شری یا ډډ غومبوری (MUMPS) یوه ویروسي انتاني ناروغي ده چې د لاړو د غدو(parotidغدو) التهاب رامنځ ته کوي او د تنفسي قطراتو له لارې خپرېږي. عموماً ماشومان اخته کوي اما د هر عمر کسان اخته کولای شي.

کلینیکې لوحه

داکتر احمدمجیب احمدي
داکتر احمدمجیب احمدي

د پروټیډ غدو دردناکه غټېدل چې عموماً دوه طرفه وي، خفیفه درجه تبه او کسالت یې علامې دي.

اختلاطات:

په نارینه وو کې د خصیو د التهاب سبب ګرځېدای شي چې یو طرفه یا دوه طرفه وي. په ښځو کې د تخمدانونو د التهاب سبب هم ګرځېدای شي. په ۳۰٪ پېښو کې د مننجایټس سبب ګرځې چې د لوړې درجې تبې، سردردۍ، بې حالۍ او د غاړې له شخۍ سره ملګرې وي. کله نا کله د پانکراس د التهاب سبب هم ګرځي. بعضۍ نور نادر او کم لیدل کېدونکي اختلاطات هم لري.

درملنه

ناروغ باید له نورو څخه جلا او بیل شي، درملنه يې عرضي ده، بته ، درد او دوهمي انتان  دي کنترول شئ. د اختلاطاتو په صورت کې خاصه او منظمه درملنه غواړي ؛ ځکه اختلاطات یې خطرناک دي او خطرناکې پایلې لري.

مننه!

ډاکتر احمدمجیب احمدي

د عمومي جراحي متخصص

One thought on “شری، ډډغومبوری/ ډاکتر احمدمجیب احمدي”
  1. ښاغلی ډاکتر صیب،
    شری خو سرخکانو ته وايي تاسې د ډډغمبوري لپاره کارولی یا دواړه یوه ناروغي ده؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *