تاند – په نړۍ کې پېژندل شوې افغانې شربت ګلې نن /سې شنبه/ په پاکستان کې د پاتې کېدو وړاندیز رد کړ، ویې ویل په هر صورت خپل هیواد ته ځي.

وروسته له دې چې عمران خان د خیبر يښتونخوا ایالتي حکومت ته وویل، شرت ګله د انساني خواخوږۍ پر اساس په زوره افغانستان ته ونه لېږي، د خیبر يښتونخوا ایالتي حکومت اعلان وکړ چې شربت ګله نه باسي.

ټاکل شوې ده چې د شربت ګلې او د افغانستان د سفارت په غوښتنه به د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت دا پرېږدي چې سبا/چهارشنبه/ افغانستان ته راشي.

شربت ګله اوس د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې بستري ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په روغتون کې د شربت ګلې د ساتنې لپاره کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي او رسنیو ته هم اچازه نه ورکول کېږي چې له دې سره خبرې وکړي.

پاک تریبیون ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، د لیډي ریډینګ روغتون ویندوی ذوالفقار باباخېل وايي، شربت ګلې ته نه یوازې دا اجازه نه ورکول کېږي چې له رسنیو سره خبرې وکړي بلکې دې ته هم نه پرېښودل کېږي چې له ډاکترانو سره په شخصي مسایلو وږغېږي.

شربت ګله د ځیګر په ناروغۍ اخته ده.

دا د اکتوبر په ۲۶مه د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې د پولیسو له لوري د جعلي اسنادو د لرلو په تور ونیول شوه. وروسته د پېښور محکمې په ۱۵ ورځې قید او ۱۱۰۰۰۰ پاکستاني روپیو جریمه کړه.

دې ۱۱ ورځې د پېښور په جعل کې تېرې کړې او پاتې وخت په روغتون کې بستر وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *