خلک ولې له شعر سره مينه لري او ولې شعر خوښوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځوابونه يې هم له بېلابېلو زاويو څخه وړاندې کېدلى شي، خو په ټوله کې ورته يو ګډ ځواب دادى چې شعر د بشري عواطفو ګډه ژبه ده، هغه جذبات دي چې په تورو او الفاظو کې را څرګندېږي، ځکه خو انساني تمايلات، عواطف او احساسات په حيرانونکي ډول را پاروي او ځانته يې را کاږي.

     په شعري ژبه کې دا اغېز شته چې اوچت کلام له زرګونو نورو عادي کلامونو څخه را باسي او مخامخ خپل مخاطب پيدا کړي،هسې لکه ناوې چې د واده په ټولو ښځو کې څرګنده او مطرح وي، د شعر او هنري نثر ژبه د انسان د ناخود اګاه ژبه ده او دا چې د انسان له تحت الشعور نه را وځي؛ ځکه خو دانسان تحت الشعور ته هم لاره کوي.

د استاد مجروح باور دادى چې هنري پنځونې په ( لرګين عقل) نه شي تر سره کېدى، ځکه نو د هنرمند لپاره په کار ده چې د نا اشنا په لور پل واخلي او دا مزل هم په عقلي- شعوري ابزارو او له هغې جملې ددغه ژبې چې اکثره د معلوماتو او محاورې د راکړې ورکړې لپاره کارول کېږي، نه شي تر سره کېدى.!

 دغه ستر افغان فيلسوف په خپلو اثارو کې دا خبره څرګنده کړې ده چې د ناخود اګاه ژبه د شعر او افساني ژبه ده، د رمزونو، کنايې او استعارې ژبه ده. ځکه خو عقل او انګيرنې نه شي کولى د تحت الشعور ژورو ته ننوځي، خو که چېرته دا کار ونه شي، عقل منحل کېږي چې دا پېښه د لېونتوب او جنون مانا لري.

همدې موضوع ته په پام سره ډېر ځله دا موضوع رامنځه کېږي چې شعر ولې پر ذهنونو او زړونو ژور اغېز برېباسي، ولي نور ادبي ځېلونه دغه وړتيا نه لري؟ د موضوع د لنډون لپاره غواړو شعري اغېز پر دوو برخو کې وڅېړو.

الف: د شعر اغېزه پر شاعر

ب: د شعر اغېزه پر ټولنه

د شعر اغېزه پر شاعر

په دې برخه کې تر ډېره د(هنر د هنر لپار) موضوع مطرح کېږي چې په خپل ځاى مخالفين او موافقين لري، خو د اغېزې په برخه کې دا د يوه ښه شعر ځانګړتيا ده چې بل شاعر او په ټوله کې خپل مخاطب شعر ليکلو ته اړ باسي او په همغه شېبه پرې يو شعري الهام را نازل شي.

   شعر ته ډېر ځله د تصويرونو او تمثيلي هنر ژبه ويل شوې ده، ځکه چې شعر د ژبې او ادب هغه برخه ده چې د خپل تخييلي ځواک پر مټ ژوند په خپله اصلي بڼه انځوروي، همداسې تخليقي ادب ته ژوند سرور او طراوت وربښي

   د دې ترڅنګ بايد هېره نه شي چې ددغه اثر موخه په يوه اثر کې د ښکلا پنځول او تر ښکلا پورې رسول دي، نه دا چې افراط يې د ګونګ ابهام او شاعرانه منطق د له منځه وړلو سبب شي.

   ډېر ځله يو شاعر د بل شاعر له سبک او ځانګړتياوو څخه پيروي کوي او کله کله کټ مټ د هغه په څېر وي، چې دا موضوع بيا د سبک او مکتب څېړنې پورې اړه لري او له سبک څخه د مکتبونو د رامنځته کېدو يو لامل هم دادى چې شاعر د بل شاعر د شعري محتوا او پيغام تر اثر لاندې راشي، د هغه لار او د ارايې ډول ورته ښه ښکاره شي او پر پل يې پل کېږدي.

   د شعر د ښه اغېز پر مهال د لومړي شاعر شعر د دويم شاعر په ياد پاتې کېږي ، بيا بيا يې له څان سره ګردانوي، نورو ته يې وايي ، دا موضوع په دې اقرار او دلالت دى چې شاعر د خپل شعر په وسيله بل شاعر تر اغېز لاندې راوستى، کله کله همغه شېبه شعر ليکلو ته اړ کېږي او کله کله خو څو شعرونه وليکي، خو بياهم خپل ذوق نه شي تسکينولى او د شاعر اغېز ورباندې پروت وي.

   کله کله خو په داسې حالت کې حتى د ادبي غلا او تضمين موضوع هم مطرح کېږي او شاعر د بل شاعر پر ځمکه او يا د يوه بيت په تضمين سره خپل شعر ليکي، خو هڅه کوي چې د موضوع او محتوا سره اړوندې خپلې خبرې وړاندې کړي.

    شاعر د يوه عالي شعر له لوستلو وروسته په دې ډول تر اغېز لاندې راځي چې فکر کوي په کوم خيال او انځور کې چې دى ورک دى ، کټ مټ دده خپل خيال او پيغام دى، خپله يې پنځولى او خپل مال يې دى، دا يوه طبيعي خبره ده او د ادبياتو په هر چوکاټ کې رامنځته کېږي چې موږ يې په خپل کلاسيک او معاصر ادب کې پراخه بېلګې لرو.

   دلته يو بريالى شاعر يا په بل عبارت اوچت او ښه شعر هغه دى چې لومړى شاعر خپل هغه احساس مخاطب ته په پوره ډول ور ولېږدوي چې ده د شعر ليکلو پرمهال احساس کړى وي.

   مثلا يو شعر په ډېر غمجن حالت کې ليکي، يا د خوښۍ او اصظراب پرمهال، خو کله يې مخاطب لولي او دى په کې همدغه احساس درک او مشاهده کړي؛ نو شعر يې د ښه توب تر پولې رسولى دى.

    يا ډېر ځله يو کس هېڅ شاعر نه وي او د يوه شاعر شعرونه او يوه مشخصه شعري ټولګه پرلپسې لولي، يو په يو په کې يوه جذب او احساس را پيدا شي، ځينې موزون توري او مفقى جملى يې پر ذهن را وورېږي او ددې ارمان وکړي چې کاش ويې ليکي او يا کاش چې شاعر وى! دا خپله د ښه شعر بله ځانګړتيا ده.

اوس نو زما په اند د همدې کس لپاره لازم دي چې د شعري اغېز څخه د لرې پاتې کېدلو او په خپل اثر کې د بل چا مستقيم او غير مستقيم ډول تاثير پاتې کېدو څخه د لرې والي لپاره بايد له دوو لارو څخه کار واخلي.

لومړى: کله چې د يوه شاعر شعرونه ولولي او په دغه کې د شعر ليکلو احساس را وپاروي، نو کوښښ دې وکړي چې هغه مهال دې ژر تر ژره شعر نه ليکي، همداسې يې دې پرېږدي او له ځان سره دې خپل تر لاسه کړى شاعرانه پيغام او انځور پوخ او رياضت دې وکړي.

وروسته يې که وليکي هم دومره اغېز په کې نه پاتې کېږي او ډېر ځله داسې هم کېږي چې د لومړي شاعرد شعري چاپيريال څخه له وتلو وروسته له خپلې خبرې پېښمانه شي او په خپل ناليکلي شعر له سره کتنه وکړي.

دويم : شاعر بايد پرلپسې د يوه شاعر مريد نه شي او د هغه شعري ټولګې دې سر په سر نه لولي، کوښښ دې وکړي چې د نورو شاعرانو د شعرونو لوستلو ته هم مخه کړي، ويې ګوري او څه شاعرانه اخيستنې يې چې ورسره کړې وي، په ټولو کې يې دې وګوري او وروسته دې له ټولو څخه خپله يوه هنري اخيستنه ولري چې شعر يې د خپل ذهن محصول او پنځونه شي.

   په پښتو شاعرانو کې دغه ذوق ډېر پياوړى چې شعر زر درک او د شعر احساس په کې را وپارېږي، ښې بېلګې يې فى البديهه مشاعرې دي، سره ددې چې ډېر ځله له شعريت او هنر لوېږي، خو بيا هم ورباندې د يوه شاعر د شعر فکر کېږي، همداسې په پکتيا، پکتيکا، خوست او نورو سيمو کې د ولسي شاعرانو هغه فى البديهه مشاعرې يادولى شو چې د خلکو په شتون کې په لويو غونډو کې د دوو يا څو شاعرانو تر منځ تر سره کېږي.

د اوسنيو ځوانو پښتو شاعرانو شعرونه که مطالعه شي، سره ددې چې ډېر شاعران راته خپلې او د خپلې نړۍ او ژوند خبرې کوي، نوې تشبيهات، استعارې، سمبولونه او… تصويرونه کاروي، خو ځينې يې بيا په يوه ډول نه يوه ډول د نورو مطرح او سترو شاعرانو تر مستقيم او غير مستقيم اغېز لاندې دي.

د شعر اغېزه پر ټولنه

   دا موضوع بيا د ( ادب د ټولنې) لپاره نظريې سره تړاو لري او د تاريخ په اوږدو کې ډېر ځله داسې شوي چې يو شعر د يوه ملت او يوه هېواد برخليک بدل کړى او حتى تاريخ يې جوړ کړى دى چې لامل يې شعري اغېز او په شعر کې له خلکو نه د ورک شوي پيغام وړاندې کول دي.

   زموږ په تاريخ کې يې تر ټولو غوره بېلګه د ميوند د ملالې هغه ټپه ده چې په ويلو سره يې د مات شوي لښکر د زلمو جذبې را وپارولې، او نه يوازې چې بريا يې يې ور په برخه کړه، بلکې د ولسي ادب په تاريخ کې يې اوچت مقام خپل کړ او موږ تر ننه د ملالې پر مېړانه وياړو.

هغه لنډۍ داده:

که په ميوند کې شهيد نه شوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

ورته بېلګې دغرب او بلکې هر هېواد په ادبي تاريخ کې ليدلى شو چې يوه شعر او د شاعر کوم ځانګړي نظم دې د حکومتونو او نظامونو لار بدله کړې او ولس ته يې د خلاصون او پاڅون يو پيغام ورکړى وي، حتى ډېر ځله ادب تاريخ هم د سياسي تاريخ برخه وګرځوي.

   په تاريخ کې ثابته شوې چې د هرې ژبې د ادبي زېرمې يوه زياته برخه منظوم ادبيات جوړوي، هغه که فولکوريک دي او که نور عروضي فورمونه، علت يې دادى چې شعر د نثر په پرتله د انسان ذهن ته ژر لوېږي او په ياد يې پاتې کېږي.

د هر شعر په روح کې يوه هيله او غوښتنه شته، په ټولنه د شعر د اغېز پر مهال شاعر د خپلې ټولنې د يوه محروميت، يوې هيلې او غوښتنې خبره کړې وي. ډاکتر نسيم اقبال وايي: “د هر انسان زړه له هيلو ډک دى. خو د هر يوهد خواهشاتو نوعيت او معيار سره بېل دى، کله چېرته د دوو کسانو د خواهشاتو نوعيت يو شان وي، نو بيايې د غوښتلو انداز له يو بل نه جدا وي.”

له دې خبرې نه موخه دا وه چې هر شاعر د ټولنې د يوه بېلې هيلې او غوښتنې د بيان استازى او غږ له ځانه جوړولى شي او هر څوک په ټولنه کې خپل مخاطب لري، داسې نه ده چې د ورته ارمانونو يو بيانونکى شاعر دى ټولنه وشړي او بل ته دې د ګلونو هار ور په غاړه کړي.

د پښتو ولسي ادبياتو ډېرې داسې منظومې بېلګې او منظوم داستانونه شته چې ليکل شوي نه دي، خو حتى د نالوستو کسانو په ذهنونو کې پاتې دي او نورو خلکو ته نسل په نسل له ډېر کم بدلون سره لېږدول شوي او په ټولنه يې خپل ځانګړې اغېز ساتلى دى.

يو ټولنيز شعر په ټولنه کې هغه مهال ډېر محبوبيت پيدا کوي چې د ټولنې د واقعيتونو هنداره وي او د ټولنې هر وګړى په کې خپل ځان وګوري. هر کله چې يو شاعر د خپلې ټولنې دغه اړتيا درک کړي او خپله د ټولنې له يو محروميت څخه تر اغېزمن کېدو وروسته يو څه وپنځوي، نو په ټولنه کې هم هغه مهال ځاى پيدا کوي او هم ژوندى پاتې کېږي.

   له دې موضوع سره د يوه شعر يا هر بل ادبي اثر د ژوندي پاتې کېدو او جامعيت موضوع هم مطرح کېږي او غوره به وي چې يو څه ورته تم شو.

   د يوه شاعر يا ليکوال پايښت او ژوند به د هغه د اثارو په کميت يا کيفيت پورې اړه ولري يا نه، خو د ادب او هنر کره کتونکي په دې اند دي چې د يوه شاعر يا ليکوال اصلي مړينه هغه مهال پيلېږي چې مخاطبين يې د اثارو له لوستلو مخ واړوي.

   انګريز کره کتونکى ټي اېس ايليټ وايي: دا دومره مهمه نه ده چې يو شاعر ډېر يا کم لوستونکي او اورېدونکي لري، مهمه داده چې د هغه د لوستونکو او اورېدونکو يوه وړونکې شمېره په هره زمانه کې موجوده وي.

   په پاى کې بايد ووايو چې دا به ګرانه وي چې هر شاعر دې خپله ځانګړې لاره ولري او پر هر شاعر د بل شاعر اغېزه هم يوه طبيعي خبره ده، خو دا مهمه ده چې شاعر بايد لږ تر لږه د شعر له خپرولو او مخاطب ته له وړاندې کولو وړاندې په خپل شعر کره کتنه وکړي.

شاعر د خپل شعر له محتوا او روح سره تر بل هر کره کتونکي زيات بلد دى او ماهر دى ځکه ده ته د خپل تخليق لوړتيا او ځوړتيا ښه معلومېږي، په کې خپلې او د بل چا خبرې ښې درک کولى شي، سره ددې چې دا موضوع په خپل ځاى کې مخالفين هم لري.

کره کتونکى او شاعر مصطفى سالک په دې اړه وايي: که شاعر د کره کتنې سره ذوق هم ولري، غبرګ يون يې شونى دى، خو ګران دى، ځکه چې د کره کتنې ذوق ډېر ځله د تخيل د الوت مخه نيسي.

   ځينې کره کتونکي بيا ټي ايس اېليټ هغه شاعر او کره کتونکى بولي چې هم يې اوچته او نړيواله شاعري کړې او هم د شعر ستر او ماهر کره کتونکى پاتې شوى دى.

   ددې ويل اړين دي چې شاعر که خپلې ډېرې کمزورې خبرې هم وکړي، يا په بله اصطلاح ډېر عالي شعر هم ونه ليکي، خو خپلې خبرې او د خپل ژوند نه يې خپلې اخيستنې وړاندې کړې وي؛ نو له هغه اوچت شعر نه ډېر غوره دى چې د بل له سترګو يې موندلى او ليکلى وي.

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *