چي د هوا دغه مرغان و محل ته وګوري ، نو حېران سي چي هغه محل هر ګړي تر تېر وخته داسي زيات ښايسته کېږي چي سترګي نه په رڼېږي ، خو دا ټول هغه وخت کېږي چي هر بوډاخپل سر په دېوال کښي ووهي ، بد درزي يې سي او له وينو ډک سره ماغزه يې راووزي .
پاي
دسمبر
کال دوه زره پنځلس