شعر يو تخليقي هنر دى، معمولا هنرمندان د خپل هنر په اړه له وړاندې کومه طرحه او وړاندوينه نه لري. هګل هنر د هنرمند په نبوغ پورې تړلى دى، هغه نبوغ چې له ده مخکې روان وي، همداسې الهام هم هنرمند شاته پرېږدي او ورڅخه لرې کېږي. همدغه نا څرګندتيا او نه پېژندنه د هنري ابهام د پيدايښت سبب ګرځي.

شعر د رېښتيني شاعر لپاره د خوب او خيال يا د خوب او ويښتيا تر منځ په ځانګړې نړۍ کې هغه بېل حالت دى چې شاعر په کې له خپلې عادي نړۍ ډېر لرې تللى وي او د خپلې ذاتي نړۍ په رنګينو کې الوت کوي.

   د شعر کره کتونکي او ځينې تيوريسنان شعر الهامي خبرې بولي چې په شاعرانو الهام د باران د څاڅکو غوندې را ورېږي او شاعر په هغه شېبه کې له خپل عادي حالت نه ډېر لرې تللى وي.

   سره د دې چې ځينې کره کتوونکي او شاعران شعر سراسر الهام پولي، خو د شعر د تعريف په څېر دا خبره هم تر اوسه ډېره څرګنده نه ده چې شعر له کومه راځي او پيدايښتي سرچينې يې کومې دي؟

   د شعر د راتګ او پيدايښت د سرچينو په اړه بېلابېل نظريات شته، ارسطو د شعر پيدايښت په دوو لاملونو پورې تړي: د تقليد غريزه او دويم د زده کړې خوند چې يوازې په حکيمانو او فيلسوفانو پورې نه اړوندېږي او نور خلک هم په کې شريک دي.

   الهام او پيدايښت يې بهرني او داخلي( ذاتي) اړخونه دواړه لري، کله کله له ذهني او تخيلي څيزونو څخه را ټوکېږي. ځينې کره کتونکي وايي چې که چېرته شاعرانو خپل شعر ويل د اصولو او قواعدو له لارې زده کړي وى، نو کولى يې شوى چې پر هره موضوع کې يې په هره بڼه شعر ويلى وى.

   دغه حالت چې شاعر په کې د شعري الهام پرمهال سرګردانه وي، د نا خوداګاه نړۍ ده، که چېرته دغه موضوع د ارواپوهنې په ژبه کې ساده کړو، نو الهام د انسان د ناخود اګاه د برقرارولو څخه رنګ اخلي.

   په دۍ حالت کې د شاعر د تخيل ځواک هم بيدارېږي او ډېر کره کتونکي په دې اند دي چې الهام شاعر ته له تخيل وړاندې راځي او کله چېرته دا دواړ سره غاړه غړۍ نه شي، نو الهام نيمګړى وي. خپله شکسپير هم په دې نظر دى او وايي:”د شاعر تخيل د الهام په وسيله وزرونه غوړوي.”

   الهام تر ډېره يوه وچ په وچه نه رامنځته کېږي، هر څومره که په دې کې شک نه شته چې الهام يوه سرچينه لري او له يوې زمينې پرته نه راځي، خو تر ټولو زيات تړاو يې له روح سره دى، ځکه الهام د روح له ژورو يا تل سره تړاو لري.

خو د الهام راتلو لپاره بايد شاعر په رواني لحاظ پوره تياري ولري، دى په دغه شېبه کې له يو ډول نفسياتي کشمکش او اضطراب سره مخ وي او په هغه حالت کې خپلې ورکې او موخې ته په اسانه رسېږي. د لويى پاستور دا خبره ډېره مشهوره ده چې وايي الهام يوازې پر هغوى راځي چې د هر کلي لپاره يې پوره چمتو والى ولري.

   ډېر کم داسې پېښېږي چې شاعر او هنرمند دې د يوه اثر د پنځولو پرمهال له خپل نا خود اګاه سره اړيکه ونه لري. ځکه الهام رواني حرکت او موقيعت دى،چې له مخې يې د شاعر بهرني او دروني شرايط ايجابوي چې انسان د خپل ځان او نورو د بهرنۍ نړۍ دروازه پر ځان پسې وتړي او له خپل روان سره ډېره په تندۍ او چټکۍ اړيکه ونيسي.

   الهام د انسان په ناخود اګاه څخه رنګ اخلي، د هند ستر ليکوال او شاعر رابندر ناتهـ ټاګور په دې اړه وايي:”اقرار کوم چې زما دين، شاعران دين دى، هغه څه چې زه يې په روښانه او څرګند ډول تر لاسه کوم، د مکاشفې له لارې دي، نه د بحث او استدلال له لارې.

   زه داپه ډاګه کوم چې د شرارت اوګناهونو په اړه شوو پوښتنو ته سم ځواب نه شم ويلى. ډېر ځله داسې شوي چې روح مې پر يوه نامحدود لايتناهي وجود سره اړيکه نيولې او د اشراق او شهود له لارې يې د هغو ادراک ته تمايل موندلى دى.”

   شاعر د شعر او هنر د نړۍ تر ټولو خلاق( پنځوونکى)ذهن دى، ددغه فکري او ذهني ځواک نه يوازې چې دده له ذاتي جذباتو، بلکې خپلې بهرنۍ نړۍ څخه هم شاعرانه او تخيلي اخيستنه لري، خو ښکلې او عالي وي، په شاعرانه نړۍ کې خو بيا د ذهن مهار بيخي د الهام په لاس کې وي.

   همدغه پنځوونکې وړتيا او پنځونه هغه څه دي چې د شاعر مقام يې اوچت کړى او بله دا چې د همدې په وسيله رېښتينى شاعر له نا رېښتيني شاعر څخه بېلوي او الهام د تازه او ژورو خبرو لپاره فکري وړتيا ور بښي.

دلته يوه له پوښتنو ډګه موضوع په هنري پنځونه کې د الهام ځاى يا مقام دى، د ارګون په خبره: الهام د انسان د زړه او ذهن د اصلي حالتونو د منلو لپاره چمتو والى دى او په هنري پنځونه کې يې هېڅ اغېز نشته.

الهام يو داسې نفسياتي حالت دى چې په ترڅ کې يې د هنرمند ذهن موخې او وسايل له يو بل سره په يوه لنډ نظر کې ادراک کوي او ُکل د اجزاوو له پېژندلو وړاندې پنځوي. د ځينو ارواپوهانو نظر دادى چې الهام د خود اګاه په سطحه د ناخود ګاه د يوې برخې ناڅاپي پيدايښت دى.

   په شعر کې د الهام په اړه د پخوانيو باورونو څڅه يو دادى چې الهام په شعري او هنري پنځونه او کار کې دخالت نه لري، ددې ترڅنګ دا باور هم شته چې د هنر په پنځونه کې خوداګاه او الهام هېڅ رول نه لري.

   ځينې بيا هنر په ځانګړي ډول شعر په بشپړه توګه يوه ناخوداګاه چاره او سراسر الهامي کار بولي، نو ځکه د الهام او په هنر کې يې د موقعيت په اړه روښانه ځواب په ابهام کې ډوب او پېچلى کېږي.

   په شعر کې د الهام ځينې مخالفين که څه هم مخامخ خپله دغه خبره نه کوي، خو نظريات يې د ابهام په بڼه وړاندې کوي، نيچه بيا دې موضوع ته د طنز په ژبه وايي: هېڅوک هم پر دې نه پوهېږي چې الهام څه دى؟ خو شاعران او هنرمندان بيا خوښوي چې دغه ځانګړي حالت ته الهام وايي .

   له الهام نه د شعر بېلوونکي فکر کوي چې شعر بيخي يو بل ډول جوړښت دى. پل والري هم يو له هغو کسانو څخه دى چې پر الهام باور نه لري، حتى جذبات هم په کې نه داخلوي او شعر ته د يوه ځانګړي جوړښت په سترګه ګوري.

   ددې موضوع يو بل مخالف او نقاد فلوبر دى، ده هم دې موضوع ته تل په مسخره اميزه نظر کتلي دي. دده په باور څه ته چې په شعر کې الهام ويل کېږي، الهام نه دى، دده په اند الهام له يوه تصنعي خوځښت پرته بل څه نه دي چې شخص يې تل په خپل ځان کې را پيدا کوي ، په داسې حال کې چې هنر بايد په ارامۍ کې وپنځول شي.

   فلوبر وايي الهام هنرمند له دې نه لرې ساتي چې د خپلو ټولو ذوقي خزانو څخه د پوهې او هوښيارۍ له لارې محروم يا لرې پاتې شي. بله دا چې هنر د کار او جبر محصول دى، خو الهام ددې سبب کېږي چې هنرمند په کار کې د تامل له ځواک محروم کړي

له دې خبرو وروسته بايد واويو چې شاعرانه الهام د تلپاتې شاعرۍ روح دى، کله چې د شعر سرچينه الهامي نه وي، نو انساني عواطف او جذابات هم په شور نه شي راوستلى، مخاطب ته د خپل ژوند په اړه يو الهام نه ورکوي او د شاعر خبرې د عادي خبرو سره کوم توپير نه مومي، غوره او تلپاتې شعر الهام دى او شاعر د الهامي خبرو پيغمبر ګڼل کېږي.

   دلته به بده نه وي چې د عقايدو له زاويې نه هم په الهام يو څه خبرې وکړو او بله دا چې د وحې او الهام ځينې توپيرونو ته اشاره ولرو، ځکه چې په عقايدو کې د وحې او الهام کلمې په ډېره نږدې توګه کارېږي، حال دا چې سره يو نه دي.

د الهام او وحې توپير

   د خيرالبيان پر ليکوال بايزيد روښان د هغه د مخالفينو يوه ستره نيوکه دا وه چې ګڼي دى په خپل دغه اثر کې وايي چې د خيرالبيان د ليکلو لپاره په ما وحې شوې او وحى د خداى تعالى له لوري يوازې پر پيغمبرانو نازلېده او له وروستي پيغمبر وروسته بنده شوې ده.

     خپله پيرروښان بيا ددې نيوکو په ځواب کې دا رد کړه چې ګني پر ده وحې راځي، ده وويل : هغه څه زما مخالفين يې يادونه کوي، هغه الهام دى او ددې الهام په وسيله ما ته د خبرو کولو امر کېږي.

   په اسلامي رواياتو کې الهام پر ولايت( د ولي مقام ) او وحې د رسالت او نبوت په بڼه پورې تړل کېږي او الهام يوازې د معنوي کشف يو ډول دى، له همدې امله وحى د نبوت له ځانګړتياوو او په ظاهر پورې اړوندېږي، خو الهام د ولايت له خاصو بڼو څخه دى او په باطن پورې اړه لري.

   استاد محمد تقي مصباح يزدي د عقايد د زده کړې په اړه په خپل ليکلي اثر کې وايي څنګه چې ولايت پر نبوت مخکې دى، همداسې د الهام او وحې په اړه هم دا خبره کېږي ځکه چې د وحې شرط تبليغ دى، خو الهام دا ډول بڼه نه لري.

   همدغه عالم زياتوي چې الهام په لغت کې په نفس او روح کې د يوې مطلب د القاء په مانا دى او د ګڼو تفسيرونو پر بنسټ عامه او خاصه مانا لري، د الهام خاصه مانا اوليا او صوفيان دي چې الهام پرې کله کله په واسطه او کله بې واسطې راځي.

   د واسطې له لارې الهام د يوه غږ له لارې له شخص نه ظاهرېږي او هغه مهال اورېدل کېږي او مقصوده مانا ترې اخيستل کېږي، دا يو خوبوړى حالت دى چې د نبيانو په لومړنيو حالاتو کې رامنځته کېږي او اهل حق ورته خفي وحى هم وايي.

   خو الهام له څه وسيلې پرته دى ،چې د غيب له عالمه څخه د اولياوو په زړونو کې د معاني او حقايقو له يو ځاى کېدو سره په ناڅاپي بڼه راځي او ممکن په تدريجي ډول رامنځته شي.د الهام عامه مانا داده چې کله له سبب او کله بې سببه او کله هم حقيقي او کله غير حقيقي وي.

حقيقي الهام يا سبب د نفس د تزکيې او تصفيې له اړخه راځي، غير حقيقي او له سبب پرته الهام د هغو کسانو لپاره دى چې ځانګړى استعداد لري، البته د ځانګړي جغرافيوي او نژادي ځانګړتياوو په غوښتنه حاصلېږي لکه مذهبي مشران او امامان.

   د وحې او الهام تر ټولو ستر توپير دادى چې وحى پر پيغمبر تر ډېره د يوې پرښتې په وسيله راځي او هغه يې د نزول پرمهال په خپلي بصري مشاعده پيدا کوي، خو د امام او ولي لپاره الهام يوازې يو حس دى او بصري( ليدنيزه) بڼه نه پيدا کوي.

   بل توپير په کې دادى چې وحې حقيقت دى، د الله تعالى د ځانګړو خبرو په سبب تل خوندي او له ابليس يا شيطانې نه لرې وي، همدارنګه پيغمبران يې د فهم، درک او تر لاسه کولو په ټولو پړاوونو کې د الهي عصمت په پرده کې نغښتي وي، خو ددې خلاف بيا الهام کله کله شيطاني وي او تل له تېروتنو خوندي نه شي پاتې کېدى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *