Education activities in classroom at school, happy children learning

(ژباړه)

اختر ته څو ورځې لاپاتې وې، ډېري زده كوونكي ښوونځي ته نه وو راغلي، ځينې يې خپلو كليو ته تللي وو او ځينې نور يې د اختر په تياريو بوخت وو؛ ښوونكى مو پرته له ځنډه ټولگي ته راغى او درس يې پيل كړ.

د درسي ساعت پاى ته څو شېبې پاتې وې، چې يوه ټولگيوال مو په ارامه وويل:

  • استاده! هسې هم كال اخر دى، نور درس بس دى!

پنځوس كلن استاد مو له تختې مخ را واړاوه، اوږد خړ كوټ يې اغوستى و، پر بې وېښتو ككرۍ يې لاس تېر كړ، عينكې يې له سترگو لرې كړې او پر مېز يې كېښوې. وې ويل:

  • اوس مو چې زه درس ته پرې نه ښودم نو خپله يوه خاطره به درته ووايم.

“شل يا يوويشت كلن چې وم، په كلي كې مې ژوند كاوه، پلار او مور مې بزگر وو، ځيږه او لمر وهلي لاسونه به مې يې چې هر كله ليدل زړه به مې كېده چې ښكل يې كړم، بوى يې كړم؛ دا هغه څه وو چې هېڅكله مې له پلار سره ونه كړل، خو د مور لاسونه به مې تل ښكلول او شونډې مې پرې اېښودې.

استاد په ډك ستوني خبرو ته دوام وركړ:

  • نه پوهېږم زده كوونكو! تاسو هم پر دې پوهېږى يانه چې مور او پلار ځانته ځانگړى بوى لري؟

ما به د خپلې مور بوى چې هر كله به نه وه او زړه به مې پسې خفه كېده، د هغې له زاړه سپين رنگه ټكري چې سره گلان پرې نقش شوي وو، حس كوو؛ ټكرى به مې پر خولې او پزه كېښود او څو دقيقې به مې ساه اخيسته.

خو د پلار پر وړاندې مې هېڅكله خپل احساسات څرگند نه كړل، پرته له يوه ځله، هغه هم په مستقيم ډول نه.

د اختر نږدې ورځې وې، زه نوى معلم شوى وم، لومړى معاش مې هم اخيستى و؛ بهر ووتم چې لوښو مينځلو ته اوبه راوړم، يو ټيټ د نارينه د ژړا غږ مې تر غوږ شو، په هره زينه كې چې پورته كېدم، غږ لوړېده… استاد په خپله هم ژړل.

هغه مې د پلار غږ و، مور مې غوښتل ارام يې كړي، ويل يې:

  • پاك خداى خو لوى دى، هغه به موږ د ماشومانو تر مخ كم نه راولي، هېڅ خبره نه ده، خير دا ځل اختر به ماشومانو ته اختري نه وركوو، څه د خداى قران خو نه غلطېږي؛ خو پلار مې وويل:
  • لمسيان مو په ښارونو كې لوى شوي، دوى له موږ تمه لري، داسې نه چې فكر وكړي موږ …

اوس نو پوښتنې ته اړتيا نه وه، ځكه د پلار د ژړا علت راته روښانه و، لاس مې جېب ته كړ، ١٠٠ روپيۍ وې، دا ټولې هغه پيسې وې چې له ښوونځي مې اخيستې وې، د پلار په واسكټ كې مې كېښوې، هغه چې له خاورو او خليو ډك و او تل به يې پر تن و، ښكل مې كړ.

په هغه كال ټولې خويندې او وروڼه مې له ماشومانو سره يې له ښاره راغلل؛ د اختر ورځ شوه، پلار مې خپلو ټولو لمسيانو ته لس لس روپيۍ وركړې او لس نورې يې چې پاتې شوې هغه مې يې مور ته د اخترۍ په نوم وركړې.

وروسته تر رخصتيو په هماغه لومړۍ ورځ چې بېرته ښوونځي ته ولاړم، تر درس وركولو وروسته مدير احوال را واستاوه چې په كار يې يم، خپل دفتر ته يې وغوښتم، زه هم ورغلم.

مدير د مېز پر كونج كاغذي پاكټ ته لاس كړ او راته يې ونيو.

ومې ويل: په دې كې څه دي؟

  • خلاص يې كړه، پوه به شې

خلاص مې كړ، نهه سوه نغدې روپيۍ په كې وې

  • دا د څه لپاره!؟
  • دا له مركزه را استول شوې، دا څو مياشتې چې ته دلته يې، په زده كوونكو كې ډېر ښه بدلون راغلى، د همدې لپاره ما له مركزه وغوښتل څو ودې هڅوي.

زه په خپله هم پوه نه شوم چې زما دې خبرې په هغې شېبه څه مانا درلوده خو يو ناڅاپه مې مدير ته وويل:

– دا بايد زر روپيۍ وى، نه نهه سوه

– ته څه پوهېږې؟ كوم چا درته ويلي؟

– نه! همداسې مې اټكل وواهه، همدومره

مدير هم نه پوهېده چې وخاندي يا په غوسه شي خو ویې ويل له مركزه به استعلام اخلي او خبر به يې ماته راكوي.

بله ورځ د ښوونكو په دفتر كې وم، غوښتل مې ټولگي ته لاړ شم چې يو ناڅاپه مې مدير مخې ته ودرېد او وې ويل:

– ما پرون وروسته ستا تر تگه استعلام ولېږه، تا رښتيا ويلي وو، هغه زر روپيۍ وې، نه نهه سوه، چا چې دا پاكټ راوړى سل روپيۍ يې ترې ځانته اخيستې وې، زه په خپله ورغلم او ترې وامې خيستې؛ دا به زه تاته دركړم خو يو شرط لرم.

– څه شرط؟

– رښتيا ووايه، ته څه پوه شوې؟ دا ونه وايې چې اټكل مې وواهه، ځكه د منلو نه ده.

ښوونكي د خپلو زده كوونكو سترگو ته، چې غوښتل يې د مدير د پوښتنې پر ځواب پوه شي، كتل؛ عينكې يې له مېزه ور واخيستې او پر سترگو يې كړې، وې ويل:

مدير ته مې وويل، نه دې دي اورېدلي چې خداى لس برابره د نيكوكارانو د عمل بدل وركوي؟

(من جاء بالحسنه فله عشر امثالها : د نېك عمل بدل د هغه لس برابره دى)

One thought on “شرط/ وږمه وردک”
  1. واقیعآ چی ډیر ښکلی دی.
    او حقیقت هم لری ما خپله تجربه کړی دی کله به چی بی خرچه شوم نو صدقه به می ایستله او الله پاک یی څو چنده را کولی او اوس هم دا کار کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *