د میدان وردګو ولایتي شورا د نوی بریالي شوي غړي شریف الله هوتک د ساتوونکو پر رینجر موټر پسې د تړل شوي جسپکې ماین د چاودنې له امله درې ملکي وګړې ټپیان شوي خو نوموړی او ساتوونکو ته یې کوم زیان ندی اوښتی .

د معلوماتو له مخې، د ښاغلي شریف الله هوتک د ساتوونکو پر موټر پسې تړل شوي چسپکې ماین هغه مهال وچاودیده،کله  چې نوموړی د کابل ولایت لومړۍ حوزې ته څېرمه د نادر پښتون واټ په سیمه کې له هټیو څخه د توکو رانیولو وروسته د خپلو موټرونو پر لورې روان وو.

په دغه پېښه کې چې نن ( شنبهّ) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې،د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ له لورې شریف الله هوتک ته ورکړل شوی رینجر موټر تخریب شوی خو خپله شریف الله هوتک او ساتوونکو ته یې هیڅ زیان ندی اوښتی خو درې ملکي وګړې د چاودنې له امله ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیانی د ولایتي شورا د نوی بریالي شوی غړي شریف الله هوتک د ساتوونکو موټر پسې تړل شوي چسپکي ماین د چاودنې له امله د ولسي وګړو پر ټپي کیدو خواشیني څرګنده کړه .

نوموړی همدا راز د ولایتي شورا د نوی بریالي شوي غړي شریف الله هوتک د ساتوونکو پر موټر پسې د چسپکې ماین تړل کیدل هم په کلکو ټکو غندلي .

درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *