د هنر دپيژندنې په اړه همغږي شتون نه لري. او نه یې په یوه خاص تعریف کې ایسارولی شو. دهر فن د هنر تومنه ځانګړې ده. هنر کوم الهام نه دی؛ بلکې دانسان په ذوق جوړ شوی څیز دی. یانې کوم شی چې انسان یې تخلیقوي په هغه کې به هنر وي. دګل په جوړښت کې هنر نه شته. ځکه دا دخدای )ج( دنظام ځانګړنه ده. او هغه ټول شیان ښکلي پیدا کړي دي.کله چې انسان دیوه شي دجوړښت هڅه کوي؛ نو په هغه کې دهنر شتون اړین دی چې دخلکو احساسات را وپاروي. نو په همدې وجهه هنر دا حساساتو ښکارندوی ګڼل شوی دی.
یانې په همدې وجهه په یوه صنعت کې باید، یو هنر شتون ولري. او همدا د هنر او صنعت دتړون توجع ده.دهنر په اړه نورې خبرې پریږدو، ممکن دمحب الله محب دژباړل شوي کتاب(هنر په خپله بڼه) خبرې رانه وشي. دغه اثر د هنر په اړه تر ډېره څرګندونکی اثر دی. مګر زموږ کار دشاعرۍ دهنر سره دی.
شاعري نو ترټولوهنرونو، ځکه لوی هنردی چې د احساساتوبیان ته ځانګړې شوې ده.دحسي تجروبو منظر دی. دذهني تصاویرو ادراک دی.خیالي تجربه ده. او همدغه توکي دهنرپه پنځونه کې اړین دي. د کالینګوود ویناده چې هرتخیلي تجربه حسي تجربه ده.او دهنر دنده داحساساتو، بیان دی.ذهني انځورونه دحقیقي هنر ښودنه کوي.(هنر په خپله بڼه)
حسي تجربه هغه څه راپیژني چې واقعیت ولري. پنځه حسونه هغه څه را پیژني چې شتون یې یقیني وي. اوموږ خو په تېرو مقالو کې هم ویلي و چې تخیل مطلق درواغ، نه دی. همدا تخیل دی چې هنر را ولاړوي.کله چې ذهني انځور حقیقي هنر وي؛ نو شاعري خو تر ګردو زیات ذهني انځورونه لري.شاعري خو بیا تر ټولو هنرونولطیف حقیقت دی.
شاعري د هنر یو داسې ځاله ده چې دهنر ټول روح پکې شتون لري. او همدغه هنر ښه شاعري ایجادوي. لکه څنګه مو چې په پورته خبرو کې په صنعت کې دهنر ذکر وکړ.همدا وړ په شاعرۍ کې دهنر شتون ته ژمن یو. موږ به هله ښه شعر ولیکو چې دهنر تومنه پکې نغښتې وي.هنر یو جوهر دی. هر شی یو فطرت لري .همدا دشاعرۍ فطرت دی. همدا شی دشعریت توکی دی.همدغه شی بیان خیالي کوي. دهمدغه شي په واسطه فکر،عاطفه،احساس… ښکاره کوو.دا هنر څه وړ هنر دی؟ او په شاعرۍ کې څه وړ را وستل کیږي؟
شعري هنر د کلمو روحونه سره تړي. او یو داسې شی رامنځته کوي چې ناپدید وي.دا دشعر بهرنی هنر دی. چې خبرې نا اشنا کوي. عادي بیان، غیر عادي کوي. او بیا ددغو متفاوتو شکلونوڅخه یو داسې منظر را وباسي یا یو داسې شی را انځوروي، چې د اپلاتون دانډیولانو کینه را ولاړوي. دوی ته دغه ناپدید منظر د منلو نه دی. نو طبعآً محاکات به تقلید بولي. مګر محاکات سوچه تقلید نه دی. محاکاتو ته دبیا ښودلو نظریه، په شاعري کې غلطه خبره ده. هغه داسې چې شاعري دکایناتو ماهیت څیړي. او ماهیت معنوي کړنه وي. او معنوي کړنه لکه روح کوم جامد شی نه دی. نو په کوم دلیل محاکات تقلید وګڼو؟ او په کوم دلیل شاعري دتقلید پلیونې وشمېرو؟
د شاعرۍ هنر په دې کې دی چې فطرت نګاري کوي. د شیانو ارواوې څيړي.او په هغه کې د ښکلیو او عاطفي شیانو څیړنه کوي.تاسې یې لاندې مثالج وګورئ:
د ژبې سر ترې لاندې باسه
د زنې سر نه مې ګبین وڅڅېده نه
د پورتنۍ لنډۍ هنر په تقاضااو غوښتنه ولاړ دی. دغه تقاضا په یوه داسې هنر سره شوې ده، چې هم قوي منطق لري او هم خیال ، نو نه منل یې ناشونې خبره ده.
که مو کوټه سورۍ وي. او په باران کې ترې اوبه څاڅي؛ نو که څومره ستومانه او سړیچن وۍ ،بام ته به خیږئ او په څڅېدلي ځای به خاوره یا ایره اچوئ.تر څو کوټه موله لندیدو وژغورل شي.نو چې بیا ګبین څاڅي، څنګه به یې، پریږدئ. چې تواني شئ. دا دپورتني مسرې هنري منطق دی. او خیالي ځکه ده چې د زنې سر دګبینو چینه نه ده، چې ګبین دې ترې وڅاڅي. مګر خبره دا ده چې ګبین خواږه دي. او خوږ شی نه به، څوک ځان محرومه کړي.
د وخت په تېریدو سره انسان زړیږي.او ظاهري حسن هم ورسره فنا کیږي. او زنه، خو بیا بیخي دحسن مرکز دی. ځکه چې زنخدان یې زیاته ښکلا پنځوي. او د عمره له تېریدو سره به، حسن له لاسه ورکوي. او بله خبره پکې دشهواني غریزې ده. دغه عام حقیقتونه یې په شاعرانه حقیقت اړولي دي. او د خپلې تقاضا لپاره یې استدلالونه پرې کړي دي. چې مخ به په هیڅ صورت ترې وانه وړي. دا اوس هنري غوښتنه ده. همدا په شعر کې هنر دی.
تاسې د استاد پسرلي بیت هم وګورئ:
مات لاس ځي غاړې ته، د مینې منډه وي تر حسنه
لکه مجبور پتنګ چې ستا مخې ته ږدم جنازه
(استاد پسرلی)
د پورتني بیت هنر د عاجزۍ او مجبورۍ په وړاندې کولو کې ده.
استاد پسرلی خپل یار ته د مجبوریت هغه دلیلونه وړاندې کوي،کوم چې فطري دي.مات لاس ، به طبعاٍ غاړې ته لویږي. کنه د جوړیدو امید ترې عبث دی. او کوم شی چې ښکلی وي انسان ورسره زړه تړي. د پتنګ د ساه ایستلو اخیرنی، مورچل د شمعې غېږه ده.او چې ساه یې ووتله نو دشمعې پښو ته به، خپله جنازه راوړي. شاعر دا ټول استدلالونه دخپلې مجبورۍ د اثبات لپاره راوړي دي. نو ددومره، سپیناوي وروسته به پسرلی صیب دیار په مخ کې هم ملات ښکاري؟ نه.
د ښې پيژندنې لپاره د حمید مومند، مصطفی سالک، سعدالله جان برق بیتونه وګورئ چې په یوه بحر، په یو وزن او هم یې سبک یو دی:
دا زما له غمه شین زړه، پکې خیال د یار دشونډو
هسې رنګ زیب وزینت کا، لکه مۍ په شنه پیاله کې
(حمید مومند)
زه شهید ما زدیګری یم،ما دپیغلو په لاسونو
د سندرو په کفن کې، دګودر په غاړه ښخ کړئ
(مصطفی سالک)
دا زما خاورې ایرې ژوند، پکې ستا نیازبینه مینه
لکه ګل وي چا ټومبلی، په ریښې ریښې پګړۍ کې
(سعدالله جان برق)
حمید مومند د خپل زړه تو صیف په یوه داسې انداز سره کوي چې دهنر ټولې خواوې پکې دي.
دحمید په زړه کې چې د یار د شونډو، خیال وي، زړه به یې څنګه ښکلی نه وي. ځکه چې شونډې ښکلې دي.
سالک صیب په هنري تیغ خپل، ارمان کوي. ارمان، خو ځکه دی چې دی وایي ما د هغو پېغلو په لاسونو خښ کړئ چې ګودر یې په شورښکلی کړی دی. اوبه هم شور لري. ولې د بنګړو شور بیا نو بیل کیفیت لري. په پورتني بیت کې پیغلې،شهید، ګودر، شوراو بنګړي هغه کلمې دي چې روحونه یې سره تړل شوي دي.ځکه په مازدیګر کې جینې د شپې لپاره یخې اوبه راوړي؛ نو د انجونې بنګړي او له نورو ملګرو سره، مجلسونه، دمین دیدار…ورسره تړلي وي.او انسان چې مري؛ نو که هغه هر وخت وي په هغه به مازدیګروي.
او برق صیب بیا نو دحمید د هنر په کالب کې، خپله خبره اچوي.او د خپل ژوند توصیف کوي.
ګورۍ د پورتنیو بیتونو، کالب یو دی.د حمید مومند او دسعدالله جان برق، خو د هنر کالب بیخي یو دی. مګر سالک صیب د دغه کالب، محتوا ته یې یو څه تغیر ورکړی دی. یانې سالک صیب په همدغه کالب کې، خیال وړاندې کړی دی. حمید مومند او برق صیب بیا ترې تصویر جوړ دی.ځکه چې تشبیه د انځور جوړونې تر ټولو لومړنۍ وسیله ده.
پای
اخځلیکونه:
۱- هنر په خپله بڼه، ټولوونکی او ژباړون: محب الله محب، مومند خپروندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۳ ،۲۰۱۵.
————————————–