پوهيالی سيد اصغر ارمل هاشمي

د پښتو ژبې روماني شاعر عبدالرحيم مجذوب ښه شعر په لاندې نظم کې ښودلى دى.

ته د تنکي سباوون د رڼا تار يې

په ګريوان د پېغلې وريځې چې زنګېږي

ته د پرخې دردانه د ګلو هار يې

چې د ګلو ښاپېرۍ ورته پسخېږي

شېرنه د شين خالۍ شېرينو شونډو

لکه شهد په شېبو درنه څڅېږي

رنګينې د رنګارنګ پېغلو رنګينو

لا وجوده ستا وجود کې معلومېږي

انګريزي شاعر (ملټن) وايي، د شعر ښه والى په دې کې دى، چې ساده وي د يورپ يو محقق د ملټن خبره تائيدوي او وايي: (د ساده ګي نه هدف د لفظونو ساده ګي نه ده، بلکې خيالات بايد داسې نازک او ژور نه وي، چې په عامو ذهنونو کې يې د پوهېدو ګنجايش نه وي، هغه څوک چې ښوونځى او پوهنتون وايي د علم لوړې ژورې، غارونه او غونډۍ او د سيند د ډېرو څپو د وهلو نه وروسته خپل منزل ته رسېږي. خو د شعر لوستونکي يا اورېدونکي ته داسې هوار سرک په کار دى، چې ښه په ارام پرې روان وي.

په دنيا کې چې کومو شاعرانو نوم او شهرت پيدا کړى دى، د هغوى په شاعرۍ هر وخت لوستوونکي او اورېدونکي ښه پوهېدل.

(هومر) په خپله شاعري کې هر وخت د فطرت داسې نقشه راکښلې ده، چې د هغې خوند او رنګ زاړه، ځوانان او هغه قومونه چې يو تر بله د قطبيو په فاصله ژوند او کارونه کوي يو شان محسوسوي، د دنيا ګوټ- ګوټ ته چې د هغه شاعري رسېدلې ده، لکه د لمر هلته يې رڼايي کړې ده شاړې او ابادې  يو شان روښانه کوي او په عالم او جاهل يو شان اثر کوي.

(شکسپير) هم د (هومر) په شان شاعري کړې ��ه، دوى دواړه ساده شاعري کوي، دوى په خصوصي شکلونو او نادرو اتفاقاتو ښکاره کولو ځان په ټولنه کې مطرح کوي.

د کوم مقناطيسي کشش ذکر چې (ملټن) وکړ، ددې په شاعرۍ کې هم سادګي ليدل کېږي. (لارډ ميکالي) وايي: ساده ګي د ملټن په کلام کې ليدل کېږي، ځينې خلک وايي چې فلانى شعر جادويي اثر لري، خو کله چې د (ملټن) شاعري ولوستل شي، نو بالکل وبه لېدل شي، چې د دې شاعري کې جادويي اثر موجود دى، ظاهره د ده په الفاظو کې د نورو شاعرانو د الفاظو نه څه تفاوت نه لري، خو هغه د منتر ټکى دى، چې کله په شونډو راشي نو سمدستي ماضي حال کړي او لرې رانږدې کړي، هغه دم د ښکلا څېره راښکاره کړي او ناګهانه د حافظې قبرستان خپل ټول مړي راژوندي کړي، خو کوم ځاى که د فقرې ترتيب بدل شي، نو هغه ساعت يې اثر ختم شي.

ساده ګي يو اضافي صفت دى، هغه شعر چې د چا په نظر ساده او اسانه وي او د شعر مطلب په اول وار د اورېدلو اورېدونکى پرې پوه شي او کوم ښه والى يې شاعر په دې کې ايښى دى، يو عام سړى په دې په اسانه نه شي پوهېداى او د هغه ښه والى نه شي معلومولاى.

په همدې ډول يو عاميانه شعر چې په اورېدو يې يو ناپوه په ټوپونو شي او احساساتي شي او يو پوه سړى چې هغه واوري نو پوزه تروه کړي او ورته د خراب شعر په ډول نظر وکړي، زما په خيال داسې ساده ګي بې خونده شي او داسې ساده ګي ته سادګي ويل د سادګۍ پورې خندل دي.

داسې کلام ته ساده نه بلکې عاميانه کلام  يا شعر ويلاى شو خو داسې شاعري کوم چې د اعلى او اوسطې درجې د خلکو په نظر کې ساده او اسانه وي او  د ادنا درجې خلک د هغې په ښه والي او خوند پوه نه شي، دې ته بيا ساده ګي ويلى شو.

ډاکټر حنيف خليل وايي: زما په اند د ��و شعر د ساده والي لپاره معيار دا پکار دى، چې خيال هرڅومره اوچت او ژور وي، خو پېچيده  دې نه وي او لفظونه دي چې څو ممکنه وي د عامې محاورې او روزمره د استعمال وړ وي، څومره چې د شعر ترکيب او جوړښت د عامو خبرو اترو نه لرې وي، په هماغه اندازه هغه ساده نه وي.

(اجمل، نوى عربي شعر،٥٥) وايي: ښه مضمون د (العقا) په نظر هغه دى، چې د ژوند له طبيعت سره موافق وي، له انساني فطرت څخه مخالف نه وي او مانا يې سمه وي، د مانا د سموالي لپاره (العقا) وضاحت شرط ګڼي د ده په اند شعر له احساسه زېږي. نو مخاطب ته بايد له کږليچونو پرته ورسي په دغه برخه کې (العقا) په سمبوليزم انتقاد کوي. اوسني سيمبولستان د زړو زمانو له مداريانو سره تشبه کوي، چې ګډې وډې به يې ويلې او څوک به يې په ژبه نه پوهېدل، (شکري) د مانا د وضاحت په برخه کې د (العقا) خبرې مني خو د سيمبولېزم په برخه کې د هغه په څېر مبالغه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *