لاسونه یې د کوټ په جیبونو کې وو. د ښیښې له شا یې د رستورانت په منځ کې سړي ته کتل چې پیسې یې تر میز ټیټې نیولې وې، ګڼلې یې. یو ځل یې تر شلو حساب وکړ. بیا یې سر پورته کړ ګوته یې پر شونډو لمده کړه بیرته یې له سره ګوته تر پیسو لاندې کړه چې ویې ګڼي.
ده مخ د رستورانت ورسۍ ته ورنژدې کړ، په خپل جیب کې یې میده پیسې وشرنګولې. شرنګی یې لږ و. جیب یې وخوځاوه. د موټر هارن شو. د پیسو کړنګا نوره هم کمه شوه.
ده به تل د سوال د پیسو حساب ماښام کاوه. پیسې یې راوایستې. یوه پیسه یې په شکیدلي جیب کې د استرخواته ولاړه. کوټ یې وایست. له یوه سره یې له بهره پر استر لاس تیر کړ. پیسه یې پیدا کړه هغه یې د استر له لاندې په ګوتو راجګه کړه. د جیب منځته یې راوړه، په احتیاط یې ګوتې وروړې پیسه بیا لاندې ولویده. دا ځل یې کوټ سرچپه ونیو. شرنګ شو پیسه پر مځکه وکړنګیده. نژدې ویالې ته غورځیدلې وه خو پښه یې پرې کیښوده. د بوټ پر خټو ککړه پیسه یې راجګه کړه. له نورو میده پیسو سره یې وګڼله، نهه ویشت روپۍ وې. ویې خندل سر یې پورته کړ چې د رستورانت دننه هغه سړی لاهم تر شلو حساب کوي که نه؟!
پر ښیښې یې لاسونه کیښودل، همهغه چوکۍ تشه وه. شرنګ شرنګ، خپلې میده پیسې یې په موټ کې وشرنګولې او له سړکه پورې وت.
پای