شعر ته د انځورونو ژبه ويل کېږي او شعر د ژبنيو انځورونو ټولګه ده، ځکه چې په شعر کې د هرې کلمې تر شا يوازې مجرده مانا نه، بلکې لوى مفاهيم او خبرې هم پرتې وي، همدغه انځورنه په شعر کې د شعري ځانګړتيا نه، بلکې د جوړونکي جز په توګه کارېږي او پټه ښکلا را سپړي.
شعري انځورونه په شعر کې د بلاغت د کلاسيکو پوهانو له خوا د نومول شوو ځانګړتياوو لکه مجاز، استعاره، تشبيه او نورو… همدارنګه د معاصرو شعري لوازمو لکه سمبول، اسطوره …او تمثيل نه چې تر ډېره غربي رېښه لري د يو ځاى کېدو څخه په ګډه را منځته کېږي.
بې انځوره شعر د تش کالبد په څېر وي، خو کله چې په کې انځورونه و پنځول شي، روح په کې پيدا کېږي، په حرکت راځي، پرعواطفو اغېزه کوي او زموږ سترګو ته يوه شيندلې ښکلا را ټولوي او دروي.
شاعر تل له ځان سره يو خيال او خبره لري، هڅه کوي چې خپل دغه احساس ته د انځور جامې ور واغوندي او خپل دغه خيال چې په حقيقت کې يو ذهني مفهوم دى؛ د تخييل له يوې عمليې وروسته يې د نورو لپاره هم مجسم کړي.
کله کله چې موږ يوه شاعر ته د خيالونو، ښکلا او جذباتو انځورګر شاعر وايو، موخه مو دا وي چې نوموړى شاعر په خپله شاعرۍ کې د مخاطب احساسات او عواطف داسې وړاندې کړي چې د شعر مخاطب ته خپل او طبيعي ښکاري او داسې څرګندوي چې شاعر له سترګو لوېدلې او پيکه ښکلا په څومره ظرافت او مهارت سره بېرته د خلکو سترګو ته درولې ده.
ډېرو شاعرانو ته کله کله د ملت او ولس غږ وويل شي، لامل يې دا وي چې ده خپل ولس ته يوازې د ويښتابه او سمون چيغې نه وي وهلې، بلکې د دوى تېر او ماضي يې هغوى ته په تمثيلي هنر او انځوريزه ژبه داسې انځور کړې وي، چې مخاطب يې نور د انکار او ځان تېرولو لاره نه لري او د خپل تېر او مستقبل انځوريز تاريخ پاڼې ګوري.
محمود دروېش د عربي نړۍ په ځانګړي دول د فلسطين نوماند شاعر دى، ده په خپله شاعرۍ کې په سمبوليکه ژبه خپل ولس د بې وزرونو مرغه په توګه ياد کړى، چې جوړ روغ دى، خو وزرونه نه لري چې د ازادۍ او پرمختګ پر لور والوزي.
ده ته د فلسطين غږ ويل کېده او کله چې مړ شو، نو ګڼو رسنيو او د هغه مينه والو پسې ليکلي وو چې د فلسطيني ولس غږ خاموش شو، د ولس د ازادۍ دنګ منار پرېوت، په مشاعرو کې به چې ده کله شعرونه ويل او د خپل ولس کوم حالت به يې چې په کوم مهارت په شعرونو کې انځوراوه، نو اکثره خلکو به پر خپله بې وسۍ د حسرت اوښکې تويولې.
د تشبيه، مجاز، استعارې او سمبول پر مټ پنځول شوي شاعرانه انځورونه د شاعر او د هغه د مخاطب تر منځ يوه اړيکه را منځه کوي او دواړه د يوه ګډ ښکلاييز يا ښکلا پاروونکي احساس په تار سره تړي، ځکه په شعر کې انځور د شاعر لپاره ارادي وي، دى د يوې ښکلا او احساس د پنځولو او انځورولو هوډ لري، خو لوستونکى ورسره په غير عادي ډول مخ کېږي.
له دې سره دا خبره هم اړينه ده چې په شعر کې د انځور جوړول د شاعر هنر دى او هر هنر له وړاندې نه کومه وړاندوينه نه لري ، ياني په اړه يې هنرمند کومه پېشبيني نه شي کولى، د هنر ارزښت هم په همدې غير ارادي حالت کې دى چې مخاطب يې د مخکې په اړه څه نه شي ويلى.
ځينې شعر پوهان او کره کتونکي انځور د نڅا په څېر ګڼي او وايي چې بې انځوره شعر د ولاړ نڅا ګر په شان دى.
له دې ډلې نه په شعر کې د انځوريز حرکت په اړه د پل والري دا خبره ډېره مشهوره ده چې وايي: :” شعر داسې دى لکه نڅا اونثر داسى دى لکه پر لاره تګ، پر لاره عادي تګ د يوه مقصد پر لور وي، حال دا چې نڅا په خپله مقصد دى، ځکه د کوم مقصد لورته به په نڅا سره تګ خندوونکى وي.”
څرنګه چې په شعر کې فرعي او اصلي انځورونه له يو بل سره د غاړه غړۍ کېدو له لارې په شعر کې انځوريز حرکت پيدا کوي، همداسې د شعر مخاطب ته هم ښکلا پاروونکى احساس ورکوي او د ساحل د شګو په څېر يې ځان ته ورو ورو را کاږي.
په دې حالت کې کله کله انځور دومره عالي او اوچت وي چې د شعر لوستونکى سترګې پټوي، يوه شېبه د شعر له انځوريز چاپيريال نه وړاندې ځي او په ذهن کې هم هغه ښکلا مجسموي چې شاعر په خپل شعر کې په طبيعي بڼه او مهارت سره وړاندې کړې ده.
اوسنۍ شاعري تر ډېره دغه ځانګړتيا ځکه لري چې شعرونه يې د پخوانۍ شاعرۍ په پرتله خوځنده دي، د يوه اوږده داستان په څېر هم د داستان پېښې مخته وړي او هم د هرې پېښې په ځانګړي انځور زور اچوي، حال دا چې په پخوانۍ شاعرۍ کې انځورونه تر ډېره ساکن وو او د پېښو تمثيل ته په کې ډېر پام نه کېده.
له دې خبرې سره دا موضوع هم مطرح کېږي چې په ادبياتو کې د سپين او ازاد شعر د رامنځته کېدو يوه موخه او اړيتا هم دا وه چې شاعر تر دې وړاندې د قافيې او رديف په کړۍ کې را ايسار و.
شاعر نه شوى کولى چې د قافيې و رديف د رعايت تر څنګ خپل ذهني او عيني انځورونه په پوره ازادۍ او خپلواک ذهن سره وړاندې کړي، ځکه چې دى د يو ډول معيارونو په چوکاټ کې را ايسار و، دده انځورونه نيمګړي پاتې کېدل او زړه يې ورباندې اوبه نه څښلې.
د سپين او ازاد شعر په رامنځته کېدو سره شاعر ځان خپلواک احساس کړ چې لويو لويو خيالونو او حتى کيسو ته انځوريزې جامې ور واغوندي او ټول ذهن يې په يوه خيال را متمرکز شي او هغه څه په بشپړ ښکلاييز انداز وړاندې کړي چې له ځان سره يې مجسم کړي دي.
دې ازادۍ شعر ته دا ګټه ورسوله چې هر ډول خبرې او کيسې په کې د ډېرو عالي او بشپړو انځورونو پر مټ په ښه توګه وړاندې شي او شاعر د اصلي انځورونو تر څنګ په ګڼو نورو فرعي انځورونو هم زور راوړي.
دلته به د بېلګې لپاره د پياوړي شاعرعبدالغفور لېوال يوه ازاد شعر ته تم شو چې سر ترپايه يوه ښکلې کيسه ده او د تمثيلي هنر پر مټ د شعر عيني انځورونه دومره پياوړي شوي چې موږ هم ورسره ځان په يوه سفر کې روان ګورو.
باران او انځور
بيا به شېبو شېبو باران ورېږي
او زما د ګادي پر ښېښه اتڼ د څاڅکو جوړ دى
ته زما شاته په څوکۍ ناسته يې
زه د سړک تر شاه سړک نه وينم
په عقبي هنداره ستا په ښکلو سترګو کې ورک
زه په هنداره کې دا ستا د څېرې سيند وړى يم
باران ورېږي څاڅکي لا هم پر ښېښه بهېږي
او ستا خوږې موسکا هنداره کې ګلونه کړي
اې!
دا خو را ورسېدو
بس په دې بل سړک به ته کوزه شې
خو ګرانې هيله کوم
که ته کوزېږې خپل انځور دې پرېږده
پرېږده موسکا دې په هنداره کې همداسې ګل وي
پرېږده چې ټوله لاره
همداسې ستا خوږه موسکا ووينم
غواړم چې ټوله لاره
ټول ژوندون
او ټوله هستي
زما په هنداره کې ته ناسته
ته موسکۍ پاتې شې
١٣٨٥ د لړم ٢٥مه
د لېوال صاحب په دې شعر کې د ذاتي ارزښتونو او يوه تمثيلي انځور نه پرته بله مهمه ځانګړتيا اوسني( معاصر) ژوند او پرمختګونو څخه يو بل اوچت انځور دى چې مين خپله معشوقه د کوټې، کور او ګودر په هنداره کې نه ګوري.
د مين سره په موټر کې روانه ده، ښار دى، په سړک باران ورېږي او په شاليد هنداره کې د يو چا ښکلو سترګو سفر او فضا لا ښکلې کړې ده، فاصلې هم دومره اوږدې نه دي، معشوقه د مين شاته د موټر په څوکۍ کې ناسته ده .
دا انځور په ټوله کې يوه خوږه کيسه ده او په ښار کې چې طبعا مډرن ژوند به وي، د دوو مينو د مينې داستان بيانوي، دا شېبه که څه هم لنډه ده، خو د دوو زړونو درک او احساس موندل په کې د حالتونو د بيان په پرمټ اسانه شوى او دا له ازاد شعر پرته په غزل کې يا بل مقفى فورم کې په دې ډول ممکن نه و.
ذهني او عيني انځور
په ټوله کې د شعري انځور د کښلو سرچينه خيال دى، هر شاعر په خپله خيالي نړۍ کې د يو څه په اړه فکر کوي، د خپل چاپيريال له موجوداتو سره يې اړيکه ټينګېږي، يو څه ورته د بل څه سره ورته ښکاره شي او وروسته د خپلې اخيستنو( مشاهدو) له مخې يو انځور وپنځوي.
کره کتونکي او شعر پوهان شعري انځورنه په دوو برخو وېشي چې ذهني او عيني انځورونه ورته وايي، خو د يوه عالي او ښکلي شعري انځور د هستولو لپاره د دواړو اړيکې او پخلاينه ډېره مهمه ګڼل کېږي
په عيني انځور کې د انځور جوړونکي توکي موږ په سترګو وينو، حس کوو يې او موږ ته اړ نه وو چې په ذهن کې يې له يوې پلټونکې عمليې وروسته له ځان سره مجسم کړو، بله مهمه خبره په کې د منطقي عنيت ده چې د انځوريزو توکو تر منځ موجودې وي.
زه به دلته د بېلګې لپاره د تکړه شاعر اجمل تورمان د شيش محل شعر راوړم. ښاغلى تورمان وايي:
شيش محل
دا مې وعده درسره
که چېرې کله شيش محل مې جوړ کړ
هر سبايي به د محل
په خوله شوو ښېښو
يوازې ستا نوم ليکم
شعر يو ډېر روڼ او ښکلى عيني انځور لري، سمه ده چې شاعر به چاته د خپل خيالي شيش محل د جوړولو ژمنه ورکوي، دا چې څنګه به وي؟ په دې پسې هم نه ګرځو خو “خوله شوې ښېښې”، په خوله شوې ښېښه “نوم ليکل” او” شيش محل” هغه څه دي چې موږ يې د کومې ذهني مرسته او تړاو پرته په خپلو سترګو ګورو.
دلته هر څوک خپل هغه حالت په اسانۍ ګوري او انځورولى شي چې سهار په يخ کې د خپلې کړکۍ شاته ودرېږي، خوله شوې ښېښې ګوري او بيا په خپله ګوته ورباندې د يو چا نوم ليکي.
ذهني انځور
ډېرځله داسې کېږي چې شاعر په خپل شعر کې داسې انځور وړاندې کړى وي چې عنيت نه لري او مخاطب يې اړ وي چې د ذهن په مرسته يې د توکو اړيکې درک او وروسته يې د يوې ذهني عمليې په مرسته سترګو ته ودروي، دې ته ذهني انځور وايي.
د ځوان شاعر فريد باراني د (مرګ) په نوم شعر يې غوره بېلګه ده چې دلته به يې وړاندې کړو:
مرګ
پاس د عرش پر څلو
د يوه خدای د اندېښنو سيوری دی
چې په ازل کې يې له ژوند سره جګړه کړې وه.
مرګ
زما د مغز د تکه تورو کندو
د ادراکاتو د بېديا نښه ده
مرګ د سکون نيستي ده
مرګ د کيهان ستړيا ده
مرګ د بڅرو د هستې لوږه ده
مرګ د ډبرو ګډېدل دي د هوا پر اوږو
مرګ د آدم وېره ده
مرګ دې نړۍ ته د وروستي خدای پاماني موسکا ده
مرګ د هغه په زړه کې زما د ډوبېدو انځور دی.
د فريد باراني د پاسنى شعر ټول انځورونه ذهني دي او موږ نه شو کولى چې د شاعر له خوا راوړل شوي فلسفي مفاهم او پېچليتاوو د عنيت د تړاو او منطق له لارې انځور کړو، خو که چېرته ورته په ټوله کې د فلسفي انده او ذهني مطابقت او تړاو له اړخه وګورو، نو بيايې د انځورونو ننداره کولى شو.
په دې شعر کې د مغز تکې تورې کندې، د عرش څلي، له ژوند سره جګړه، د هستۍ لوږه، د هوا پر اوږو، د ډبرو ګډېدل، د ادم وېره، د ډوبېدو انځور او … نور ټول ذهني انځورونه دي چې خلاق ذهن او پوهه غواړي، څو په کې نغښتې ښکلا را وباسي.
ذهني او عيني انځورونه تر ډېره د بهرنۍ او دروني بڼې له مخې بېلېږي، يو په روان او بل پر عواطفو پورې اړه لري، نه حس کېږي او دويم ډول بيا موږ له څه واسطې پرته په اسانۍ سره درک او حس کوو، يا په بل عبارت د شعر هر مخاطب ته يې حس کولو اسانه وي.
عيني انځورونه هغه څه دي چې په ټولنه کې شته، هر څوک يې ګوري او اخيستنه ورنه کولى شي، خو ذهني انځورونه بيا ددې خلاف دي، يا به وي، خو يوه بله درېيمه واسطه اړينه ده چې درک او ننداره يې وشي، له همدې امله ځينې کره کتونکي د ذهني انځورونو پر پياوړتيا ډېر ټينګار کوي.
په کابل کې د ښوونې روزنې پوهنتون د ژبې او ادب استاد عبدالقدير خموش شعري انځور د شاعر مهارت بولي او له طبيعت سره د شاعر ژور تړاو يې بله ځانګړتيا ګڼي.
نوموړى په دې اړه ليکي:”په شعر کې انځور جوړول ځانګړى مهارت غواړي، تر هغو چې شاعر له طبيعت او طبيعت له ژبې سره اشنا او ملګرى نه شي؛ په شعر کې انځور جوړونه ناشونې برېښې. په شعر کې د انځور اېستلو لپاره شاعر اړ دى چې لطيف، هڅاند او پلټونکى حس ولري، له طبيعت او طبيعي شيانو سره مينه ولري او د شاعر د ژبې او طبيعت د ژبو تر منځ اړيکه ټينګه کړى شي.”
البته کله کله په شعر کې عمودي او افقي انځورنه خبره هم کېږي او موخه ورڅخه داده چې هر شعر يو عمودي انځور لري چې د شعر له پيل نه تر پايه پورې پالل کېږي او د شعر اصلي انځور وي، خو خپله همدغه شعر بيا په منځ منځ کې او يا که چېرته ازاد شعر نه وي، په هر بيت کې بېل بېل انځور هم لري چې افقي انځور ورته وايي او د عمودي انځور د جز په توګه د هغو د پياوړتيا لپاره کېږي.
د پياوړي شاعر پيرمحمد کاروان لاندې غزل د بېلګې په توګه وړاندې کوو:
غزل
يمه کاڼه ته راګوره چې اوبه شم
غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم
چې ستا اوښکې کړمه تورې ملغلرې
د رنجو ډبره يم زه به رانجه شم
جار نظر دې راته جام ډيوه ډيوه کړ
دغه جام به څښم چې زه د نور مارغه شم
يو د شپې ځلنده ستورى مې ريبار دى
ډېرې شپې په له سپوږمۍ سره ويده شم
اجازه ده چې جارو درنه غبار کړم
اجازه ده چې د سترګو دې باڼه شم
ښکلوم دې نه، څه دومره ګستاخ نه يم
بس يوه خوږه موسکا به دې په خوله شم
يو ملنګ د زمانې يمه کاروانه
خداى خبر دى چې پاچا ته ور په زړه شم
پورتنۍ غزل له مطلع څخه تر مقطع پورې يوه خوږه او نازکه هيله ده، په عمودي انځور کې شاعر ځان د خپلې مينې پر وړاندې ډېر عاجز او خاکساره معرفي کړى، خو وايي چې که چېرته ورسره د چا يوه خوږه موسکا او پيرزوينه ملګري شي؛ نو د نور مارغه به ترې جوړ شي.
ددغه اوه بيتيز غزل عمودي انځور همداسې يو ښکلى حکايت کوي، کاڼى دى غواړي اوبه شي، غواړي د خپلې غوټۍ په ګلپاڼو کې د رنګ په څېر ځان پناه کړي، د چا په سترګو کې د رانجه کېدو هيله لري، له سپوږمۍ سره يې د خوب غوښتنه په زړه ورېږي.
له يار نه اجازه غواړي چې له لېمو نه يې غبار جارو کړي، په سترګو يې د بڼو په څېر ودرېږي ، د ښکلولو ګستاخي نه کوي، خو غواړي چې په خوله يې د يوې خوږې موسکا په څېر وغوړېږي.
بالاخره هلته يو ملنګ کاروان له پاچا نه هېر شوى دى، فکر نه کوي چې دغه ملنګ دې پاچا ته ياد وي او يا دې دومره اسانه ورياد شي، عمودي انځور ټول د شاعر د مينې پر وړاندې کمتري او په يوه بله بڼه د خپلې مينې د عظمت بيان دي چې د کلماتو او انځورونو په بدلون يوه موضوع مخته وړي.
دغه عمودي او اصلي انځور د هر بيت د ځانګړې موضوع او ځانګړي انځور پر مټ پياوړى شوى، ښکلا په کې زېږېدلې او ورنه وړاندې بيت يې تاييد او ښکلى کړى دى.
اجازه ده چې جارو درنه غبار کړم
اجازه ده چې د سترګو دې باڼه شم
په دې بيت کې دواړه نيم بيتي په (اجازه ده) پيل شوي، تکرار يې ښکلا پيدا کړې، د معشوقې پر وړاندې ښکلى تعظيم او ادب دى، شاعر کومه کوستاخي نه کوي او زموږ په ذهن کې يو ملنګ ګرځي چې وارخطا او لړزېږي، خپلو ګوتو ته ګوري او د ښکلا د يوې مجسمې پر وړاندې يې د تعظيم سر ټيټ کړى دى.
دا بيت د عمودي انځور يوه ښکلې کړۍ ده، خو ټولو بيتونو سره پخلاينه لري او په ټوله کې هر يو بيت يو ستر انځور پالي او د مرستندويانو په څېر ورسره روان دي. همداسې په سپين يا ازاد شعر کې هم افقي انځورنه د عمودي او اصلي انځور په منځ منځ کې د انځور د پياوړتيا او ښکلا پنځونې لپاره خپل رول لوبوي.
په پاى کې بايد ووايو چې انځور د شعر د ذاتي ارزښت يوه مهمه برخه ده. شاعرانه انځورونه بايد د کمرې د انځور په څيرحقيقت کټ مټ تر موږ را ونه لېږدوي او له يوې تخييلي، هنري او ذوق مرحلې وروسته دې د شعري ښکلا د بشپړولو هڅه په کې وشي چې له نېکه مرغه اوسنۍ پښتو شاعري له ښکلو شعري انځورونو مالامال ده او د ځوانو شاعرانو پام له بل هر وخت زيات ور اوښتى دى.
پاى