هره پوهه او هنر د بيان او ارايې ځانګړې ژبه لري او همدا ژبه يې د پيغام، فکر او منځپانګې په لېږد کې بنسټيز رول لوبوي. څرنګه چې شاعري د انسان د عواطفو، ناويلو خبرو او احساساتو د بيان هنر دى، همداسې يې بيان هم يوې ځانګړې هنري ژبې ته اړتيا لري چې د همغه ژبې له عادي محاورې سره په بشپړه توګه توپير لري.

شعري ژبه د استعارو، تشبيهاتو، سمبولونو، کنايو، انځورونو او هنري صنايعو ژبه ده چې هر وخت د عقل او منطق په تله نه شي تلل کېدلى او کلمات په کې د ژبې د عادي خبرو يا محاورې خلاف په بله بڼه لوبېږي.

   دلته ژبني توري د شاعر په ګوتو کې د مومو په څېر اوړي را اوړي، بڼې او ماناوې بدلوي او په شاعرانه انځورونو کې د انځور کښلو پرمهال د رنګونو رول لوبوي چې دغه هنر او ځانګړتيا يوازې په شعري ژبه، انځورونو او شعري مهارتونو کې موندلى شو چې لوبونکي ته يې شاعر ويل کېږي.

   شاعر که وايي چې “د ښکلا داسې غره ته خېژم…” نو دلته مجسم شوى دنګ غر موږ د ژبې په عادي خبرو او محاوره کې نه شو موندلى ، خو که د شعري ژبې له زاويي څخه ورته وګورو، نو د سترګو پر وړاندې به مو په رښتيا هم د رنګ او ښکلا يو زرغون او سمسور غر ولاړ وي چې ځان او جهان په کې موندلى شو.

له عادي انسانانو يا په بل عبارت له غير شاعر انسان سره د شاعر يو توپير په دى کى دى چې دى خپل دې هنر د کلماتو په خزانه اړولى او ددې وړتيا لري چې ورته مخکې پراته کلمات څنګه او په کوم ځاى کې وکاروي، څه ترې جوړ کړي او څرنګه يې جوړ کړي؟

   شاعر په کلماتو انځورګري کوي، د ډاډ او ويسا احساس ورسره وي، لکه د کلماتو د يوه ستر لښکر واک دې چې ورکړى وي او د تنظم او خوځښت ټول صلاحيت هم له ده سره وي، بيا نو په ده پورې اړه لري چې خپل منزل او موخې ته د رسېدو لپاره کومه لاره غوره کوي او څه ډول ځي.

په عادي محاوره کې بيا ويونکي نه دداسې خزانې سره مخ وي او نه هم په هر ډول د هرې کلمې د کارولو صلاحيت لري، ځکه له ده سره وچې کلمې دي او يوازې د يوې موخې لپاره يې کارولى شي، ډېر ځله خو لا خپله هم د کلمو او تورو په شپول کې را ايسار وي.

 د ژبې ځينې کره کتونکي د شاعر په اړه دا خبره کوي چې شاعر په شعر کې نحوي خپلواکي لري، دا مانا چې ځينې وخت د شعر د جوړښتي اړتيا، فکر او پيغام د لېږد او يا يوه هنري انځور د بشپړولو لپاره اړ نه دى چې د عامې محاورې په څېر ګرامري اصول او ځانګړتياوې مرعات کړي.

   بايد ووايو چې که چېرته شاعر تر ډيره ژبنيو جوړښتونو او ګرامي مسايلو ته ځير وي، بيا يې د شعر هنر او ښکلا له پامه لوېږي او د کلماتو په وچ چوکاټ کې را ايسارېږي، چې دغه ايسارېدل شاعر له شعري ښکلاوو او طبيعي والي لري بيايي.

     شعري ژبه د نوښت ژبه ده، د کلماتو د رنګ او بشپړاوي ژبه ده، د کلماتو او څيزونو ترمنځ ژورې او پېچلې اړيکې رامنځته کوي چې له عامې ژبې او محاورې سره متفاوته او تلپاتې وي.

شعري ژبې د شعرمخاطبين په پېچلتيا کې را نغاړي چې وروسته بيا پوهانو ددغه پېچلتيا د د وضاحت او روښانولو لپاره د سمبولونو او بيان پر مټ هڅه کړې، دلته پيچلتيا يوازې په شعري تفکر پورې اړه لری او له شعري تعبير سره يې کار نشته ، ځکه چې شعري پېچليتا يو ګرامي صفت دى.

    کره کتوونکی او ليکوال اجمل ښکلى په دې نظر دى چې په شاعرۍ کې بايد د ژبې زور ومنل شي او غلامۍ ته يې بايد غاړه کېښودل شي، “ځکه چې په شعر کې پخپله ژبه موخه وي؛ نو د موسيقۍ د پيدا کولو لپاره به، چې د شاعر کيفيتونه يې په سر ولی کې ښه انتقالېږي، متجانس غږونه، کلمې او غونډونه ګورې او دا پخپله د ژبې د مرييتوب ژغ دی، چې د شاعر پر اوږو سپور وي.”

د ښکلي په وينا چې د پښتنو شاعرانو شاعري زياتره د کلمو له مخې ده. د شعر موضوع او فکر د کلمو له مخې پيدا کوي او قافيه چې پکې مرکزي کلمه ده، نو موضوع هم زياتره وخت د همدې کلمې پر بنسټ ټاکي.دا کار ځکه کېږي، چې يو خو په شاعرۍ کې وزني او ژبني قيود ډېر وي. شاعر به وزن او د نورو کلمو اړيکې ته ګوري او تر دې لوی قيد نشته؛ نو شاعر اړ دی، چې د کلمو له مخې موضوعات راټول کړي.

 ځينې نور کره کتونکي هم په دې اند دي چې د شعر ژبه ياني د بيان طرز يې او په شعرونو کې کارېدونکي کلمات دعادي محاورې غوندې ثابت او بدلون نه مننونکي نه دي، بلکې د وخت له غوښتنو سره اوړي را اوړي، يا په بله اصطلاح د اړتيا پرمهال بڼې بدلوي.

په عادي محاوره او خبرو کې که يوه کلمه ثابته او په خپل ځاى کارېږي او خوځنده نه وي، خو په شعري ژبه کې دغه کلمه خوځښت مومي، څرخېږي، په مسرو کې بېلابېلې ماناوې او ښکلاوي شيندي چې پر مټ يې شاعرانه هنر او ښکلا په اسانه لېږدول کېږي.

 ټي ايس ايليټ د شعر او شاعرۍ تر ټولو ستر کره کتونکى دى، ددغه کره کتونکي خبرې او شننې د ش��ر په اړه ځکه ډېرې مهمې دي چې نوموړى خپل هم پياوړى شاعر تېر شوى. دى وايي چې يوه شاعر ته ځير شئ، هغه خبرې او شاعرانه ژبه چې تاته د ده خپله ښکاري او کمال يې ګڼې، هغه به درته د مړو شاعرانو په شعرونو کې تر ده ژوندۍ ښکاري.

   بله خبره هم په عامه ژبه د شاعر پوهېدنه ده، ځينې کسان فکر کوي چې يو شاعر بايد په خپله ژبه او د ژبې په ګرامري اوصولو اوځانګړتياوو ښه وپوهېږي او د لغتونو زېرمه يې هم ډېره غني او پياوړي وي چې دغه کار شاعر ته د شعر ويلو ځواک ورکوي، خو کره کتونکي له دې نظر سره جوړ نه دي.

دا نظريه هم تر ټولو وړاندې خپله ايليټ رد کړې ده، نوموړى وايي چې “ډېره مطالعه شاعرانه ذوق وژني، همدومره بس ده چې څوک درباندې د ناپوه ټاپه ونه لګوي.”

 اېليټ د شاعرانه ژبې په اړه هم وايي:”د شعر موضوع او شاعرانه ژبه په دود کې راځي. يو شاعر چې کوم فکر وړاندې کوي، هغه که هر څومره له دوده مخالف ښکاري، خو مخالف نه وي، داسې شاعرانه ژبه هم ده چې شاعر څومره له دوده تښتي، په هغه اندازه دود ته ور نږدې کېږي.”

 د ژان پل سارتر په وينا چې د شعر په ژبه کې کلمات يوازې د مانا له پلوه له يو بل سره توپير نه لري، بلکې د کيفيت او کميت له پلوه هم بېلابېلې ماناوې ورکوي، چې دا ځانګړتيا موږ په عادي نثر يا د ژبې په عادي محاوره او خبرو کې نه شو درلودى.

   همداسې د کالريج په نامه يو اديب او شاعر هم وايي :”پام مو وي چې زه په شعر کې د يوې کلمې د مانا په اړه يوازې دهغه شي په باب چې دهغه مدلول وي، پاملرنه نه کوم، بلکې ټولې نورې هغه ماناوې چې دغه کلمه يې لري، په نظر کې ساتم.”

   شاعرانه ژبه همدارنګه د ورځينو خبرو او محاورو خلاف د بشري تجربو خزانه ښه پياوړې او شتمنه کولى شي او دا چې شعري ژبه د بشري تجربو د لېږد لپاره غوره او اغېزناکه وسيله ده، نو بايد له وخت سره سم يون وکړي او د شعري پانګې د غني کولو په ترڅ کې پر عاميانه محاوره هم خپل اغېز وساتي.

 البته اوس اوس د شاعرانه ژبي محبوبيت او د شعر خوږلت په دې کې دى چې له تکلف او سخت والي نه راوتې او عاميانه محاورې ته ډېره نږدې وي چې دغه ټکى د شعري ښکلا په ځانګړتياووکې حسابېږي او شعر ته ټولنيز موقف او ژوند وربښي، لامل يې دادى چې د شعر مخاطبين په دا ډول شعر کې خپل ځان موندلى شي او فکر کوي چې د خپل زړه له خبرو سره مخ دي.

٢٠١٤ د نومبر ٢٢مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *