نعمان دوست

زه د هغه ټپي پایوازی وم چې زما له لاسه یې ټپ خوړلی و؛ خو دا ټپ د جګړې له امله نه و. کلي کې چنار لاندې ګڼ ماشومان راټول وو. نږدې پټي کې پنبه کرل شوې وه. په یوه بوټي کې چتکی ( کوچنی مرغه) ناست و، ما هغه ته د بادي ټوپک جري او جوک برابر کړ او چې کله مې ماشې ته ګوته ور وړه نو ماشوم رامخې ته شو او ساچمه یې ان تر کلمو ورسیده.

ناروغ د صحت عامې په جراحي څانګه کې بستر و او ما چې به د هغه ژیړ صورت ته کتل نو خپلې بې پروایۍ ځورولم. هغه ورځ ډیره سخته تمامه شوه چې ماشوم زما له لاسه په وینو رنګ شو. ما ویل که ټول جهان مې قتل کړی.  هغه وخت مې دې ته پام شو چې د قاتلانو روان به څومره نارامه وي.

لږ وړاندې یو اوږد دهلیز و. دلته په هره خونه کې  بیلابیل ټپیان پر کټونو پراته وو. کله به یو ناڅاپه چیغې شوې، لکه له جګړې چې د تل لپاره توبه کاږي، بیرته به فضا ارامه شوه.

د جلال اباد صحت عامې ته له ننګرهار سربیره، د ګاونډیو ولایتونو او آن له کابله هم هغه ټپیان را انتقالیدل چې خپلوان به یې دلته وو.

دا هغه وخت و چې شورویان وتلي وو. د هغوی لاسپوڅی حکومت ړنګ شوی و، خو جهاد ادامه درلوده. هر تنظیم ته د بل غړي واجب القتل ښکاریدل، د ښایسته کابل نړول ورته خپل وروستی رسالت ښکاریده او د دولتي تاسیساتو او وسایطو لوټ تالان ورته د زر اندوزۍ نوی کاروبار ښکاریده.

په هغه مازیګر چې کله سپینو چپنو والا له دهیلزونو ووتل، خاموشي خوره شوه؛خو لږ وروسته یو سوي غږ خاموشي ماته کړه. دې غږ کې عجیبه کشش و، اوریدونکي یې ځانته رابلل. خلک وايي چې ماران د دې لپاره بیم ته غاړه خوځوي چې پر هغه د دښمن ګومان کوي او د هر حرکت لپاره یې چمتوالي نیسي؛ خو داسې نه ده. دا د موسیقي په تاثیر سترګې پټول دي. هغه ساز چې له زړه وغږول شي او د یوه درد د اظهار وسیله شي، درد انتقالولی شي.

زه هم د شپیلې غږ ورو- ورو ځانته را کاږلم او چې څومره نږدې کیدم د غږ خوږلني او سوز زیاتیده. دهلیز ته ننوتلم، نپوهیدم چې له کومې خونې غږ راوځي، د هرې خونې ور پورې و. پر یوې خوني شکي شوم، شیبه ودریدم، غوږ مې ورته ښه نږدې کړ، غږ له همدې ځایه راته.

ورو مې ور پرانیست:

ځوان چپرکټ کې بالښتونو ته تکیه وهلې وه. له زنګانه ښکته یې د پښو درک نه وو. لکه تازه چې پرې شوي وي، بانداژ ترې را تاو وو.

ځوان په دواړو لاسونو شپیلۍ نیولې وه. ګوتې یې جګیدې او ټیټیدې او له هر سوري یو سوز راوته. سترګې یې پټې وې. اوښکو یې ژیړ مخ تازه ساتلی و، لکه په ژیړ او عمر خوړلي ګلاب چې پرخه پرته وي. له شپیلۍ همداسې سوي فریادونه راوتل. شاوخوا چپرکټونو کې نیم او نیمکله ځوانان ورته داسې غوږ وو ، لکه مارانو ته چې بیم غږیږي.

ځوان ،لکه شپیلۍ چې ورته د رازونو محرمه ښکاریده، له همدې سره یې خپله خواله کوله.

خدای خبر، خپله کومه مایوسي یې ژړوله؟ کوم ارمانونه یې بیانول؟ د کوم تیاره راتلونکي ویرونکې کیسې یې کولې؟  خو شاوخوا ټپیانو ورسره داسې اوښکې بدرګه کولې لکه د ټولو ارمانونه، دردونه او مایوسۍ چې شریکې وي.

(سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *