شعور (Conscious) او لا شعور (Unconscious) د ارواپوهنې یو تر ټولو مهم او اړین باث دی ، چې پۀ تېرو دوه پېړیو کې د ارواپوهنې علماو پرې پراخه څېړنې او شننې کړي. یو لۀ دغو علماو چې د شعور او لاشعور پر مسئله یې جدي او هر اړخیزې څېړنې وکړې ، اتریشي عالم او فیلسوف سیګمونډ فرایډ وو. نوموړی د اتریش د وین پۀ ښار کې پۀ ۱۸۵۶ د مې د میاشتې پۀ ۶ نیټه زیږیدلی دی ، چې وروسته یې همدلته د وین پۀ پوهنتون کې طبي زده کړې وکړې او ورپسې یې پۀ عصب پوهنې کې تخصص وکړ. نوموړی د ارواپوهنې د یو مشهور مکتب ارواشننې(psyhcoanalysis) بنسټ اېښودنکی هم دی ، چې د همدې مکتب پر بنسټ نوموړي د اروایي ناروغانو د درملنې لپاره نوې لار غوره کړه.
د (د) خپلو څېړنو او ناروغانو د ارواشننې پۀ بهیر کې د انسان د ذهن تیاره یا ناخبره برخې(لاشعور) ته پام واوښته ، چې پۀ همدې مورد یې د ارواپوهنې پۀ کالبوت کې نوی روح پو کړ. نوموړي وویل چې د انسان ذهن دوه برخې لري ، چې یو یې روښانه برخه(شعور) او بله یې تیاره برخه(لاشعور) دی. شعور د انسان د ذهن هاغه برخه ده، چې خپله انسان ترې خبر دی. یانې هاغه فکرونه، خیالات او انګېزې چې مونږ کولای شو پۀ یاد یې راوړو یا اقلن پوهېږو چې زمونږ پۀ ذهن کې شته؛ د شعور پنامه یادیږي. لاشعور بیا د انسان د ذهن هاغه تیاره یا ناخبره برخه ده، چېرته چې زمونږ هاغه خیالات، فکرونه، انګېزې، اتومات مهارتونه، عادات، مختلفې فوبیاګانې او غوښتنې پرتې دي چې مونږ ترې خبر نۀ یو او یا نۀ شو کولای پۀ یاد یې راوړو ، ولې کله کله د ژبې د ښوېیدنې(parapraxis) ، ټوکو(jokes) او یا خوب(dream) لۀ لارې زمونږ شعوري برخې ته رادننه کیږي او مونږ لۀ ځانه خبروي. همدارنګه هاغه کړنې چې پۀ اتومات ډؤل تر سره کیږي(فکر کولو ته پکې اړتیا نۀ وي) هم د لاشعور لۀ لخوا ترسره کیږي.
اوس کولای شو د یوې بېلګې پۀ وړاندې کولو سره شعور او لاشعور لږ روښانه وپېژنو
د بېلګې پۀ طور کله چې تاسو لومړی موټر زده کوئ ، نو باید ډېر دقیق واوسیږئ. هر څۀ ته دقیق متوجې شئ. لکه: بریک ، ګېر او سټیرنګ! کله چې دا شیان کاروئ تاسو نشئ کولای بې لۀ دقته او توجو دا کار وکړئ او دا هم نشئ کولای ، چې ژر یا یې اتومات وکاروئ او یا د یو د کارؤلو تر څنګ بل هممهال وکاروئ!
