په دې وروستیو کې، شربت ګله یووار بیا د نړیوالو رسنیو په سرلیک بدله شوه.
دا د عجایبو شنو سترګو له امله، د نړیوال شهرت لرونکې ښځه، په پېښور کې د پاکستان حکومت له خوا د جعلي پاکستانۍ تذکرې په تور ونیول شوه؛ ۱۵ ورځې یې، په داسې حال کې په زندان کې تېرې کړې، چې له تور ژړي ناروغۍ څخه کړېدله؛ دا ښځه تر پنځلس ورځو بند وروسته د ۸۰ زرو پاکستانیو روپیو جریمې او پنځلس ورځې زندان سزا وروسته، په دغه هیواد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په هلو– ځلو سره، د عقرب پر ۱۴- مه را ایله کړه شوه.

۴۶- کلنه شربت ګله هغه وخت له جهاني شهرته برخمنه شوه چې ۳۰ کاله مخکې یې پر نیشنل جغرافیک مجله باندې د هېښوونکو غټو زرغونو سترګو عکس خپور شو؛ دا په افغانستان کې په اصطلاح د جهاد د اوج دوران وو، هغه وخت چې په پاکستان کې د افغانانو هر څه د دغه هیواد او ټول لوېدیځ لپاره تر جالبو هم جالب ول؛ چې کله د افغان جهاد په برکت د امریکا د متحده ایالتو لوی حریف، شوروي اتحاد مات شو، نو له یوې خوا امریکا په یکه تاز ابر قدرت بدل شو او له بلې خوا پاکستان د افغانستان د یومخیزې تباهۍ او افغانانو د وینو په قیمت د نورو ودانیو تر څنګ په اټومي ځواک بدل شو، بیا نو نه ور ته شربت ګله مهمه پاته شوه او نه هم کوم بل افغان.

د لېونۍ ارمان پوره شو
پر لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

نن چې د پاکستان د ملي ګټو تقاضا ده نو نه ور ته اسلام مهم دی او نه هم پرونی افغان مهاجر؛ هغه مهاجر چې پرون یې ځان ور ته د مدینې په انصارو بدل کړی وو.

پاکستان له یوې خوا افغان مهاجر د بې عزتۍ په ټول نمایش سره له خپلې خاورې شړي چې په دې سلسله کې یې د شربت ګلې له بې رحمانه آزاره هم مخ وا نه ړاوه او له بلې خوا یې هماغه د افغانانو له پروني دوښمن، روسیې سره د یارانې تار غځولی دی.

هیله ده چې نور نو موږ افغانانو له دې حیرانوونکو پېښو درس اخیستی وي، د غفلت له خوبه را ویښ شوي یو، چې له یوې خوا خپل سیاسي شعور را ویښ کړو او د دې لوړ سیاسي شعور په مرسته خپلې ملي چارې، د پردیو له شرموونکو مداخلو پرته، خپله سمبال کړای شو او له بله اړخه په دې هم پوه شوي اوسو چې پاکستان او نورې کفري و اسلامي نړۍ څنګه زموږ له اسلامي پاکو احساساتو څخه مسلسلې سوء استفادې وکړې؟ او لا هم زموږ د یو شمېر ساده افغانانو له اسلامې روحیې څخه ناوړو استفادو ته دوام ور کوي.

د افغانستان پر ضد، د پاکستان په خوښه جنګېدونکي افغانان هم باید له دې روښانو عجایبو دردوونکو پېښو څخه درس واخلي او نور د خپل وطن له تباهۍ څخه لاس پر سر شي، کنه نو لیرې نه ده چې د دوی د هر یوه ښځه به هم د شربت ګلې غوندې، آن تر هغې په لاډېر بتر حالت کې د عزت له سوال سره مخ کیږي، ځکه شربت ګله خو د خپل پروني شهرت له امله د نړیوالو غبرګونو او د افغان دولت د هلو- ځلو په برکت په عزت را خوشي کړه شوه، خو له بده مرغه، د دوی بیبیانې به دا چانس هم و نه لري او دا زړه چوونکې ننداره همدا اوس- اوس هم زموږ په مخ کې روانه ده.
د سرتاسرې روښانتیا و ویښتیا په هیله! 

لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۹ تمه / پرلپسي ۱۰۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۱۲/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *