تاند- انډیا ټایمز ورځپاڼې تېره شپه په خپله ویبپاڼه کې ولیکل چې په نړۍ کې تر ټولو زیاته پېژندل شوې افغان مېرمن شربت ګله به د درملنې لپاره هند ته راوستل شي.
ورځپاڼه وايي، افغان چارواکو له هندي چارواکو سره خبرې کړي او په غیررسمي ډول یې ورڅخه غوښتي چې په خپل هیواد کې د شربت ګلې د هیپاتایت سي (hepatitis C) یا ځیګر ناروغۍ درملنه وکړي.
انډیا ټایمز ورځپاڼه په عین حال کې وايي چې د هند حکومت د افغانستان رسمي غوښتنې ته منتظر دی او امکان نشته چې هند دې په دې برخه کې د افغانستان غوښتنه رد کړي.
شربت ګلې د افغانستان پاسپورټ اخیستی او په خپل پاسپورت د پاکستان له خاورې هیواد ته ستنه شوې ده.
د پاکستان حکومت په وروستیو کې د شربت ګلې په اړه خپله پرېکړه بېرته واخیسته او اعلان یې وکړ چې نوموړې له پاکستانه نه باسي خو دې وویل چې نور هلته نه پاتې کېږي.
یاره ډیر خوند به وکړي چې شربت ګله بي بي هند ته د علاج لپاره ولیګل شي، پنجابیان به پرې ښه ودردیږي