دا ولې؟
دا ځکه چې د اړوند توکو کارؤنه لا تر اوسه شعوري ده او شعوري کارؤنه مونږ بې لۀ فکر کولو ، ژر یا اتومات نۀ شو کولای او دا چې ولې دوه شیان(ګېر او موبایل) پۀ یو وخت نشو کارؤلی، لامل یې بیا د شعور کمزورتیا ده، چې نشي کولای دوه کاره پۀ یو وخت پۀ دقته سره ترسره کړي. خو دا چې د موټر زده کوونې دا بهیر وروسته لاشعوري کیږي، بیا کولای شو چې ګېر یا د موټر نور اړوند شیان اتومات وکاروو او هم کولای شو موبایل او ګېر پۀ یو وخت وکاروو. د فورن یا اتومات کارؤلو لامل دا ده چې دا کارؤنه لاشعوري دي(فکر کولو ته پکې اړتیا نشته) او همدارنګه د هممهاله کارؤنې لامل دا دی ، چې مونږ مثلن ګېر لاشعوري او موبایل شعوري کارؤو.
فرایډ د خپلو څېړنو پۀ بهیر کې دا هم روښانه کړه، چې لاشعور پۀ ناخبرۍ سره زمونږ کړنې، اعمال او اخلاق تر اغېز لاندې راولي. مونږ ګومان کوو چې زمونږ د ژوند پۀ بهیر کې چې مونږ کومې غوښتنې، غرایز او یا ارمانونه لرو یا مونږ څۀ کوو؛ کولای شو لۀ خپل ذهن نه وباسو ولې دا ګومان فرایډ ناسم ثابت کړ او وویل چې هاغه کړنې، غوښتنې او غرایز چې مونږ یې لرو نۀ شو کولای لۀ خپله ذهن نه بشپړه وباسو ولې صرف کولای شو لۀ خپل شعور څخه یې لا شعور ته د دفاعي میکانیزم ځپنې(Repression) پواسطه ټېل وهو. کله چې مونږ یوه غوښتنه یا کړې کړنه لۀ خپله شعور څخه لا شعور ته ټېل وهو مونږ ګومان کوو ، چې زمونږ لۀ ذهن نه ووته. ولې هاغه پۀ لاشعور کې د تل لپاره اوسیږي او وخت ناوخت زمونږ کړنې او اخلاق تر اغېز لاندې راولي.
د بېلګې پۀ طور فرایډ د یو جلکۍ د ډېرو لاسو مینځلو مسئله څیړي او پۀ پای کې دا روښانوي ، چې د اړوندې مسئلې تر شا د قتل هاغه کېسه پرته ده ، چې نوموړې د ځپنې د میکانیزم پواسطه د شعور څخه لاشعور ته ټېل وهلې ولې اوس بې لۀ دې چې نوموړې خبره شي د نوموړې د لاسونو د ډېرو مینځلو سبب شوې. فرایډ د لاشعور د لا زیاتو څېړلو پۀ بهیر کې یو بل اړین ټکي ته متوجې شو، هاغه دا چې کله مونږ یو غوښتنه یا غریزه د ځپنې د دفاعي میکانیزم پواسطه د شعور څخه لاشعور ته ټېل وهو ، وروسته اړونده غوښتنه کوښښ کوي ، چې بېرته شعور ته رادننه شي ولې د ځپنې میکانیزم یا د خنډ ځواکونه اړوند غوښتنه نوره هم ځپي تر څو شعور ته رادننه نۀ شي. کۀ چېرته دا غوښتنه ډېره جدي وي او ډېره وځپل شي ؛ هاغه وي چې مونږ پۀ اروایي ناروغۍ اخته کړي او د دې ترڅنګ ممکن اړونده غوښتنه د ځپنې د میکانیزم څخه د بچ کېدو لپاره بله جامه واغوندي او کوښښ وکړي، چې شعور ته رادننه شي. فرایډ پۀ دې اړه یو ښۀ بېلګه وړاندې کوي.
مثلن یو هلک د بل هلک سره مینه لري ولې ټولنه(superego) اجازه نۀ ورکوي ، چې د خپلې مینې ښکارندوی وکړي او همدارنګه اړونده غوښتنه نوموړي هلک ته د شرم یا ګناه احساس ورکوي، نو د ځپنې د میکانیزم پوسیله یې د شعور څخه لاشعور ته ټېل وهي او د تل لپاره یې هېروي. ولې مونږ وویل چې اړونده غوښتنه(دهلک سره مینه) بېرته کوښښ کوي ، چې شعور ته لار پیدا کړي ، خو دا چې د ټولنې لخوا لۀ ډېر سخت غبرګون سره مخ کیږي او نوره هم ځپل کیږي ، نو ځکه کله کله همدا غوښتنه پۀ بل جامه کې ځان پۀ شعور کې راښکاره کوي ، تر څو د ټولنې د غبرګون او د ځپنې لۀ میکانیزم څخه بچ پاتې شي. مثلن د هلک سره د مینه غوښتنه شونې ده د طوطي، چرګ او یا بل شي سره د مینې پۀ صورت کې ښکاره شي.
فرایډ دا هم واضحه کړه، چې کله یو غوښتنه زمونږ د چاپیریال لۀ واقعیتونو او ارزښتونو سره سمون نۀ خوري ډېره وځپل شي او لاشعور ته ټېل وهل شي ، اړوند غوښتنه د سمبولونو لۀ لارې زمونږ پۀ خوب کې ښکاره کیږي ، نو ځکه فرایډ باور لري چې خوبونه باید تعبیر شي او ریښتینې پایله تر لاسه ته راشي.
مونږ کولای شو پورته خبر پۀ یو مثال کې روښانه کړو.
بېلګه: یو هلک چې د خپلې تره لور سره زښته زیاته مېنه لري ولې د ټولنې جوړښت نوموړي ته اجازه نۀ ورکوي، چې د خپلې مینې ښکارندوی وکړي. اوس دغه مینه د ځپلو د میکانیزم پواسطه د شعور څخه لاشعور ته ټېل وهل کیږي، ځکه چې اړونده غوښتنه زمونږ د ټولنې د ارزښتونو سره پۀ ټکر کې ده او کولای شي مونږ ته د ګناه احساس یا اضطراب پیدا کړي ، خو کله چې مونږ ویده شو اړوند غوښتنه د سمبولونو لۀ لارې ځان راښکاره کوي. مثلن نوموړی هلک د خپل تره لور څخه پۀ خوب کې دوه پوکاڼۍ اخلي! دلته اړوند غوښتنه(د خپل تره لور سره مینه) د دوه پوکاڼیو د سمبول کارؤنې لۀ لارې ځان راښکاره کوي ، چې شونې ده دا دوه پوکاڼۍ د خوب پۀ تعبیرولو کې د جلکۍ د بدن پۀ ځینو غړو تعبیر شي.
نوټ:د شعور او لاشعور تر منځ دشعور یو بل ډؤل شعور شته ، چې نیمه شعور(Subconscios) نومیږي شته. فرایډ دا شعور د دواړو شعورونو تر منځ د پل غوندې بلي. پۀ نېمه شعور کې هاغه فکرونو یا مالومات ساتل کیږي، کوم چې همدا اوس ما او تاته نۀ دي مالوم، ولې د اړتیا پر وخت زما او تا پۀ ذهن کې پیدا کیږي. لکه: زۀ اوس نۀ پوهېږم، چې زما د نکاح پۀ اړوند څۀ زده دي؟ ولې کله چې د نکاح بحث مطرح شي، زما ذهن(نیمه لاشعور) زما پۀ لاس هاغه مالومات پۀ لاس راکوي ؛ چې لږ وخت ماته نۀ وو مالوم.
دوېیم نوټ: د شعور او لاشعور ، اضطراب ، د اضطراب ختمولو دفاعي میکانیزمونه او داسې نورو اصطلاحاتو لپاره لاندې سرچینو ته رجوع کولی شئ:
۱-عمومی ارواپوهنه
۲-د فرویډ ارواپوهنه
۳-سوفي نړۍ، سیګمونډ فرویډ د پاڼې مخ: ۵۴۶
۴:wikipidie: what is unconscious?
5:youtube: unconscious