محمد موسي شفیق
ليکوال: وحيد مژده/ ژباړن حسيب مومند
محمد موسی شفیق، د ظاهر شاه د ډیموکراسۍ د لسیزي وروستي صدراعظم، په 1932 کال کې، په کابل کې نړۍ ته سترګې رڼي کړې.
پلار یې مولوي ابراهیم کاموي، جید عالم و چې د څرګندې لهجې لرونکی او د قضاوت سپېڅلې دنده یې لرله؛ د شفیق اصلي استوګنځی د ننکرهار ولایت کامه ولسوالې ده؛ لومړنۍ زده کړې یې د کابل په عربي دارالعلوم کې وکړې.
وروسته، د کابل پوهنتون، شرعیاتو پوهنځي ته ولاړ او د ليسانس دورې په پای ته رسولو سره، د ماسټرۍ لپاره د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ؛ وروسته يې د لوړو زده کړو په موخه، امریکا ته ولاړ او د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې یې، د بین الدول حقوقو ماسټرې ترلاسه کړه؛ همدارنګه نوموړي په بین المللي حقوقو کې، د هارورډ پوهنتون تصدیق هم ترلاسه کړ.
موسی شفیق د هېواد له رسمي ژبو سره – سره پر عربي، انګلیسي او فرانسوی ژبو هم پوره واکمن وو.
شعری قریحه یې هم لرله چې په حقوقي بحثونو کې ور څخه ګټه اخیسته کیږي؛ دوې شعري ټولګې یې را پریښي چې د (عبقریان و قصه های دیګر) او (شاعران ننګرهار) په نوم دي.
شفیق د دولتي ماموریت په (دنده) کې:
شفیق افغانستان ته تر راتګ وروسته، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې، استاد شو چې بیا يې وروسته په عدلیه وزارت کې د قوانینو د مدیر په توګه مقرر شو.
په عدلیه وزارت کې د معینیت تر بریده ورسېد؛ شفیق پر معینیت سربېره په نورو ډېرو مهمو پوسټو کې هم دندې ترسره کړې چې له دې جملې څخه د بهرنیو چارو وزارت ارشد مشاور، په مصر، بیروت او سوډان کې یې د افغانستان د سفیر په توګه، دندې اجرا کړي او په مهمو نړیوالو کنفرانسو کې یې د افغانستان د شاهي نظام استازولي کړې ده.
په دې لړ کې یې د یونان په پایتخت کې کنفرانس، د
پاکستان په لاهور ښار کې کنفرانس کې ګدون کړی او په اټومې وسلي نه لرونکو هیوادو په کنفرانس کې یې، چې په ژنیو کې جوړی شوی وو، د افغاني هیئت ریاست پر غاړه وو.
همدارنګه په جورج ټاون او جده کې، د اسلامي هېوادو په کنفرانس او د نړیوالو ۲۷- مه ناسته او کنفرانسو کې یې د افغاني استازو ریاست پر غاړه وو.
شفیق د ډاکټر عبدالظاهر د صدارت په موده کې، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، وګمارل شو او ورورسته د شاه له اړخه، د کابینې د جوړښت ماموریت ور له غاړې شو.
شفیق او د ۱۳۴۳ کال اساسی قانون:
د۱۳۴۳لمریز کال، د اساسی قانون د کتنې په وخت کې، شفیق د کتنې د کومېټې غړی او منشي وو، د نوموړي پلار هم د دې کومېټې غړی وو؛ سید قاسم رشتیا او ورور یې محمد صدیق فرهنګ، د هغه بحث په اړه، چې د شفیق او پلار ترمینځ یې، د اساسی قانون د تصویب په وخت کې راغلی، لیکلي مطالب لري چې د دوی منازعه او بیا وروسته جوړجاړی پکې انځور شوی دی.
رشتیا لیکلي، هغه پېښه چې د پلار او زوي تر مینځ یې اساسي قانون ته د کتنې په وخت کې، پر شریعت باندې د
قانون د لومړیتوب په باب رامنځته شوې، داسې لیکلي: شفیق وغوښتل چې د ده او پلار ترمینځ یې مینځګړی شم؛ کله چې په ګډه سره د مولانا صاحب حضور ته ورغلو، مولانا صاحب په خپله د خپل زوی خبرې ته اوښتی وو او موضوع د جوړجاړي مدار ته داخله وه او بیا وروسته موسی شفیق، موضوع په دې ډول روښانه کړ: دا چې د اساسي قانون اصلي مرجع هم شریعت دی نو دلته د قانون لومړیتوب پر شریعت باندې، هېڅ نه رامینځته کیږي او په حقیقت کې اساسي قانون د شرعي احکامو د تحلیل او تفسیر یوه کاپي شوې بڼه ده چې پکې د شرعي احکامو په رڼا کې اصول او قواعد په څرګند ډول واضح شوي دي.
شفیق او د صدارت چوکۍ:
کله چې محمد ظاهر، د افغانستان د وخت پاچا، د ۱۹۷۱ د ډسمبر پر ۷ – مه شفیق ته د کابینې د تشکیل دنده ور له غاړې کړه، نو ډېری خلک په دې آند ول چې شاه بالآخره د خپلې خوښې صدر اعظم وموند؛ شفیق هم په پوره باور او خپلواک ډول سره، د نوي صدر اعظم په توګه کار پیل کړ.
شفیق په دې لټه کې وو چې د افغانستان په خارجي سیاست کې پاموړ بدلون راولي او بریالی هم شو؛ له ختیځ و لویدیځو ګاونډیو سره یې ښه روابط لرل او له ایران سره یې د هېرمند (هلمند) د اوبو تړون هم لاسلیک کړ؛ شفیق له ایران سره د هلمند د اوبو تړون، د ۱۳۵۱ کال، د کب پر ۲۲– مه، د ایران له صدر اغظم، امیر عباس هویدا سره لاسلیک کړ؛ په هغه غوڼده کې يې ګډونوالو ته د وینا پر محال داسې وویل:
ورونو او خویندو!
فکر کوم چې د داسې غوټې د خلاصون په پار سره یوځای شوي یو چې په دې سره به ټولې شته ستونزې هوارې کړو، که سل کاله د یوه مشکل په حلېدو کې فکر وکړو او عملاً اقدام و نکړو، بیا يې هم د حل لاره نه موندل کیږي، نو عملاً باید لاس په کار شو؛ دا چې اوبه په ژوند کې ډېر رول لري نو دې رول ته په کتو سره، باید ووایم چې نشو کولای په اساني سره یې چاته وسپارو؛ خو دا سپارښتنه باید یو څو ژونده ته ښکلا ور وبخښي او یو څو ژونده وژغوري؛ هلمند د دې نړۍ اسمان دی چې د افغان په غرونو کې تولیدیږي او د ګاونډ هېواد دښتې به سمسوروي او موږ خپل ګاونډی خپل ګڼو.
د یادونې وړ ده چې دا تړون د نورمحمد اعتمادي د صدارت په وخت کې تکمیل شوی وو اما اعتمادي یې د لاسلیک جرئت ونکړ او شفیق بیا دا تړون تکمیل او لاسلیک کړ.
همدارنګه شفیق په پام کې لرله چې له پاکستان سره، د ډیورنډ کرښې ستونزه هم حل کړي، خو بد بختانه چې دا فرصت یې و نه موند.
ټولنیز بدلونونه :
موسی شفیق د خپل صدارت په وخت کې، په ټولنه کې د ټولنیزو بدلونو لپاره ډېر کار وکړ، تل یې هڅه کوله چې په ټولنه کې د افراط او تفریط مخه ونیسی؛ مخکنيو حکومتو په ټولنه کې دیني ارزښتونو ته په سپکاوي سره، اعتراضو ته زمینه برابره کړې وه، خو شفیق هڅه کوله چې دې اعتراضو ته د پای ټکی کیږدي؛ نوموړي په همدې موخه په کابل کې کلیسا ورانه کړه؛ که څه هم په دې کار سره يې ډیرو سفارتو توند غبرګون وښود، خو نوموړي د ټولنې د کرارولو لپاره ور سره مقابله وکړه او همدارنګه د افغانستان راډیو له لارې د پنځه وخته لمانځه لپاره د آذان نشرول پیل او دیني خپرونې ډېرې کړې، د یوه مېلمستون تړل، چې شهرنو ته څېرمه واقع وو، په شهري بسونو کې د نارينه او ښځينوو د لارو بېلول او دې ورته نورې هڅې، چې په ترڅ کې یې و کولای شول چې د وخت د حکومت په وړاندې د خلکو ذهنیتونه تغیر کړي.
شفیق د ذهنیتو د تغیر په پار، دې ته ورته نور کارونه هم وکړل چې همدې کار یې کمونیستانو ته خوند نه ورکاوه او همدا هڅي يې د ۱۳۵۷ کال د غویې پر ۷ – مه، د ده د اعدام لامل هم شوې.
شفیق ظاهرآ د ښکلا پلوی وو، ښکلا یې خوښوله او غوښتل یې چې نوي نوي او د وخت موډ جامې ولري؛ خپلې جامې یې په ایټالیا کې ګنډلې او د خپلو وریښتانو خیال یې ډېر ساته.
نوموړي په کابل کې څو ښکلي ځایونه، د استراحت په پار ځانګړي کړي ول او دا کار یې د افغانستان په څېر فقیر هېواد کې، ډیرو خلکو نه خوښاوه.
د شفیق رابطه له پارلمان سره:
صباح الدین کشککي په خپل کتاب (دهه قانون اساسی) کې داسې لیکلي:
تر شفیق مخکي حکومتو لویه ستونزه داوه چې ویې نشو کولای له شورا سره ښه روابط ولري، دوی به مخکې له دې چې خپله کاري موده پای ته ورسوي، د اعمتاد رایې به یې له لاسه ور کړې؛ خو شفیق له شورا سره داسې اړیکې ټینګې کړې چې مخینه یې نه وه؛ د ده په وخت کې، د دولت او شورا ترمینځ پوره همږغې وه؛ که څه هم، نوموړي ونشو کړای چې د خپل حکومت قانوني موده پوره کړي، خو دلیل یې د شورا رایه نه، بلکې د ۱۳۵۲ کال، د سرطان په ۲۶ – مه د داود خان کودتا وه.
شفیق په خپل عمارت کې، یوه ځانګړې دفتري شورا درلوده چې په اونۍ کې یو ځل یې، له خپلو وکیلانو سره د مشورو او وړاندیزو غونډه کوله؛ دوی به هڅه کوله چې هغه ویجاړې، چې د مقننه او اجرائیه قواوو ترمینځ واقع شوی، له مینځه یوسي.
دا غونډې د لومړي ځل لپاره، د شفیق له خوا رسنیزې شوې او د هرې غونډې جاج به د رسنیو له لارې ولس ته وړاندې کېدی چې په دې سره، د ملت او حکومت تر منځ، شته واټن په کمېدو وو او د ملي وحدت روحیې نوی زور واخیست.
د شفیق په وخت کې، د عامه اړیکو په نوم، یوه ځانګړې اداره رامنځته شوه او دوې لویې ورځپاڼې، د انیس او اصلاح په نوم، سره مدغم شوې او یوه لویه ملي ورځپاڼه ورڅخه جوړه شوه چې هره ورځ به د هېواد په لویو ښارو کې وېشل کېده.
شفیق اعلان وکړ چې سیاسی ګوندونه، د یوه ډېموکراټیک حکومت عناصر او اساسات دي او د افغانستان اساسي قانون دې ور ته د فعالیت اجازه ور کړي، نوموړي ويل چې حکومت اړ دی چې سیاسی ګوندونو ته د فعالیت زمینه برابره کړي، خو له ډيرو هڅو سره– سره و نه توانېد چې د سیاسی ګوندونو د فعالیت زمینه برابره کړي
.د داود خان کودتا (پاڅون) او د کاري دورې پای
د ۱۳۵۲ کال، د سرطان پر ۲۶- مه، د داود خان کوتا، د شفیق حکومت ته دپای ټکی کېښود چې ور سره سم، نوموړی د داود خان له لوري د کودتا په دوهمه ورځ بندي هم شو او خپل د عمر دوه نیم پسرلیه يې په زندان کې تېر کړل.
شفیق په ۱۳۵۴ کال کې، له بنده خلاص شو او بیا د ۱۳۵۴ کال د غوایي پر ۷- مه کودتا کې د دوهم ځل لپاره زنداني او ورسره د کمونیستانو له خوا شهید شو؛ د نوموړي جسد هم، د نورو زرګونو شهیدانو په څیر، په یوه نا معلوم ځاي کې دفن شو چې غالبآ په ډليېز قبر کې خاورو ته سپارل شوی دی.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتي.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ دريمه / پرلپسي ۱۰۷ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۲۸/ ۱۳۹۵
4 thoughts on “شفېق او د ډيموکراسۍ لسيزه”
    1. ستاسو خبره دقیقه ده خو اکثره پښتانه یې سوډان تلفظ کوي. همداراز د کویت په ځای کویټ وايي، که دا معیار ومنو چې په اصلي ژبه کې یې خلک څرنګه تلفظ کوي بیا خو هیڅ سویډنی (سویډن)خپل هیواد په ډال نه تلفظ کوي. همداراز هیڅ فرانسوی خپل هیواد ته فرانسه او هیڅ جرمنی خپل هیواد المان او جرمني نه بولي.
      تاند

  1. له تاند نه ډیره مننه . زه پوهیږم دا تیروتنې د تاند له خوا ندي شوي او دا د لیکوالو نظر یا غلطي به وي . که زما په نظر د افغانستان د علومو اکادمي کې د پښتو څانګې مسوولین د پښتو وییو یا لغاتونو په ارتباط یوه لویه علمی او هر اړخیزه شورا جوړه کړی او لومړی د هیواد خبیر او پوه کسان د خپل مسلک له مخې سره کښیني په هره کلیمه جد ا فیصله وکړی چې په څه ډول ولیکل شي. بیا خپل تصامیم ولس ته وړاندې کړی او ټول ځانونه مکلف وبولی.
    زما په نظر مونږ په پښتو کې د « ډ او د » دوه بیل تورې یا غږونه لرو چې هر یو یی باید په خپل ځاي ولیکل شي. مثلا که دم یا دمول په ډ ولیکو بیا ډم او ډمول ترې جوړیږی. کویت هم یو عربي هیواد دی باید مونږ هم کویت ولیکو نه کویت .
    ماشا الله په پښتو کې مونږ د « ټ ، ځ ، څ ، چ ،ډ ، ړ ، ڼ » غږونه لرو چې په ډیرو ژبو کې اصلا نشته ، که مونږ د یو چا نوم سم تلفظ کړو هغه به هم خوشحاله وی خو که مونږ سردار محمد ته سرډاړ محمډ ووایو هغه به هم له مونږ نه خفه وی او مونږ به هم خپله ژبه دوی ته ناقصه معرفي کړي وي.
    ستاسو برښنا پاڼه ډیره ښکلي او ډیر خوندور مطالب نشروي . مونږ پرتاسو ویاړو.
    په درنښت سهاک

  2. بلی تاندوالو ورونو خیر اوسی

    خبره او لیکنه په پښتو کی ده نه په عربی، فارسی، انګلیسی او نورو ژبو کی.

    د سوډان خلک هم ځمونږ ګران هیواد افغانستان په أفغانستان لیکی. همداسی انګلیسان، روسان، فرانسویان او ځینی نور هیوادونه ځمونږ هیواد د افګانستان په نوم تلفظ کوی.

    حتی که ځمونږ لیکوالان سهوآ د ډ توری پرځای د د توری ولیکی د پښتو ژبی ځینی لغاتونه به معنی کږه کړی. لکه ډار که دار، ډال که دال، ډانګ که دانګ، ډنډه که دنده او همداسی ډډه، ډونګه، ډوډۍ، ډوډی، ډم، ډز، ډر اوداسی نور.

    قوماندان صاحب دغه سړی چه درغی سم دلاسه یی د ډار لاندی ونیسه.
    قوماندان صاحب دغه سړی چه درغی سم دلاسه یی د دار لاندی ونیسه.

    دخدای په آمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *