د (شعرستان) په مخکتنه کې د استاد اسدالله غضنفر وینا/ افغان ادبي بهیر، کابل.

ترتیبوونکی: عصمت بهیر  

په دې وروستیو کلونو کې  مې چې یو کتاب ډېر په خوند مې لوستي دی هغه شعرستان دی، ډېر څه مې ور نه زده کړي دي او ځوانان که یې ولولي تر ما به هم ډېر څه ور نه زده کړي.

شعرستان د شعر پېژندنې یو کتاب دی، د دې لپاره چې د دې کتاب اهمیت مالوم شي نو اهمیت مالومولو لپاره یې مختلفې طریقې دي.

یوه طریقه دا ده چې د پښتو شعر پېژندنې تاریخچې ته یوه کتنه وکړ، که چیري د پښتو شعر تاریخچه سړی وګوري بیا ګوري چې دا کتاب کوم اهمیت لري. البته دا کتنه اسانه نه ده.

زما په خپل ذهن کې د پښتو شعر پېژندنې تاریخچه څلور دورې لري:

یوه هغه دوره ده چې له کلاسیکو استادانو سره پیليږي، لکه خوشحال خټک او د هغې زمانې شاعران. که د هغو دیوانونه څوک ولولې نو د شعرپېژندنې په باره کې مختلفې اشارې پیدا کولای شي. هغوی داسې منظم بحث نه دې کړی لکه درمل صاحب چې کړی دی، داسې کتاب یې موږ ته نه دې پرېښي لکه شعرستان خو په خپلو دیوانونو کې یې د شعر په حصه کې ډېري خبرې کړي دي چې له هغو سړی داسې اټکل کولای شي چې هغوی به د شعر په حصه کې کومې خبرې کولې او کومې خبرې به ور ته مهمې وې؟

اول خو دا چې هغوی به شعر د بدیع، بیان او معاني په تلو تاله؛ دا د دوی اصلي ترازو  وو، صنعتونو ته به یې اهمیت ورکاوه؛ البته په صنعتونو کې یې هم بیا فرق کاوه، هغوی چې کومو صنعتونو ته اشاره کوي ځینو ته یې ممکن موږ اوس هم اشاره وکړو او ځینو ته یې ممکن و نه کړو.

فرضاً خوشحال خان ترصیع یادوي، موږ په اوسنیو بحثونو کې هیڅوخت ترصیع یاده نه کړه، یانې په بدیعي صنعتونو کې ځینې تمایلات هغه وخت هم وو چې اوس نور دي. په هر حال بدیع، بیان او معاني  د دوی د شعر پېژندنې یو معیار و.  

قافیه د دوی لپاره ډېره مهمه وه، قافیې ته اشارې کوي،  خوشحال خټک چې کلاسیکو د شعر کمزورۍ یادوي، نو دا هم وایي چې:

قافیه غلطه کته

غلطه خو په (ط) لیکل کيږي او کته خو  په (ت) لیکل کيږي، په پښتو کې دواړه یو قسم اواز لري، په عربي حساب کې فرق لري، په املاء کې فرق لري نو په حقیقت کې دا د قافیې یو عیب دی.

یو وخت ما د میرزا انصاري دیوان کوت، په هغه کې دا شی درې، څلور ځایه وو نو ما فکر وکړ چې خوشحال هغه ته اشاره کوي، دوی به داسې پټې اشارې کولې.

د رحمان د کلام تر ټولو ستر صفت سلاسط او روانې ده. شعر چې یې لولې ژبه به دې ورسره تکلیفېږي نه، دا یې یو  خصوصیت دی، کلام یې روان ویل کيږي.

رحمان بابا هغو شاعرانو ته چې کلام یې روان نه ویل کيږي، په ښه سترګه نه ګوري، غونډ ژبي ور ته وايي یانې هغه چې ژبه یې بندېږي نو په حقیقت کې سلاسط د پخوانو د شعر یو بل معیار و.

مضمون غلا کول د دوی بل معیار و، یانې یو شاعر باید له چا مضمون پټ نه کړي، له مضمون یې مطلب داسې یوه خبره وه چې تا ور ته تشبیه یا تصویر جوړ کړي وي، په یوه استعاره کې دې بیان کړي وي. دې ته دوی په حقیقت کې مضمون وايي، بیا د مضمون لپاره هم پخواني ډېر الفاظ او اصطلاحات لري. که په تاسو کې څوک را پیدا شي او پر هغه تحقیق وکړي، دوی وايي رنګین مضمون، باریک مضمون، تازه مضمون، نوی مضمون.

په هر حال د مضمون غلا د دوی لپاره بده وه، په مضمون غلا کولو کې یې هم فرق و، دوی به ویل چې په خپله ژبه کې د بل چا نه تشبیه مه اخلئ، که به یې له فارسي، عربي یا بلې ژبې واخیسته، هغې پروا نه کوله، البته په فارسې کې هم همداسې و.

دا د پخوانیو په کلام کې تیت و پرک شعر پېژندنه وه.

وروسته چې شلمه پېړۍ راځي، چاپ هم ډېرېږي، موږ له اروپا سره یو څه بلدېږو یا غیرمستقیم د اردو او فارسې له لارې له اروپا سره بلدېږو، زموږ شعر پېژندنه یوې نوې مرحلې ته داخلېږي.

د شلمې پېړۍ په مرحله کې، بلاغي علومو (یانې دا بدیع، بیان او معانې ته بلاغي علوم وايي) ته  او یا زموږ د شعر پېژندونکو شعرپېژندنې ته دوه نور شیان هم ورداخلېږي.

یو پکې اخلا قي معیار دی، محتوا، پخوانو به په محتوا چندان کار نه درلود، دا د دوی ډېر ښه عادت هم وو،  دغه پیر روښان ته که مو فکر کوي دا پخواني ډېر شاعران ورسره چپ هم دي خو هیڅوخت دوی روښاني شاعرانو ته په سپکه سترګه نه ګوري. یانې په محتوا او مفکوره یې کار نه درلود، د شعر سره یې کار و، دا د پخوانیو یو عادت وو.

په شلمې پېړۍ کې موږ محتوا ته هم په شعر پېژندنه کې ډېر پام وکړ او محتوا ته مو هم دوه ډوله پام وکړ:

یو؛ د اخلاقو له نظره:

تاسوهغه دیوانونه وګورئ چې په شلمه پېړۍ کې چاپ شوي دي، د هغو سریزې زموږ د شعرپېژندنې بهترین مثالونه دي. د دوی نظر مالوميږي ځنیې.

په هغوی کې دوی فرضاً وايي، فلاني شاعر، سخاوت ته داسې وايي، شجاعت ته داسې وايي، درواغو ته داسې وايي، ګوره دا خلاقي کره کتنه ده او پخوانو شاعرانو دا کار نه کاوه، یانې له دې نظره یې شعر ته نه کتل خو دوی ور ته وکتل.

او بل په شلمه پېړۍ کې شعر ته له ملي، اجتماعي او سیاسي نظره هم وکتل شول. دا شجاعت، سخاوت خو د فردي اخلاقو سره اړه لري لیکن هغه له سیاسي نظریاتو سره.

په دې کې بیا موږ څه وکړه، فرضاً ووایو خوشحال خان چې دې د قوم ازادې یې غوښته.

په شلمه پېړۍ کې د محتوا له نظره شعرپېژندنې عیبونه هم درلودل، یو عیب یې دا وو چې موږ خپل اوسني ارزښتونه او فکرونه پر هغوی باندې ټپ کړل.

شعرونه خو هر ډول تعبیرېږي، موږ ورته ولګېدو په خپل پر ذوق مو تعبیرول.

فرضاً رحمان بابا وايي:

نه شي د خانانو د ملنګو سره کلي

چیرته عزیز خان، چیرته ملنګ عبدالرحمان

موږ وویل، ګوره له رحمان بابا سره د غریبانو غم ورسره و، د خانانو سره چپ و، له طبقاتو سره وران وو.

نه بابا طبقاتي شعور په هغه وخت کې نه و، چې نه و نو دا زموږ د شلمې پېړۍ فکرونه دي. موږ فکر کوو چې رحمان بابا هم زموږ رقم فکر کاوه.

مثلاً، خوشحال بابا وايي:

ازادي تر پاچاهیه لا تیری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

موږ په شلمه پېړۍ کې وویل،  ګوره! دا د استقلال طرفدار و. دا له استقلال سره تعلق نه لري، دغه سیاسي استقلال چې موږ یې په شلمه پېړۍ کې پېژنو دا د شلمې پېړۍ د سیاسي فلسفې پیداوار دی، دا له پخوانو خلکو سره تعلق نه لري، موږ دا شتباهات وکړل.

البته موږ حق لرو چې شعرونه هر ډول تعبیر کړو. دا عیب نه دی خو کله چې بیا خبره علم ته راشي، بیا نو عیب دی.

بایده دي چې د هغې زمانې افکار، ارزښتونه، تلې، ستا په نظر کې وي، داسې نه وي چې په شلمه پېړۍ کې دې یوه خبره زده کړې وي بیا یې په زوره پر هغوی باندې ور ټپ کړې. موږ دا کارونه وکړل، دا مو د شعر پېژندنې له محتوا سره هغه کومه اشتباه چې کړې وه زما په نظر دا وه.

په شلمه پېړۍ کې زموږ شعر پېژندنې یو بل خصوصیت هم پیدا کړ او هغه مو غیرمستقیم له اروپایانو واخیست، اروپایانو د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې یا تر هغه یو څه مخته، هلته د رومانتیېزم شاعرانه مکتب رواج شو، رومانتیېزم د کلاسیک مکتب پر ځای په اروپا کې دود شو، کلاسیک مکتب معیارونه درلودل، اصول یې لرل، مقرارت لرل، چې ویل به یې شعر باید داسې وي، شعر باید هغسې وي، د هر شي لپاره یې اصول لرل.

دغه رومانتیېزم په حقیقت کې یو بغاوت و، دوی وویل بابا د انسان چې هر څه په زړه او ذهن کې ګرځي او څه یې هوس یې، هغه دې بیانوي. شاعر دی، پخواني قراردادونه او پخوانۍ خبرې دې پرېږدې، ولې شاعر په قواعدو او اصولو پورې وتړو. شاعر باید د زړه بیان کړي.

د هر شاعر شعر باید د ده د زړه خبرې وي او له هغو اصولو سره باید ارتباط و نه لري. دغه یو بنیادي فرق و، د رومانتیک ادب او کلاسیک ادب.

رومانتیک ادب چې د شاعر د خپل زړه اواز دی، په زړه کې یې چې څه تېرېږي، څنګه یې چې ژوند، څنګه یې هوس دی، هغه دې بیانوي.

د دې لپاره یې بیا په خپله په کره کتنه کې د شاعر ژوند ته اهمیت ورکړ. فرضاً شاعر په یوې خبرې کې خپلې ارزګانې بیانوي نو که د ده ژوند وپېژنو نو د ده پر ارزو هم ښه پوهېږو.

شاعر چې په شعر کې ځان بیانوي نو د ده ژوند معرفي، د ده د ځان بیاني د ده ژوند له پېژندلو سره کمک کوي، نو د دې په نتیجه کې په نولسمه پېړۍ کې په اروپا کې په شلمه پېړۍ کې په کره کتنه کې  د شاعر  پر ژوند تاکېد زیات شو.

موږ هم په شلمې پېړۍ کې  دا شی زده کړی، کله چې مو دیوانونه چاپول نو د هغو په مقدمه کې مو د شاعر پر ژوند باندې ډېرې خبرې وکړې، اوس یې هم کوو، حتا کله، کله دومره مبالغه کوو  چې د شاعر شعر هېر کړو، د هغه پر ژوند ډېرې خبرې کوو، ځکه شاعر خو موږ د شعر په خاطر لولو، ژوند خو یو څه ضمني خبره ده. ډېر وخت داسې شوي چې یو کتاب د شاعر په باره کې لیکل شوی وي خو ټول به د ده د ژوند په حصه کې وي، د شعر په برخه کې به یې سطحي خبرې کړې وي.

البته د شاعر د ژوند په حصه کې موو نور اشتباهات هم کړي دي.

یوه لویه اشتباه مو دا کړې ده، که تاسو د شلمې پېړۍ د شاعرانو دیوانونه خصوصاً هغه دیوانونه چې د پېښور خوا ته چاپ شوي دي، ولولئ نو په ډېرو کې به متاسفانه داسې جمله وي:

پلانی چې په قوم خټک و، په خټکو کې پلانی زوی و، په پلانی کې پلاني خیل و، یانې زموږ لپاره هغه قبایلي فکر ډېر مهم و، وا بابا ته یې له یوه بل ځایه شروع  کړه، دا  دشاعر ژوند.

یا یو قسمه کلیشې خبرې به وي یا به په خپله د شاعر پر نوم باندې بحث و یا به د هغه د پلار پر نوم بحث و، نه دا عبدالستار زوی نه دی، د عبدالغفار زوی دی.  په دې کې ډېر زیات مخته تلل یا به یې د هغه د تولد پر کاله باندې بحث کاوه یانې هغه د شاعر د ژوند بحثونه موږ تقریباً محدود کړي ول او ډېر عمیق نه وو.

البته تر یوه حده خو د پخوانیو شاعرانو په حصه کې اسناد ډېر زیات کم دي، هسې محدودې خبرې به څومره تکرار وو؟ یو خو دا مشکل و.

بل مشکل د دوی د لیدو لوریو او زموږ د شعر پېژندونکو او کره کتونکو د لیدو لوریو و، که غواړو د یوه شاعر ژوند ته داخل شو نو پخواني استادان خو ټول لوستي خلک وو، اهل مطالعه وو، په هغه وخت کې دوی په مدرسو کې سبق وایه، په هغه وخت کې دا مکتبونه نه ول، مدرسې وې. هغو مدرسو یو تعلیمي نصاب درلود، تر اوسه پورې چا پر دې تحقیق و نه کړ، چې هغه کوم نصاب و، چې خوشحال پکې درس وویلی دی. هغه مالوم دی نو که د هغه نصاب کتابونه موږ وپېژنو، نو د خوشحال په شعر پېژندنه کې ډېر کمک کوي.

ګورئ له دې اړخه موږ ورته و نه کتل او یا شاعران لباس یادوي، آرایش یادوي، ګاڼې یادوي، پسولونه یادوي، موږ هغه و نه پېژندل.

خوشحال ډېر پسولونه یادوي، دا ګاڼې یادوې، موږ یې لولو خو پرې پوهېږو نه چې دا اوس څه  شی دی؟

پر دغو خبرو باندې تحقیق وکړئ.

په دې باندې موږ کار نه لرو یانې هغه د ژوند په حصه کې هم زموږ کار محدود دی. د خوشحال پر جنګونه باندې خبرې کوو، حال دا چې د هغه جنګونه د شاعرۍ سره دومره ارتباط نه لري لکه هغه پسولونه چې یادوي، هغه ګاڼې چې یادوي، لکه زیور چې یادوي، لکه لباس چې یادوي لکه خوراکونه چې یادوي، دا تشبیهات، تصویرونه، استعارې خو د ژوند سره ډېر ارتباط لري د جنګ سره خو یې نه لري، له آرایش سره ډېر لري.

زلفې یادوي، زلفې څو رقمه دي، دا دوې زلفې یا زلفین چې یادوي، زه خپله ډېر وروسته په دې پوه شوم، چې دوې زلفې هغه چې اوږدې یې پر مخ را ایله وي. ښه بیا دا پیکی وي، اوربل وي، د زلفو په منځ کې به کله لار ایستل شوې وي، په ځینو کې بیا ټول مخ پټ وي یانې دا زلفې څه قسمه دي، زموږ کره کتونکې چې بیا د شاعر د ژوند سره علاقه لري، پر دې باندې بیا دوی تحقیق و نه کړ تر اوسه، خدای دې وکړئ چې تاسو دا کار وکړئ.

یانې که  د پخوانیو او اوسنیو شاعرانو ژوند کې په شعر کې ګورو، دا نو وسیع دی، دا تنها له سیاسي خبرو، جنګونو سره، ولد  او د تولد له تاریخ سره، رتبې سره، اوسنۍ زمانه کې بیا رتبې ډېرې دي، وایي دا رتبه یې کړې وه، په پلانۍ رتبې تقاعد شو، په شلمه پېړۍ کې بیا دا شی یو بل رقم شو، وایي پلاني مملکت ته یې سفر کړی و، فرضاً پلانی شاعر د دنیا پلاني ښار ته تللی دی.

په هر حال دا شیان غلط نه دي لیکن دا وسیع نه دي، یانې که د شاعر ژوند او زمانې ته ګوري، دا هم ډېره وسیع دنیا ده، تاسو ځوانان که د پخوانیو او اوسنیو شاعرانو د ژوند په دې حصه کار وکړی، ډېره لویه دنیا به پیدا کړی.

دغه زموږ د شلمې پېړۍ د نقد  معیارونه ول، چې پر بلاغي علومو سربېره، اخلاق او محتوا هم پکې شامله شوه او د شاعر ژوند او زمانې ته کتنه هم پکې شامله شوه.

بیا څلويښت کاله پخوا زمانه تقریباً راغله په افغانستان کې، پېښور به اوس پرېږدو، بحث هم ډېر اوږدېږي. په دغه وخت کې ځینې اصطلاحات، چې درمل صاحب هم ډېرې اشارې ور ته کړي دي،  لکه استعاره، سمبول، اسطوره، دا په دې بدیع و بیان په کتابونه کې نه وو  خو مهم ول، پخوانو نه پېژندل، تقریباً څلوېښت یا اته دېرېش کاله پخوا په افغانستان کې هم دا خبرې واورېدلې شوې، ډېری هم لکه کاروان صاحب چې مخکې اشاره ور ته وکړه، یو کتاب دی (طلا در مس) نومیده، د دغه کتاب له لارې په افغانستان کې ورسره بلد شول او زموږ مختلفو پوهانو، استادانو، د اکاډمۍ غړو او د پوهنتون استادانو دې ته اشارې وکړي او په کتابونه کې یې دا بحثونه وکړل خو د هغو بحثونه جنجال څه شی و، پر دې دا درمل صاحب خپله ډېر ښه پوهېږي، اکثره وو چې سم پرې پوه نه شول، کتاب یې ولیکه پر یو شي باندې خو تر اخره پوه نه شول او دا ډېر لوی جنجال دی.

د درمل صاحب لوی کمال دا دی چې دغه نوې اصطلاحات یې معرفي کړي دي خو په پوه شوی، ډېر کتابونه اوس چاپېږي دا جنجال پکې شته، یانې داسې کتابونه دي چې څو سوه مخه وي له هغه اوله تر اخره هسې لګیا وي، پر هغه اصلي، شی به نه وي پوه شوی او په دې وروستیو څلوېښتو کلونو کې دا شی ډېر شو.

نو تاسو به وایاست چې په دا څلوېښت کالو کې ولې دا شی ډېر شو؟

دا هم علت لري، هغه زموږ پخواني ادبپوهان چې وو، هغوی په مدرسو کې سبق ویلی و، په پخوانیو مدرسو کې، ګمان کوم په دې اوسنیو مدرسو کې نشته ځکه په دې اوسنیو ملایانو کې ما ادبپوه نه دی لیدلی یا به وي خو ما نه دې لیدلي، پخواني مولایان او ملایان چې وو هغوی اکثره په ادب ډېر ښه پوهیدل، هغوی به ادبي علوم هم لوستل په خپل مدرسه کې، تاسو به وایاست اوس یې هم په فاکلتو کې لولي نو اوس ولې کتابونه غلط لیکل شوي دي، د پخوانیو یانې بېنوا صاحب دوی سم ول. هغه دوه علته وو:

یو علت په اوس زمانه کې زموږ د معارف په نصاب کې یو جنجال دی، جنجال دا دی چې زه درس وایم، بیا دې حکومت ما ته کار را کړي، یانې د درس وویلو مقصد ګوره کار پیدا کول شو. خو دا هم حقیقت دی، بیا درس خو نه وایم خو کامیابېږو، بیا کله چې د ناکامۍ له خطر سره مخامخ شو، بیا استاد ته یوه واسطه پیدا کړو، والله استاده غریب سړی یم، دغه دی او هغه دی، ستا له زما سره څه دښمني ده استاد هم ووایي، ځه ورک یې کړه، کامیاب یې کړه په دې کې فاکولته هم ووایو، ماسټرۍ هم واخلو او دوکتورا هم په همدې غریبي سړی دی واخلو، یانې شی زده نه کړو لیکن په هغه پخوانیو مدرسو کې یو کمال و، کمال دا و، کاشکي دلته بسمل صاحب ناست وای، هغه به راسره تائید کړې وای، په هغوی کې یو کمال دا و چې کوم سند یې نه ور کاوه، چې کتاب به یې لوست، کوم سند به یې نه ور کاوه چې دا دی ته دوکتور شوې د دیني علومو، کنه.

او بل دا امید هم نه و چې که  یې دا مدرسه وویله نو دی به یو کار پیدا کوي، نو دوی به یو کتاب لوست او خامخا به یې زده کوو؛  یانې تقریباً اوس علم د اسنادو لپاره دی او اسناد د کار لپاره، اسناد د روزي لپاره. په هغه وخت کې تقریباً دا شی نه و او هغه وخت کې یې ګټه وه، په هغه وخت کې علم د علم لپاره و او بس، نو هغوی بیا ادبیاتو چې لوسته سم به یې زده کول.

یو بل مشکل په شلمه پېړۍ کې زموږ په دې تعلیمي نصاب کې دا راغلی، اوس چې په دې څلوېښت کالو کې چې چا په ادبیاتو کې تعلیم کړی دی او ډېر تېروتې دي، علت یې دا و، پخوا چې چا مدرسې ویلې او هغه لایق چې به وو لکه بېنوا صاحب او الفت صاحب او دا خلک چې اوس زموږ استادان دي، دا همغه خلک دي کنه، په اوسنۍ زمانه کې داسې چې فاکولتې دي او په کومو کې چې ډېر ګټه ده لکه طب او چې څوک ډېر لایق وي لکه درمل صاحب غوندې هغه به طب ته ځي. چې هغه مزه یې نه وي هغه بیا ادبیاتو ته ځي. نو چې لیسې مو هم کمزورې وي، بیا په هغه کمزوریو کې هغه کمزوري ادبیاتو ته ځي نو بیا ګوره کار ډېر خراب شي.  موږ او تاسو ټول له ادبیاتو سره مینه لرو لیکن په حقایقو باید و نه شرمېږو.

ډاکتر صاحب درمل چې دوولسم وویلی و، یوه ورځ یې زما سره مشوره وکړه، نه پوهېږم د ده په یاد دي کنه؟

– ما ته یې وویل، زه کومه فاکولته ولولم؟

– ما ور ته وویل، ادبیات ولوله.

ده دا طب یاداوه. بیا ما ږغ و نه کړ، ما ویل هسې سړی د طب لوستلو شوق لري. له ما سره د ادبیاتو غم و، زما خپله شوق او ارزو دا وه چې دغه سړی په ادبیاتو پوهېدای شي، لایق دی، په هغه وخت کې هم ډېر تکړه و، زما هیله دا وه چې له ده سره به زموږ ادبیات بهتر شي. البته  اوس خوشحال یم چې د طب تر څنګ اوس هم په ادبیاتو کې تر ډېرو ادیبانو دی پوه دی.

نو په دې څلوېښت کاله کې اوسنیو ادبپوهانو او اوسني نصاب کې چې چا ادبپوهنه تر لاسه کړې ده، هغوی چې کتابونه لیکلي دي، سم نه دي پرې پوه شوي او کتابونه یې اکثره جنجال لري.

زما په نظر دا بیا د شعر پېژندنې درېیمه مرحل شوه.

یوه-  هغه د کلاسیکو استادانو ادبپوهنه وه.

دوهمه- په شلمه پېړۍ کې زموږ شعر پېژندنه وه.

درېیمه- په دې تېرو څلوېښت کاله کې شعر پېژندنه وه.

اوس د شعرستان غوندې کتابونه موږ د شعر پېژندنې څلورمې مرحلې ته داخلولای شي.

د دې کتاب کمال دا دی چې، هغه نوي اصطلاحات چې د ادب جوهر او د ادب د روح حیثت لري لکه اسطوره شوه، لکه دا سمبول شو، لکه پاراډاکس شو او داسې نور شیان دي چې په شعرستان کې راغلي دي. دا درمل صاحب پېژندلي او بیا یې په کتاب کې تشریح کړي دي.

یانې په تېرو څلوېښت کالو کې که استثنااً په کوم کتاب کې د شعر پېژندنې یاد اصطلاحات سم راغلي وي، بېله خبره ده، په اکثرو غلط بیان شوي دي.

یانې موږ په دې څلوېښت کاله کې نواوري وکړه لیکن په نواوري باندې پوه نشوو، اوس زه ګمان کوم د شعرستان غوندې کتابونو سره هغه نواوري کوو چې ور باندې پوهېدلي یو. نو دا زه څلورمه مرحله ګڼم.

خبرې به را لنډې کړم، د ډاکتر صاحب درمل کتاب چې دی، زما په خیال باندې درې لوی کمالونه لری:

الف- یو کمال خو یې دا دی چې ادبپوهنه یې په هغه نوي شکل سره معرفي کړې ده یانې په زاړه بدیع و بیان ایسار شوی نه دی. له بدیع و بیان نه انکار نه دی په کار خو پخوانی بدیع و بیان دوه لوی جنجالونه لري.

یو جنجال یې دا دی چې د ادب د جوهر، د ادب د ماهیت او د شعر د روح ځینې شیان یې معرفي کړي دي، ځینې یې نه دي، چې ځینې یې نه دي معرفي کړي، نو  دا خو جنجال دی؛ نو ځکه نه شو کولای چې په اوسني شعر باندې بېله سمبول سم پوه شو، پخوانو نه پېژنده.

دا رحمان بابا چې دی، د رحمان د شعر تر ټولو لوی هنر چې دی پاراډاکس دی او رحمان بابا خو په هغه کتابونو کې دا نه وو ویلي خو خدایي شاعر و او په شعر کې یې د سمبول صنعت راغلی و یانې پخواني  ادبپوهان په دې نه پوهېدل.

یو خو دا بدیع و بیان ته دا نوې کتنه ده لکه دا ډاکتر صاحب چې کړې ده. هغه دغه د شعر د روح ځینې مهم مسایل پکې شامل کړي دي، چې د شعر د اصلي پېژندنې لپاره ډېر ضرور دي او په  پخواني بدیع و بیان کې بل جنجال خصوصاً په بدیع کې، هغه دا دی چې هغه صنعتونه چې واقعاً هنري دي او هغه چې هنري نه دي، هسې د دود له مخې راغلي دي، هغه یې سره یو ځای کړي دي. متاسفانه دا د  مکتب په کتابونو کې زموږ د ادبپوهنې کمزوري ښيي خو بل د دې کتاب عظمت ښيي.

ما یوه ورځ د مکتب د پښتو کتاب کاته، په هغه کې د مربع صنعت و، مربع یوه عجیبه شی ده، د هرې خوا چې ووایې سم لوستل کيږي (خندا) یانې د مربع صنعت له هر شي سره ارتباط لري خو له هنر سره یې نه لري. دا کاروان صاحب لوی شاعر دی، دی په دې پوهېږي،  مربع هیڅ ارتباط نه لري له هنر سره.

خو حتا موږ تر اوسه پورې د مکتب په کتابونو کې هم دا شیان راوړو، نو ته به یې په چا باندې سموي. دا ډاکتر صاحب په دې پوهېږي چې په بدیع کې، په شعر پېژندنه کې هسې اصطلاحات دي او له شعر پېژندنې سره ارتباط نه لري، هغه ځینې ایستلي دي، هغه اصلي شی یې پکې ساتلی دی.

نو د ډاکتر صاحب درمل بل کمال دا دی چې د شعر جوهر او ماهیت ته یې ډېره توجه کړې ده او بل لوی کمال یې چې ډاکتر صاحب زغم او کاروان صاحب هم اشاره ور ته وکړه، دا دی چې دغه د شعر جوهر او ماهیت یې په سیتماتیک ډول بیان کړي دي. خور، ورو بیان یې نه دی کړی.

هغه په سر کې چې د شعر کوم تعریف کړی دی تر اخر پورې د هغه تعریف پر بنیاد مخته تللی دی، دا ډېر مهم کار دی.  

او درېیم کمال یې دا دی، ټول مثالونه یې خپل پیدا کړي دي، تاسو به وایاست کتاب چې لیکه نو مثال به یې خود ور ته پیدا کاوه. تاسو زموږ کتابونه وګورئ په اکثرو کې دا بیت راغلی، فرضاً کې که پر خوشحال بابا مقاله لیکي، په دغه بیت به یې شروع کوي:

د افغان په ننګ مې وتړله توره

نیګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

دا بیت به په پنځه سوو مقالو کې پیدا کړې.

ما په خپل ژوند کې شاید خوشحال بابا لس ځل لوستی وي له سره تر اخره ټول؛ او خوشبختانه اکثره هغه کتابچې چې د لوست پر مهال مې د ده شعرونه پکې لیکلي دي، ټولې راسره دي.  باور ولرئ دا لس وارې لوستو پر مهال د بیتونه د انتخاب فرق لري. هر ځل به نوې شي ته متوجه کيږې.

دا چې دغه یو بیت بیا بیا تکرارېږي مانا یې دا ده چې هغه کتاب یې کتلی نه دی او په پوه شوی نه دی. نو ډاکتر صاحب درمل هم د شعر په تیوري پوه شوی دی او هم په پښتو شعر پوه شوی دی. دا دواړه پوهې یې سره یو ځای کړې دي او بیا یې دا کتاب ځینې جوړ کړی دی.

ځوانانو ته زما سپارښتنه دا ده چې دا کتاب ولولي او نورو ته یې هم د لوستلو سپارښتنه وکړي نو که غواړې چې له واقعي ادب سره بلد شي، زموږ په ژبه او په وطن کې د کار کتابونه یا کم دي یا نشته، یو ډېر مهم کتاب او که ووایم په پښتو ژبه کې تر ټولو مهم کتاب د شعر په پېژندنه کې همدغه کتاب دی چې نن ور ته غونډه جوړه کړې ده.

مننه

یادونه:  دا وینا د بدلون اوونيزه/ دريم کال/لسمه / پرلپسي ۱۱۴ مه ګڼه/يکشنبه/ دلوه/۱۷/ ۱۳۹۵ کې چاپ شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *