افغان هزاره جنګیالي د سوریې په تدمور کې

تاند – په سوریه کې د ایران د انقلابي ګارډ (سپاه) تر قوماندې لاندې خواوشا شل زره افغان شیعه ګان چې اکثر یې هزاره ګان دي د ایران په ګټه جګړه کوي.

سلام ټایمز چې د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ وېب سایټ دی او په پښتو ژبه خپرونې کوي لیکي، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ اړوند سرتیري د افغانستان او پاکستان شیعه مسلمانان د دې لپاره استخداموي چې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد په ننګه جګړه وکړي. (د سلام ټایمز د فیسبوک لېنک)

سلام ټایمز د خپلې بلې څانګې /پاکستان فارورډ/ له قوله لیکي چې د پاکستان د دفاع وزارت یوه چارواکي ورته وویل، «فاطمیون قول اردو چې له افغان شیعه اجیرانو څخه او د زینبیون غونډ چې له پاکستاني شیعه اورپکو څخه تشکیل شوی دی په پراخه کچه د دې لپاره شیعه جنګیالي استخداموي چې په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ، حزب الله او د ایران له خوا ملاتړ کیدونکو نورو عراقي ملیشو تر څنګ جګړه وکړي،»

هغه پاکستان فارورډ ته ویلي، «له استخدام څخه وروسته، شیعه جنګیاليو ته د پنځو اونیو په مخه روزنه یا ټریننګ ورکول کیږي، او د هغوی تخصصي ټریننګ د ایران په یزد ولایت او ځینې نورو پټو مرکزونو کې ترسره کیږي،»

سلام ټایمز لیکي، «د فاطمیون قول اردو په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شو او معمولا د هغو نژدې ۳ میلیونه افغانانو له منځه کسان استخداموي چې په ایران کې اوسیږي. د ایراني رسنیو له قوله، هغه نژدې ۲۰ زره جنګیالي لري، او د نورو رسنیزو راپورونو له مخې دغه غونډ په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د ملاتړ کیدونکیو ملیشو له منځه تر ټولو ډیر تلفات لیدلي دي.»

د فاطمیون غونډ، چې یوه افغان شیعه ملیشه ده او د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جګړه کوي، په ډسمبر میاشت کې د سوریې په پالمیره کې د سوریې د حکومت د پلوي عسکرو تر څنګ جګړه وکړه. [تسنیم خبري اژانس]

سلام ټایمز زیاتوي، «دغه ګروپ چې د ایراني قوماندانانو تر امرلاندې فعالیت کوي، له حکومتي ځواکونو سره د ایتلاف له لارې یې د ډسمبر په میاشت کې داسې جګړه وکړه چې داعش یې د سوریې له پالمیره څخه وایست. د زینبیون غونډ کوچنی دی او په ابتدا کې، په ۲۰۱۳ کال کې، وظیفه ورکول شوه چې په سوریه کې د مقدسو ځایونو ساتنه وکړي. په ۲۰۱۵ کال کې د هغه شمېر کافي اندازه لوی شو چې د خپلې لوا د جوړولو لپاره یې توجیه وموندله او د درعا او حلب په خواوشا کې یې تعرضي جنګونه پيل کړل.»

سلام ټایمز وړاندې لیکي، «دغه ګروپ په ایران کې د اوسیدونکیو پاکستاني شیعه ګانو، په پاکستان کې اوسیدونکیو شیعه هزاره کډوالو او د پاکستان له نورو شیعه ګانو څخه کسان استخداموي. دواړو ګروپونو ته د ایران اسلامي انقلابي ګارډ پیسې، وسلې او روزنه ورکوي. د هغوی استخدام د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د استخدام لاره تعقیبوي چې د لبنان، عراق، یمن او نورو هیوادونو په شمول له ټولې سیمې څخه شیعه ګان د دې لپاره ګوماري چې په سوریه کې د خپلې [شیعه] عقیدې د ملاتړ لپاره جګړه وکړي.

د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ جنګیالیو ته د میاشتې ۵۰۰ ډالر ورکوي، او د هغو جنګیالیو د کورنیو غړو ته چې په سوریه کې وژل کیږي د ایران د استوګنې اسناد ورکوي. په کابل کې یوه پخواني افغان قانون جوړونکي وکیل اسدالله سلام ټایمز ته ویلي، «په افغانستان کې فاطمیون اکثر له کابل او د هرات په شمول هغو سیمو څخه چې شیعه ګان په کې ډیر دي افغان ځوانان استخداموي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *