شعر او نظم اکثره وخت د ځينو کسانو له خوا یو ډول تعبیرېږي، خو دا دواړه په خپلو منځو کې سره  فرق لري.

د شعر لپاره هر چا د خپلې پوهي او ذهن پر اساس تعریفونه جوړ کړي دي. چې همدې شي شعر یو څه د پېچلتیا  خوا ته بیولې هم دی. خو دا لاندې تعریف یو څه ټولمنلی دی:

 د خیال او فکر عاطفي تړون ته شعر وايي.

نظم: په لغت کې د مرغلرو پېیلو او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې وزن او قافیه ولري.

د شعر په پورته تعریف کې او د معاصر شعر غوښتنو ته په کتو سره مالومېږي، چې اساسي توکي یې،هنري اړخ، فکر، تخیل، انځورجوړونه، عاطفه، سمبول، تشبیه، استعاره، اسطوره، منظرکشي…  .

 خو د نظم لپاره دا ټول ذکر شوي  شیان ضرور نه دي. په شعر کې هنري اړخ یا هنر ته توجه کول، د زیات اهمیت وړ دي، خو په نظم کې ډېر کله هنري پله کمزورې وي. یوازې یې خبرې د وزن، قافیې او ردیف په وچ چوکاټ کې سره اوډلي وي.

بل علت چې د نظم هنري اړخ یې کمزوری کړی دی، هغه په نظم کې یوه ایډیا، نظر،  پیام رسولو اصلي مطلب وي، شاعر کوښښ کوي، چې خپل فکر تر نورو پورې ور ورسوي خو دې ته یې پام نه وې، چې دا فکر په څه ډول او څنګه هنري کړم، چې لوستوونکي یې را سره ومني.

په شعر کې هم پیام رسولي کېږي خو په هنري توګه سره، اوس لاندې شعر وګورئ:

که په کال کې یو دوه واره سره ګورو

هغه هم چرته پر لاره سره ګورو

ټوله ورځ مو سره ونه کړه خبره

سره ناست یو له سهاره سره ګورو

تا ګلونه او ما خپل زخمونه راوړل

و یو بل ته ای بهاره سره ګورو

زه و ته خدای په عجب عذاب اخته کړو

یو له بله یو بېزاره سره ګورو

سره ګورو ای دروېشه! خو پوه نه یو

چې دا موږ د څه د پاره سره ګورو

درویش درانی.

نو بناً ویلای شو، چې هر شعر ته نظم ویلای شو خو هر نظم ته شعر نشو ویلای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *