نعمت الله صديقي
د تېرې لیکنې (موږ او د معاصر جمهوریت بیانیه) په تعاقب ملګري او د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون راته طنزیه لیکلي وو، چې (که سل مقالې هم پر ولیکم، بیا هم شاهي راولي) او ورسته یې بیا پسې جدي ولیکل، چې (جمهوریت له اسلام سره په ټکر کې دی او ستا ټولنه سل فیصده مسلمانه ده، په درېيمه نړۍکې عقیده تر هر ډول اصولو او مفکورو لوړه وي.) سره د دې چې دا بحث نور تقریبا پای ته رسېدلی ده چې ګڼو اسلامي پوهانو او سیاست پوهانو لخوا پري تاوده بحثونه شوي دي. خو زه یې بیا هم د یو عروفي بحث په توګه پر خپل لید په لنډ ډول د استاد د تجاهل عارفانه لپاره وړاندې کوم:
ـــ  جمهوریت طرز نظام ده، مفکوره نه ده؛ مګر اسلام هم مفکوره ده او هم طرز نظام(و اکملت لکم دینا کم)؛ نو ځکه د جمهوریت پرتلنه د مفکورې په توګه له اسلام سره په دغه کچه د تامل وړ ده، چې له يوې مخې دې جمهوریت پکې نفي وي، بلکې د اسلام د طرز نظام په اډانه کې هم  جمهوري طرز ته اهمیت ورکړای شوی دی؛ نو کله چې جمهوریت مفکوره نه ده؛ نو ولې یې له اسلامي مفکورې سره مقایسه کړو، که یې په طرز نظام خبره کېږي بیا نو دا ټکرونه داسې نه دي چې عقایدو او اصولو ته دې خطر پېښ کړي. بلکې طرز نظام واک ته د رسیدو لاره ده، لارې مسلمانې او کافرې نه وي او نه هم پرمذهبي او سمتي بڼو خلکو ته د مزل کولو تفکیک وړاندې کوي، پر لارې د هر ډول عقایدو او مفکورو خلک مزل کولای شي، افغانستان چې په سلو کې سل مسلمان وي، طبعي خبره ده، چې هم به یې لارې مسلمانې وي او هم به یې د لارویو مفکوره مسلمانه وي. زه نه پوهېږم ټکر چېرته دی؟ اوس که ټکر دا وي، چې موږ له جمهوریته په سو استفادې غیر جمهوري کړنو ته هم جمهوریت وايو؛ دواړه مشکل په موږ کې دي، هم جمهوري نه یو او هم جمهوريت ناسم پالو کوو.
ـــ  فرضا دا شته جمهوریت هم کمزوری دی او هم نورې داسې کړنې لري، چې هم زموږ له ملي طرز سره مناسب نه دي او هم له عقایدو سره جوړې نه دي او هم مو له کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې دي؛ نو چاره څه ده؟ د نړۍد مختلفو جمهوریتونو مطالعه راته وايي، چې هر ریاست خپلو همدغو ارزښتونو ته په کتو جمهوریتونه پلي کړي دي، دغه په مسلمانو هیوادونو کې چې له جمهوریت سره د اسلامي مختاړۍ لګېږي د همدغسې بیانیې له مخې یې اسلامي جمهوریتونه بولي او همداسې یې لېبرال،  سوسیالسټ جمهوریتونو ډولونه درواخله. ښه ده چې مسلمان ملتونه هم جمهوري مبارزې وکړي او له همدې جمهوري لارو اصلاحات او جمهوریتونه رامنځته کړي.
ـــ موږ په تېره لیکنه کې هم اشارتا ویلي وو، چې هره مفکوره او نظام خپل مکاني او زماني شالید لري، نړۍ دا وخت په خورا چټکۍ سره د نظریاتو د رنګا رنګۍ او د یو کېدا خوا ته روانه ده، چې هم پکې په انساني بنسټونو له یو بل سره د فکري، علمي بحث و مباحثو یو منظم ډسکورس روان دی او بل خوا نظریاتي او فرهنګي تهجمات ډېر شوي دي، چې حتی هره ګړۍ پکې لوی فرهنګونه او نظریې واړه او کمزوري فرهنګونه له کومې تيروي، په داسې یو حالات کې ملتونه او نظریات خورا جدي وي، عرض دا چې زه د مغرب کلچر او جمهوریت په مشرق کې د تامل وړ ګڼم ځکه مشرق او مغرب د نړۍدوه جدا فکري او کلتوري ارزښتونه او مزاجونه لري؛ نو که ممکن وي یا ودې شي چې له ځینو خاصو ارزښتونو سره سم دې جمهوریت پروسس کړای شي، سره د دې چې دا به د جمهوریت له ځینو اصلیو ارزښتونو سره په معیار کې د تامل وړ وي؛ خو له لویو ټکرونو او ارزښتونو سره یې د تصادم پر ځای مصحلت (جوړ جاړۍ) بهتره ګڼم، په دې برخه کې د چین جمهوریت د نظام له پلوه د همداسې بڼې له مخې د بېلګې په توګه یادولی شو، چې سره د یو ګوندیز نظامه هلته له ازادۍ او له ځینو نورو جزوي ساسي ازرښتونو سره څه ډول چلن او مصلحت شوی دی.
په پای کې باید ووایم چې دا ډول یو زماني او مکاني پروسس زموږ د سیاسونو هغه خبرې تقریبا پای ته رسوي، چې هره ورځ د نظام او د قانون د تعدیل نغارې غږوي او څو خاصې توجیې یې له منځه ځي، چې بیا به له اسلام، کلچر او فرهنګ سره زموږ د شته جمهوریت توجیه هسې بهانه وي.
One thought on “شرقي جمهوریت | نعمت الله صديقي”
  1. صدیقی سیب
    تاسو چه وایی اسلام هم مفکوره او هم نظام دی او جمهوریت صرف یو نظام دی نو بیا ولی اسلامی طرز نظام پریږدی او په غربی نظام مو اخته کوی؟ ددی انتخاب په هکله مو ښه واضح نده لیکلی. زما په نظر تاسو یخ په اور کی نسی ساتلای. د دی په ځای چه مسلمانان د جمهوریتوب په لیاره او مفکوره وخت او پیسی ضایع کړی د ملت ګټه دا ده چه د اسلام په چوکات کی د نوی ضرورتونو په اساس د نویو قانونو په هکله تحقیق او تدقیق وکړی.
    دا چه تاسو جمهوریت د قدرت رسیدو لپاره یوه لیاره بولی یا ستاسو تیروتنه ده او یا مو لیکنه غولونکی ده. دا خو باید ومنی جه جمهوریت او د بشر د حقوقو مفکوره د غربیانو په خیال لازم او ملزوم دی. جمهوریت د دیموکراسی ترجمه ده او که تاسو ددیموکراسی په مفکوری خبر نه یاست نو هیله ده څه یی نوره زده کړی. په هر حال دا ټکی مو باید په یاد وی: دیموکراسی د خلکو حکومت ته ویل کیږی او دا صرف په انتخاباتو کی نه ده منحصره بلکی د هغی مشکل د قانون جوړول هم دی. منتخبه تشریعی قوه د خپل خیال او تصور په اساس داسی قوانین جوړه وی جه د دوی په خیال د خلکو په خوښه دی. د دی منتخبو خلکو خیالات کیدای شی سیکیولر او ملحدانه وی او د دیموکراسی تر پردی لاندی یی په مسلمانو تحمیلولای شی. مشکل دلته دادی چه نن سبا مستقیمه دیموکراسی ډیره کمه او تقریبا ټولی نمایندګی دی.بیا هم مستقیمه او نماینده دیموکراسی دواړی د اسلام سره د ټکر امکان لری. کیدای سی ملحدانه افکار په مسلمانو په زوره قبول کړی. د ایران په سوا تاسو ټولی دیموکراسی ویینی چه غیر اسلامی دی. تاسو سل په سله کی د اسلامیت تضمین په جمهوریت کی نسی کولی. او که مو فرضا اسلام د جمهوریت په لیار کی راوست هغه بیا څوک جمهوریت نه بولی. مثال یی ایران دی، د فلسطین د حماس کامیابی او یا د الجزائیر د مسلمانو کامیابی ردول وه.
    په جمهوری نظام کی صرف د اسلام عقلی پلو راتلای شی او روایتی پلو یی کیدای شی بیخی پریښودل شی.
    تاسو به خبر یاست چه غربی افکار د اسلامی او یونانی افکارو په بنسټ توسعه سوی. دی ته اوس خلک ریبرندینګ وای. په خواشینی باید ووایو چه مسلمانان د دی ریبرندینګ په خاطر یا خو ملحد شول او یا نیمی مسلمانه . راځی چه له دی تقلید نه تیر سو او په خپل دین او کلچر ځان پوه کړو او دهغوی په رڼا کی له دنیا سره په سیالی پیل وکړو.
    تاسو شاید خبر یاست چه په تیرو څلور لسیزو کی مسلمان راویښ شوی او د غربی او شرقی اقتصادی نظام به خلاف هلی ځلی کوی. دا هلی ځلی لا روانی دی او مختلف اړخونه لری. تاسو خو خبر یاشت چه اسلامی بانکی نظام د نامسلمانو هم خوښ دی او ویل شوی چه د کلپیټلست نطام په مقابل کی ښه بدیل دی. په دی اساس که مونږ د تقلید په ځای خپل اصول و پیژنو نو کیدای شی په هر ډګر کی د غربی او شرقی مفکرینو سره په جګو سترګو سیالی وکړو.
    د غرب تقلید مو همیشه غلامی ته هڅه وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *