پخوا دا خبره ډېره عامه وه چې ګواکي شاعري يوه فطري پديده ده ، اپلاتون چې ۳۴۷-۴۲۷ مخ زيږديز کولونوکې ژوند کړی د خپل عمر په لومړيو وختونو کې شاعروو، خو وروسته يې نظر بل ډول شو او خپل ليکل شوي شعرونه يې وسوزول، ده به ويل چې شاعران له عامو وګړو سره توپير لري ،يوه دهنر ملکه شته چې دوی ته د شعر الهام راوړي نو ځکه به ده ويل چې د شاعرانو په غاړه کې ګلونه واچوئ او له آتن څخه يې وباسئ ، دا چاره يې ځکه کوله چې ګوياشاعران به مو د ماشومانو ذهنونه منفي لوري ته کاږه کړي . نوموړی وايې :((شاعران ددې پر ځای چې عواطف او شهوت زموږ تابع وګرځوي ، موږ د هغوی تابع کوي . )) اپلاتون يو ځای نيوکه کوي او وايې : شاعر له کاپي بله کاپي باسي او په دې ډول د دوی آثار له حقيقت څخه لرې دي .

په اپلاتون نږدې دونيم زره کاله اوړي اوتر وروسته ممکن په لکونو شاعران او د شعر پوهان دونياته راغلي او تللي وي خو دا خبره تر اوسه چانه ده واضح کړې چې شاعري فطري پديدهده که کسبي ؟ د ټولنې لپاره څومره او ادب لپاره په کومه کچه د ارزښت وړ ده ؟

زه د يوه لوستونکي په توګه د ادبياتو له ماهرانو غواړم چې پدې اړه خپلې څېړنې او ليکنې د شعر په مينوالو ولوروي ، ما چې د ادبياتو پوهنځی لوستی او لږ ډېره شاعري مې کړې را ځم په همدې دې دوه نظريو چې شاعري فطري ده او که کسبي خپل نظر او تجربه درسره شريکوم .

دا يو منل شوی حقيقت دی چې شاعري او ليکوالي په تمرين، تجربه ، مطالعه او رياضت پياوړې کيږي . که ووايو چې شعر کسبې دی ، نو ممکن پوښتنه وشي چې هغه ليکوال او کره کتونکي ولې شعر نه ليکي چې شعرونه را سپړي، ښې او بدې خواوې يې څېړي، مفاهېم يې بيا نوي … او د يوې ژبې د ادب لپاره يې ګټور بولي .

او که بياسې وويل شي چې شاعري کسبي نه بلکې فطري ده نو انسان پرتليز ځواک لري هره خبره بېدون له دې چې فکر ورباندې وکړي د دې ځواک تلې ته لوېږي هغه برخه چې ده ته پکې سوال دی يا ګونګه ده راسپړي او بلاآخره د پوښتنې په واسطه يې د نورو مخته ږدي ، دلته هم پوښتنه داده چې که شاعري فطري وي نو بيا ولې اړ يو چې د شعر لپاره رياضت وکړو او يايې د معيار په هکله بحث وکړو .

ډېری شاعران د الهام خبره ردوي او وايې چې که څوک ونه غواړي چې شعر وليکي ټول عمر به هم د يوه شهکار شعر الهام پرې ونه شي ، دا ډله شاعران پدې ګروهه دي چې ګويا د هر يوه نوميالي شاعر تر شا د رياضت ، مطالعې، احساس ، عاطفې … او يوې مقدسې جذبې لاس شتون لري او زياتوي چې نه يوازې شاعري بلکې ټول هنرونه او کسبونه په تمرين او رياضت د کمال لوړو او دنګو پوړيو ته خېږي .

زه هم له همدې نظريې سره موافق يم خو له دې هم سترګې نشي پټېدای چې شعرونه دې لکه نثرونه وچ په زور وليکو، ليکوال چې د ليکنې موضوع ومومي نوپيل يې ورته ګران پريوزي خو که قلم يې راواخست يا يې کېبورد ته لاس کړ دوماغ يې دده له عمل سره همغږی کيږي او دليکلو لار ورته پرانيزي . مګر شاعر ممکن ډېرځله هڅه کړې وي خو شعر يې نه وي ليکلی.

وايو چې شعر هغه موزون کلام دی چې آهنګ،عاطفه، احساس، تخيل او موسقي ولري . د شعر له همدې پېژند که د احساس او عاطفې کليمې را واخلو نو ويلای شو چې ښه شعر هغه وخت ليکل کيږ چې عواطف مو له يوپېښې متاثره شوي وي يا مو يو درد حس کړي وي . که مو عواطف ويښ وي او غوره احساس ولرو شعر ليکلی شو . خو آيا که مو احساس او عواطف مړاوي وي د نثر ليکلو شيمه لرو يا ددې جوګه يو چې نثر وليکو ؟

ځواب دادی چې که دا ومنو چې شعر کسبي يا فطري دی موافقې ته به ونه رسېږو ، شاعر او ليکوال دواړه غبرګوني وروڼه بويه، څنګه چې دشعر لپاره تجربه پکارده او رياضت غواړي دغسې نثر هم درواخله ، خو يوڅه شته او هغه علاقه او سليقه ده .

کله چې له يوه هنر سره بې شانه علاقه ولرو توانېږو چې ځان پکې کمال ته ورسوو که هغه شعر وي يانثر او ياهم کوم بل هنر ، ارواپوهان پدې اند دي چې يو شاګرد بايد د پوهې هغه څانګه ولولي کوم چې دی ورسره علاقه لري ، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې لوړې زدکړې په خپله ښه نه بلکې د هغه چا په خوښه دي کوم چې د دولسمو ټولګيو له فارغانو ازموينې اخلي او دوی ته نمرې ورکوي ، که زدکونکی پنځه انتخابه کوي نه معلومه خبره د چې يويې د خپل زړه دی که ټول په خپل زړه ټاکي پوهېږي چې يوه ته يې هم نه بريالی کيږي .

کله چې يو دعالي ذوق څښتن چې شاعري يا ليکوالي يې د علاقي وړ هنر دی کولی شي خپل قلم پکې ګړندی کړي

انسان اشرف المخلوقات ياديږي او دا مرتبه عقل ورکړې ده فزيکي جوړښت يې يو له بله سره ورته والی لري مګر دوماغونه او ذوقونه يې توپير لري يو انسان نشي کولای د علمو په بېلا بېلو برخو کې ځان کمال ته ورسوي مګر کومه څانګه چې د ده د علاقې او سليقې وړ وي په هماغه څانګه کې دا چاره تر ډېره ممکنه بويه ، که يو څوک له شعر سره دزړه له کومي مينه ولري او تر بل هر څه زيات پام يې شعر ته وي کولی شي شاعر شي ، او برعکس که علاقه او مينه نظر شعر ته له نثر سره زياته وي نو بيايې يو تکړه ليکوال بويه .

استاد سعدالدين شپون د پښتو داستاني ادب ستوری ياديږي ، ښاغلي شپون شعرونه هم ليکلي او نثرونه يې هم پنځولي خو نثر يې تر شعر هغه ښه دی ، ممکن يو علت همدا وي چې استاد شپون تر شعر له نثر سره زياته علاقه لري ، استاد ځوان فرهنګي پښت ته وايې تاسې خواري وکړئ او د بابولالو پر ځای نثرونه وليکئ ، خپله هم اعتراف کوي چې نثر ورته په زړه پورې دی .

له پورته بحث نه دوې پايلې تر لاسه کيږي :

۱ :رياضت

د شعر په برخه کې که څوک وغواړي چې ځان لوړو مرتبو ته ورسوي نو رياضت او دوامداره مطالعه د نه هېروي ،له دې سربېره تجربه ، تمرين ، د نورو شاعرانو له شعرونو ځان خبرول ،د شعر معيارونه لوستل ، په خپلو شعرونه وخت ناوخت خپله او د نورو لخوا کره کتنه کول … اړين دی .

۲: علاقه

که تاسې تر هر څه زياته علاقه له شعر سره لرئ نو لرې نده چې يو ښه شاعر و اوسئ ، ځکه دوماغ تل د خپل ذوق وړ موضوعات څېړي او پرتليز ځواک ته يې ورکوي ، په هره پېچلې او بې ځوابه موضوع فکر کول د هغه د حل جانس زياتوي .

که له شعر سره بې شانه علاقه ولرو نو دوماغ مو ضرور د ښو او بدو شعرونو تو پير ته متوجه کيږي ، تر ې متاثره کيږي او دې ته آماده کيږي ترڅو په خپله يې هم په پنځولو لاس پورې کړي .

پای

محب الله آرمل ۱۳۹۳=۳=۲۹ د وردګو ملي راډيو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *