په ټوله نړۍ کې تر ټولټاکنو دمخه سیاسي مشران او کانديدان د مقابلو لوریو د کړنلارو، مخینو، کړنو او ټولنیزو چلندونو کمزوري ټکي مومي، او په خپلو تبلیغاتو او غونډو کې ورته ګوتنیونه کوي ، او په خوا کې یې هڅه کوي چې داسې کړنلاره وړاندې کړي ، چې نوموړې نیمګړتیاوې په کې ځای ونه لري ، همدا شان د مخالفو ګوندونو تر نیوکو لاندې رانه شي ، او و کړای شي د خلکو غوښتنو او پوښتنو ته د قناعت وړ ځواب وویلی شي، سیاسي ګوندونه له اوږده سیاسي ژوند هڅو او خلکو ته د غوره خدمتونو له وړاندې کولو وروسته د دې جوګه کېږي چې په ټاکنو کې د پام وړ را یې ترلاسه کړي ، ګوندونه هڅه کوي چې له خپله منځه داسې نوماند ولسمشریزو ټاکنو ته وړاندې کړي چې د هغه په سیاسي مخینه ، چال چلند، او شخصیت څوک ګوته ونه نیسي ،همدا شان د نوموړي نوماند خلکو ته د خدمت د اوږدې مخینې د درلود لو تر څنګ د هغه علمي کچه او سیاسي پوهه د دې وړتیا ولري چې د ځیرک ملت ، پوښتنو او غوښتنو مخامخ داسې ځواب ووایي څو خلکو ته قناعت ورکړي .
خو زموږ په هیواد کې بیا خبره بل شان ده ، سیاسي ګوندونه او سیاسي کړۍ د خلکو د زړونو د لاسته را وړلو دهلو ځلو پر ځای دهلو ځلو نور ډولونه کاروي چې له بده مرغه دهغوی دا وړ هلې ځلې تر دې دمه دوی ته ګټورې او لږ مصرفه ثابتې شوې دي .
دادی له ۲۰۰۱ زیږدیز کال را په دېخوا د درېیم ځل لپاره په راتلونکي پسرلي کې به په هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي ، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندو د نوم لیکنې بهیر هم پیل شوی دی ، چې د ځینو نومونه هم زموږ تر غوږونو را رسېدلي دي .
د هر وخت په شان نوماندو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د لارو او ګودرو د موندلو هڅې پیل کړې دي . خو دا ځل ماته د نوماندو د کمپاین او هڅو ډول بدل ښکاري ، دا خبره نه یواځې دا چې د پام او ارزښت وړ ده بلکه ډېره په زړه پورې هم ده . او د دغه بدلون تر ټولو مهم ټکی دادی چې د نوماندو او دهغوی د پلویانو تر منځ ناندرې لا د مخه پیل شوې چې په دې ناندرو کې د ملت او هیواد پر وړاندې د یوبل له پټو خیانتونو او سازشونو نه پرده پورته کوي ، چې زه دایو غوره ګام بولم او دا کار زموږ له خلکو سره مرسته کوي چې خپل نوم اندي ښه وپيژني او په خپله پرېکړه کې له هوښیاري او ځیر تیا نه کار واخلي .
خو په منځ کې چې ډېر په زړه پورې او هېښوونکی ښکاري ، هغه د ښاغلي محقق لیک دی چې د وحدت نیوز انټرنیټي پاڼې د۲۰۱۳ زیږدیز کال د سپټمبر په ۲۷ یې د( به جواب مشوره مجاني داکتر حسین علي یاسا ) تر سرلیک لاندې خپور کړی دی .
ډېر په زړه پورې لیک دی ،ما څو ځله ولوست ، او په هر ځل لوستو مې یوه نوي ټکي ته پام شو ،بیا مې خپل ربړېدلي خلک او کنډو او کپر هیواد له سترګو تیر شول . هغه افغانان را په زړه شول چې د ژبې ، قوم ، مذهب او سمت پر بنسټ د داسې مشرانو تر شاه ولاړ دي و او د دوی د هیلو د ترسره کیدو په لار کې یې خپلې ټولې هیلې بل هاري کړې دي. هغوی چې دوی ته یې د یوې را یې اچولو په لار کې یا یې سرونه ، یا یې ګوتې او یا یې د ځیګر ټوټې له لاسه ورکړې دي ، ان د را یې په بدل کې یې د خپل کور تر مخې له خاورو ډکې کوڅې ته ترې کاړ هم نه دی غوښتی .هغوی چې د همدغو مشرانو په ویناوو یې خپلو ښکلیو ځوانیو ته اور اچولی او د معیوبښت درد یې منلی دی او اوس له ژونده ستړي د خپلو کورنیو پر اوږو بار پراته دي .داسې مې احساس کړه چې دا ټول دغو مشرانو ته د رایو د دوه ګوتو کاغذ نه ډېر ارزښت نه لري. هزاره مشر ته هر هزاره ، تاجیک ته هر تاجیک ، اوزبک ته هر اوزبک او پښتون ته هر پښتون د رایو کاغذ ښکاري او بس .
ښاغلي محقق په دغه لیک کې هڅه کړې چې ولسمشریزو ټاکنو ته د ډاکټر عبدالله د غوراوي او د ضیا مسعود دنه نوماندګۍ لاملونه او برهانونه وړاندې کړي ، او ښایي د دې لپاره یې دا لیک په وحدت نیوز ورځپاڼې کې خپور کړی وي چې مخکې له مخکې د ضیا مسعود ملاتړو ته قناعت ورکړای شي .
ښاغلی محقق لیکي چې ضیا مسعود ځکه ونه ټاکل شو چې قانوني ، صلاح الدین رباني ، عطا نور او مارشال فهیم د ډاکټر عبدالله ملاتړي ول ، او یواځې د اوزبکو او هزارو په رایو د ضیا مسعود بری ناشونی دی ،او ختیځو او لوېدیځو بهرنیو هیوادونو د ضیا مسعود له نوماندګۍ سره مینه نه درلوده. او بیا د دغو مشرانو د یوه ثابت دریځ دنه درلودو نه ګړېږي ، د څوکیو پر سر د یوبل د ناندرو کیسه کوي چې تر ټولو په زړه پورې کیسه یې د ښاغلي دوستوم ده چې د ډاکټر عبدالله له خوا د دفاع وړاندیز شوی وزارت ځکه نه خوښوي چې د ګزارشونو د ورکولو یا زغم نه لري او یا یې جوګه نه دی .
ډېره هېښوونکې ده چې یو سیاسي مشر چې د ټول هیواد په کچه ځان سیاسي سټه بولي ، د ټول ټاکنو په درشل کې دې داسې لیک خپور کړي چې خپله د ده د کمزوري سیاسي شخصیت چال چلند، د ده د سازشونو او د پردو د لاس پوڅۍ یو غوره زبات وي .همدا شان د ده د هغو ملګرو د نیمګړتیاو د بر سېره کولو یو ښه سند وي چې تل یې د ده ملا ټپولې او لا خو د ټاکنو د ګټلو لپاره ده سره په یو کتار کې ولاړ دي .
د ښاغلي محقق له دغه لیک نه دا څرګنديږي چې زموږ دغو جهادي ښاغليو مشرانو تردې دمه په خلکو کې د کمپاین او خلکو ته د خدمت اړتیا نه ده احساس کړې ، دا ځکه چې دوی په دې ګروهه دي د نوماندو د نومونو له خپریدو سره سم خلک د قوم، مذهب ، ژبې او سمت پر بنسټ سمدلاسه خپله ټاکنه کوي ، او اړینه نه ده چې هغوی ته چوپړ او خدمت وکړي ، یا دې له خلکو سره د کار او خبرو کولو زحمت دې وګالل شي ، او یادې داسې نوماند خلکو ته وپېژندل شي چې د هغه سیاسي او کاري مخینه او کړنلاره دې د خلکو د قناعت وړ وي ، دا ځکه خلک یواځې د ژبې قوم او سمت پر بنسټ رایه ورکوي.
او که ریښتیا ته را شو نو دا خبره اوس مهال زمونږ په ټولنه کې یو واقعیت دی ،چې زموږ خلک د نوماند د نوم له اورېدو سره سم خپله پرېکړه کوي چې دا هم ځانته ځانته لاملونه لري او دا یو بیل بحث دی.
په دغه لیک کې کوم څه چې سم د واره د سړي پام ورته اوړي هغه دادی چې ښاغلی محقق څو ځله د بهرنیانو له مشورو او دهغوی له خوښاوي نه یادونه کوي ، داسې ښکاري دوی ته دا خبره څومره د ارزښت وړ ده، چې دانو داسې شرم دی چې شرمونه شرمو ینه .ښايي ډیری سیاستوال به د بهرنیو خوښاوي او مشورې ته لومړیتوب ورکړي ، خو په یوه داسې سر خلاصی لیک کې چې د خلکو یوه ستره کتله یې د لوستو او ترلاسه کولو شونتیاوې ولري هیڅکله نه خپروي .زه خو د ښاغلي محقق له خوا د دغه لیک خپرېدل د خپل هیواد په برلاسو او واکمنو سیاستوالو کې د سیاسي پوهې د کچې د ټیټ والي یو ښه زبات بولم ، د دغه لیک په لوستو ماته داسې ښکاره شوه چې زموږ اوسني واکمن سیاستوال هغه د خلکو خبره د سیاسي پوهې په خوا کې هم نه دي تیر شوي ، چې له بده مرغه زموږ ستر هیواد هم د داسې خلکو په لاس کې دی ، او هره ورځ زموږ بې ګناه هیوادوال یواځې د دوی د شخصي سلیقو او غوښتنو بلهاري کېږي.
salamoalikum my all afghans;my QUESTION IS THAT;
IN THIS AFGHAN NATION WE CAN NOT FIND ANOTHER ONE HONEST LEADER.
WE HAVE A FEW WARLOARD AGAIN AND AGAIN THE SAME SEVEN MUJAHID GROUPS;
THEY BECOMEMILLIONAIRE,BUT NOBODY WORK FOR PEOPLE,AND CAN NOT DO PEACE.
NOW WE NEED YOUNG GENERATION WITH NEW THEORY MORE PEOPLE .
WE SAW KARZI AND HIS ADMINISTRATION TEAM,NIZAR SHURA,JAMAAT ISLAM ,HIZBI.
EVERY ONE SHOW THEIR FACE TO THE NATION.SOME OF THEM BECOME MILLIONAIR.
NOW MUST NEW PEOPLE COME TO THE FRONT OF NATION,AND WE WILL SEE
HOW THEY WORK.THANK YOU
ستاسي خبر بلكل سمه ده مكًر زه داسي وايم هغو خلكو جي نيم عمر يي دخلكو به وزلو زورولو غلو او شوكماريو كي تير كري وي له هغو نه به سنكًه د سياستمدار او ملي كًتو ته دارزشت وركولو
هيله ولرو زمونكً دسياستوالو غير دجيب له دكولو نه بل سه نه دي زده هغه كه وطن ميشت دي او يا هم له غرب نه راغلي دي دتولو يو هدف دي دجيب دكول