لوی ولسونه لویې کارنامې لري، د غرور سرونه چاته نه ټيټوي، دوی سرښندي، دوی مرګ ته ورغاړي وځي، خو د خاورې او ولس دښمن په سزا رسوي او خبل بدل ځينې اخلي.
ښايي له دې مو الهام اخيستی وي، چې وايي:
توره مه ستايه هنر ورلره ستايه
بې له تورې نور له هر څه بې نصيبه
د سوات ملکنډ، باجوړ مېنګورې زلمي د وزيرستان ځلمو سره يو ځای راوتيدي، د تاريخي لوی افغانستان په مېنه د بېلتون ناسور زخم د ټکور لپاره د يووالي مرهم مومي
جانان به ولې توره نه کړي
تر نيمايي مورچله زه ورسره ځمه
د ځوانانو کتار په پېغلو او مېرمنو لا پياوړی شوی دی، ورور او خور دواړه د ازادۍ په جذبه راوتي دي، نن زلمو د اتفاق توفيق موندلی دی، نن کتار، کتار ولسونه د افغانی داعيې ناظمين دي، نن خوشال بابا روح ارامه ده، لارويان يې له خپل دښمن سره حساب کتاب کوي.
نن يې د خوشال توره په تېکې کې ايښې ده، دوی پر دې پوهېږي، چې که توره د دښمن مرۍ غوڅوي، نو زموږ ترورمېږ هم لوېدلی شي، نن د عدم تشدد پر لاره روان دي، نن د باچاخان مبارزې رنګ راوړی دی او زلمو د عدم تشدد پر لاره قدم ايښی دی.
نن افغاني شهامت پرې غلبه کړې ده، نن د افغان ژغورنې او د لوی وطن د ازادۍ خيال حقيقت رسېدلی دی، نن د دښمن شومې موخې دفن شوې دي.
نن د شريکې وينې حساب غوښتل کېږي، نن له نجيبه تر نقيبه د وينو او قربانيو د حساب ورځ ده، دښمن مو ترهېدلی ښکاري، دښمن سره کافر ته د یارانې لاس ورکړ، پنجاب د خپلې بقا لپاره د روس او چين زنه نيسي، مذهبي جنونيانو خولې تړلې دي، چې افغان د جنت او دوزخ په کیسو له خپلې مبارزې پر شا کړې.
د ازادۍ پر مينه مست ولسونه د خپلې ازادۍ لپاره مرګ ته ورغاړي وځي، د سامراجيانو په دوزخونو کې يې شپې او ورځې تېرې کړې دي، د محکوميت په زولنو تړلي وو، نن همدغه ولس جنت ته درومي، نن همدغه زلمي د محکوميت له دوزخ څخه راوځي ، د ازادۍ پر منبر د مينې اذان کوي او د لوی افغان لوی ولس په خپل شريک جنت (لوی افغانستان ) کې د ازادۍ جمه کوي.