له ډېر پخوا نه د ادب په اړه دا نظريه مطرح ده چې ادب د ادب لپاره يا که ادب د ژوند لپاره؟ همداسې د شعر په اړه هم ويل کېږي چې شعر بايد د شعر لپاره وي که شعر د ژوند لپاره؟ کله چې د شعر په اړه پر دغه دوو موضوعاتو شننه کوو، نو موږ د شعر له ارزښتونو سره مخ يو.

په شعر کې ارزښت څه دى او ايا شعر ارزښتونه پاللى شي که نه؟ شعر پېژندونکي او د شعر تيوريسنان وايي چې شعر له خپلو ذاتي او بهرنيو ارزښتونو څخه جوړ شوى دى چې دواړه يې پلويان او کارونکي لري.

   کره کتونکي( شعر د شعر لپاره) نظريه په دې ډول تحليلوي چې ګني شعر د خوند لپاره ليکل کېږي، پلويانو يې دا نظر درلود چې شعر بايد د مال او متاع په يوې وسيلې بدل نه شي چې شاعر پرې چاپلوسي وکړي او يوې موخې ته يې د رسېدلو د وسيلې په توګه وکاروي.

   دوى شعر هنر بولي او وايي چې دا کار شعار هم کولى شي چې د ورځينو تبليغاتو، موخو او د ډله ييزې ابلاغ د وسيلې په توګه وکارول شي، دلته د شعر ښکلا او هنر له منځه ځي او د ګټې وټې د يوې وسېلې په توګه مطرح کېږي، يا په بل عبارت شعر د روح د غذا پر ځاى د ګېډې په غذا بدلېږي چې تر ډېره د شعر د بهرني ازرښت نظريه پياوړې کوي او د هنر يا الهام پر ځاى پر عقل حساب کېږي.

ددې خلاف بيا بله نظريه شعر د شعر( هنر د هنر لپاره) ده چې له شعر نه ګټه، نه بلکې خپله هنر او ښکلا په نظر کې نيول کېږي . د پلخانوف په نوم تيورېسن په دې عقيده دى چې دا نظره پخوا د حاکمو طبقاتو پرمهال په ځانګړو ټولنيزو شرايطو کې را ټوکېدلې ده چې شاعرانو غوښتل له حاکمې طبقې نه ځان لرې وساتي او هنر ته خپلواکي ورپه برخه کړي.

   دا نظريه په حقيقت کې د شعر ذاتي ارزښت د پياوړتيا لپاره مطرح شوې او بهرني ارزښتونه يې د شعر لنډ مهالي ارزښتونه بللي دي چې د شعر په عمر زياتولو کې مرسته نه شي کولى، دوى په شعر کې د ښکلا لټون کوي او ښکلا خپله يو خپلواک او ځانګړى ارزښت دى.

رمى دوګور مون په دې اند دى چې شعر بايد د ژوند د اړتياوو او معيارونو تابع نه کړو، د ګلاب ګل څوک دې لپاره نه خوښوي چې د هغه اوبه د سترګو د درمل په توګه کارېدلى شي، بلکې ددې لپاره يې خوښوي چې ګلاب ښکلى دى او ښکلا په خپله يو ځانګړى ارزښت دى.

   نور کره کتونکي هم شعر او په ټوله کې ادبيات د تبليغاتو او افکارو د لېږد وسيله نه بولي او شعر ته يوازې د تصويري هنر په سترګه ګوري او بربنډ او تبليغاتي نظريات او مفکورې د شعر لپاره زيان رسوونکي بولي او که چېرته مفکورې هم لېږدوي، نو لومړى بايد په بشپړه توګه شاعرانه شي.

جورج والي يو له هغه تيورسنانو دى چې يوازې د شعر پر داخلي ارزښت حساب کوي او د بهرني ارزښت سره يې په کلکه مخالف دى. نوموړى وايي: د شعر د ارزيابۍ لپاره هېڅ ډول بهرنۍ معيار او هېڅ ډول کمي ارزښت وجود نه لري.

       وړاندې مو يادونه وکړه چې د شعر پوهانو د شعر ارزښتونه په ذاتي او بهرنيو ارزښتونو باندې وېشلي دي، په بهرنيو ارزښتونو کې د يوې ټولنې ټولنيز اخلاق، علم، مذهب، دود دستور، سياست، پوهه او فلسفه پالل کېږي او لرونکې شعر يې د ځانګړو ډلو، حاکمو طبقو او اشخاصو موخو ته وقف کېږي ، خوند او ښکلا ترې کډه کوي او ډېر داسې کم شاعران به ومومو چې دغه عناصرو ته دې شاعرانه جامې ور واغوندي.

     خو د ذاتي ارزښتونو لپاره ژمن شعر بيا تلپاتې او پيغام يې يوازې د انسان په نوم وي، په دې ډول ارزښتونو کې د شعر ښکلا، ژبه، موسيقي، انځورونه، احساس، خيال او عاطفې ته زياته پاملرنه کېږي او هر انسان په کې ځان ګوري.

   دلته شاعر کولى شي چې ټولنيز ارمانونه، مينه، خوښي، سوله او هيومانيستي، ټولنيزې، عاطفي او بشري ځانګړتياوې د انساني عواطفو د يوه رښيتني استازي په توګه خپلو همعصرو او راتلونکو نسلونو ته په طبيعي ډول ور ولېږدوي او د ژبې او ادب ځولۍ ته هم تلپاتې شعر وړاندې کړي.

په دوديزو ټولنو کې خلک ټولنيزو ارزښتونو ته زيات درناوى لري او خپل ارزښتونه يې د يوه اوچت معيار او تلې په توګه ټاکلي وي، کله چې کوم شاعر ترې پښه اړوي او يا يې رعايت کوي نو شعر يې له نيوکې او ستاينې سره خامخا مخ کېږي او د شعر د سانسور خبره رمنځته کېږي.

که څه هم په نورو ټولنو کې بيا د هنر او اخلاقو، يا ګټې او هنر موضوع مطرح ده، د شعر د سانسور په اړه کومه ستونزه نه لري ، دوى دا نه ګوري چې شعر له ټاکل شوو کلتوري او اخلاقي نورمونو څخه سرغړونه لري که نه؟ بس چې هنر او خوند ولري، همدا کفايت کوي او مينه پرې ماتوي، حتى د شعر ځينې مينه وال يې له دغه سرغړونو خوند اخلي.

افغان څېړونکي او تيوريسن د حميد بابا د دېوان ددغه مشهور او خوندور شعر په اړه چې خوله په خوله ګرځي ويلي دي:

خط په مخ د صنم راغى که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دا يې غاښ په خوله کې زېب کا که ژاله شوه په لاله کې

دا زما له غمه شين زړه په خيال کې د يار د شونډو

هسې رنګ زېب او زينت کا لکه مۍ په شنه پياله کې

البته د حميد بابا په دېوان کې ځينې نور داسې بيتونه هم شته چې وايي:

منت بار دې يم د ږيرې د اغاز

چې يې کم کړ ستا د حسن کبرو نياز

◊◊◊

د اشنا له خال و خطه معلومېږي

چې حميد به مسافر د هندوستان شي

◊◊◊

د نوخطو په وعده باندې زړه مه ږده

هغه ورک شي چې په شپه اور په لور ځي

◊◊◊

چې مې وليده په مخ د دل ارام خط

بيا مونده د ازاديه ما غلام خط

◊◊◊

دا نګار دخط سياهي راوړه په مخ کې

که پادشاه د زمانې يې خرقه پوش

په ټولو بيتونو کې يوې ښکلا ته اشاره شوې ده. استاد روهي د لومړنيو دوو بيتونو په اړه ليکلي دي :((ټول ادبپوهان په دې خبره پوهېږي چې د صنم پر مخ د خط راتلل کوم ډول معشوق ته اشاره ده. په دې کې هم د کلتور له نورمونو څخه انحراف ليدل کېږي. سره له دې چې دغه شعر د حميد په ادبي شهرت کې ډېر زيات نقش لري.))

که ددې موضوع يو څه شاليد ر ا واخلو او د لرغونو ادبياتو پاڼې را واړوو، هلته هم د ادب د تيوريسنانو او پوهانو تر منځ د جنجالونو او نظرياتو بحثونه موندلى شو.

   سوکرات د يونان له هغو نومياليو فيلسوفانو څخه دى چې د شعر پر اهميت له نورو ښه پوهېده، د شعر په بهرني ارزښت يې زيات باور در لود، ده ځکه وغوښتل چې د اتن له ښار نه ټول شاعران په درناوي سره وشړي چې ولې ځينې ساده خلک ډېر زړه را ښکوونکي او ښکلي شعرونه وايي؟

 دى د شعر هنر او ښکلا دومره حيران کړى و چې ګومان يې کاوه دا شعرونه د هغوى کلام نه دى او دا په حقيقت کې د هنر رب النوع دى چې خپلې خبرې د شاعرانو له خولې را باسي او اوچتي الهامي خبرې کوي.

همداسې د هومر ايلياد او اديسه دوه نړيوال شهکارونه دي چې تر ننه يې هم د هنر ستايلو کيسې نه دي ختمې، خو د سوکرات ځکه د هومر له شعر سره نه وه جوړه چې دده په نظر دهغه شعر له خوند او ښکلا سره سره ځوانان بد اخلاقۍ ته اړباسي، دا چې دا د ارباب النواع خبرې دي، ځوانان يې پېروي کوي او د ټولنې د فساد لامل کېږي.

په لنډه توګه بايد ووايو چې اوسمهال په پښتو شعر کې ذاتي ارزښتونه د پياوړتيا په لور روان دي، شعر د خپلې ذاتي ښکلا او هنر پړاوونه وهي او ځوان شاعران هره ورځ خپل خيالونه او احساسات پاسنيو ځانګړتياوو ته په بېلابېلو شعري قالبونو کې په ښه توګه وړاندې کوي.

شاعر بايد تل دا په پام کې ولري چې شعر تر هرڅه وړاندې د انساني عاطفې، بشريت او وجدان غږ دى، بايد د بشري ګډو احساساتو د څرګندولو او نږدې کېدو لپاره هېڅ وخت پرې د نوښت اوازادۍ لار ونه تړل شي او د بشريت د خير ښېګڼې پر لور دې مزل وکړي.

شعر مينه خوروي، زړونه سره نږدې کوي، احساس،هيلې او بشري عواطف پاروي، غږ ورکوي او روزي يې، هر کله که شاعر دغه مسووليت درک نه کړي او شعر د وخت او سوداګرو د ستاينې د وسيلې په توګه يې وکاروي، نو د خپل پايښت رېښې په خپل تبر پرې کوي.

   شعر هنر دى، هنر غايه ده، د وسيلې په توګه بايد ونه کارول شي، د انسان نيکمرغي په دې که ده چې فکر او هنر بايد هېڅ وخت د دود او اړتيا پر زولنو کې را بند نه کړي او پرېږدي چې دغه زرين مرغه په ازاده فضا کې وزرې وغوړوي، خپله شاوخوا په خلاصو سترګو وګوري او خپله ورکه( دانسان نېکمرغي) پيدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *