تاند – د پاریس په شمال لوېدیځ اړخ کې د یوې مېنې چارواکو د حلالو خوړو د یوه پلورنځي مالکانو ته ویلي دي چې د شرابو او د خوګ غوښې خرڅول هم پیل کړي که نه پلورنځی به یې ور وتړي.
د برتانیا ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي چې د کولمبوس مېنې چارواکو دغه ارزان پلورنځي ته ویلي دي چې هغوی هغه اصول نه دي مراعت کړي چې د پلورنځي د کرایې په قرارداد کې ذکر شوي دي چې هلته به یو عمومي پلورنځی جوړوي.
ورځپاڼه د مېنې د چارواکو له قوله لیکی چې، د مېنې ټول اوسېدونکي حق لري چې ارزان توکي له نژدې پلورنځي څخه ترلاسه کړي خو دا چې د مسلمانانو دغه پلورنځی شراب او د خوګ غوښه نه خرڅوي له دې امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي او په ځانګړې توګه مشران خلک مجبورېږي چې لیرې ځای ته په سودا پسې لاړ شي.
ویل کیږي چې د کولمبوس مېنې ښارواله نیکولا ګوېټه پخپله پلورنځي ته ورغله او د پلورنځي له مالکانو څخه یې وغوښتل چې په خپل دوکان کې د سودا تنوع په پام کې ونیسي او شراب او د خوګ غوښه دې پرې ورزیاته کړي.
د پلورنځي مالک سلیمان یالسین ډیلي ټیلیګراف ته ویلي دي چې هغه د پلورنځي د ودانۍ د کرایې شرایط له پامه نه دي غورځولي او وایي چې په اکتوبر کې به د مېنې د چارواکو د دعوې پر ضد د ځان د دفاع له پاره محکمې ته مراجعه وکړي.
ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي چې، د فرانسې په جنوب کې د مارسیلي په سیمه کې د یوې بلې مېنې ښاروال هم هڅه کوي چې د مسلمانو ښځو او ماشومانو د هغې مېلې د لغوه کولو لارې چارې ولټوي چې ښځې په کې په حجاب کې راټولېږي.
ویل کیږي چې په اروپا کې د موجودې ډیموکراسۍ نه په استفادې اسلامي مبلغینو په ښکاره توګه خلک اسلام ته وربلل، خو په وروستیو کې په فرانسه او د اروپا په نورو برخو کې د یو شمېر افراطي ډلو له خوا ترهګریزو بریدونو اکثر اروپایان سخت وترهول او د مسلمانانو پر ضد د خلکو ترمنځ کرکه او نفرت را وټوکېدل.