حکمت سروش –

د ښه شاعر، شعرپوه او کره کتونکي ښاغلي ډاکټر احسان درمل اثر شعرستان چاپ شو.

دا کتاب چې ۶۰۰ مخه دی، د شعر د جوړښت او تخنیک په اړه بحثونه لري.

په کتاب کې د تخیل، عاطفه، شعر او فکر، د شعر ژبه، موسیقي یا آهنګ، د شعر شکل او د شعري عناصرو اوډون تر سرلیکونو لاندې ژور او مفصل بحثونه شوي دي.

په بحثونو کې د پښتو شعر مثالونه وړاندې شوي او څېړل شوي دي، دا بحثونه د پښتو د نورو کتابونو په پرتله نوي، او نویو زاویو څخه وړاندې شوي.

شعرستان د چا لپاره؟

  • شعرستان د شاعرۍ د مینه والو لپاره یو ګټور کتاب دی چې له دوی سره د شعر په پوهېدو کې مرسته کوي.
  • دا کتاب د شاعرانو او په ځانګړي ډول نویو او ځوانو شاعرانو لپاره ډېر مهم دی چې غواړي شعر ولیکي او په دې برخه کې نوې تجربې وکړي.
  • د ډاکټر درمل شعرستان د ادبیاتو له زده کوونکو سره ډېره مرسته کوي او په دې کتاب کې د ادبیاتو او په خاص ډول شعر او شعرپوهنې په برخه کې د کلونو مطالعه، تجربې او شننې ترلاسه کولای شي.
  • د پښتو د لویو شاعرانو په ځانګړي ډول څلورو معاصرو هغو، حمزه بابا، استاد محمد صدیق پسرلي، دروېش دراني او پیرمحمد کاروان، د شعر مینه والو ته به دا کتاب ډېر په زړه پورې وي او د لوستو پر مهال به یې د دوی د شعر پر لوړو او ژورو وګرځوي.

په کتاب کې د لیکوال د خپلو تجربو تر څنګ له سلو زیاتو ماخذونو څخه استفاده شوې ده، په ساده او روانه ژبه لیکل شوی او هغوی ته چې له شعر سره یې جوړه ده، د یوه په زړه پورې داستان غوندې له تلوسې ډک دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *