عادل اڅکزی/ چمن سُهېلي پښتونخوا –
شل ساعته شپه نومې د لندن او امريکا يؤسل اوه دېرش مخيزه سفرنامه چي د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د يؤدېرشم غربي کليوالي سيمې زين الله ستانکزي په غښتلي قلم ليکل سوې ده له نېکه مرغه ما د نيمې ورځې په اوږدو کې په يوه ناسته کې ولوستله.
د نثري ليکني ژبه يې ساده او روانه ده ، د نوموړي سفرنامې د لوست پر مهال مي د يوه لوستونکي په حېث د کتاب لا نورو لوستو ته تلوسه پيدا کېدله ، د همدې سفرنامې د لوستلو په وخت کې ما داسي احساسوله لکه زه چي د سفر نامې د ليکوال سره په دې سفر کې ملګری يم، د ياد کتاب د بشپړه لوستلو وروسته اوس داسي احساسوم لکه ماچي هم دغه ذکر سوي ځايونه له نژدې ورسره ليدلي وي.
دبرېتانوي اليسټر ټوکې او ټکالي (ديوۀ ملګري د وېزې د نه لګېدو په خبر ټول ملګري خواشيني کېدل او بيرته وضعي ته په پام سره سمدستي وروسته بيا د ټولو ملګرو د وېزو د لګېدو زېری يؤ ډول له خوښۍ څخه برخمنه فضا رامنځته کوي.)
د هيواد په سُهېل لوېديځ سيمو کې له ډېرو مودو څخه د ودونو پر مهال بابولالي مروجه بڼه خپله کړې ده ، که زه تېروتی نه وم د بابولالي په يوه کړې کې ښځمني داسي وايي:
داسي زوم مي در وستلی
چي تر ناوې ښايسته دی
تۍ په خوب نه دی ليدلی
بابولاله ، لاله زما د جان وای
خو زما په خام فکر زه دلته خبره برعکس ګڼم هغه داچي له اليسټر څخه مېرمن عليس زما د نظر په ټاکنيز عدالت کې البت د صورت په برخه کې د ښکلا په نزاکت پوښلې جايزه وګټله ،نه پوهېږم چي د سيرت په برخه کې به کوم څوک د جايزې د ګټولو حقداره وي؟
د ابوظبۍ په پنځه ويشت پوړيزه رستورانت کې لاندي د سمندر و خواته د اوبو په عوض کې د همدې عوض د مسؤل پر ممانِعت سربېره په خپلسري ډول د سفر د ملګرو لمبېدل ښه او پرځای شوخي ګڼم.
د ابوظبۍ د لوی او نوي تاريخي جامع مسجد ننداره په زړه پوري وه ، که څه هم څه ناڅه اړين او پر ځای معلومات په سفرنامه کې قلم بند سوي وو خو زما د معلوماتو تنده په پوره ډول پرې ماته نه سوه.
د ابوظبۍ د شنه او راڼه سمندرغاړي ته نژدې تاريخي سيمه او ورپکې په يوې زړې تاريخي ودانۍکې زاړۀ تاريخي اثآر او توکي په زړه پوري په دې راته و ايسېدل چي زموږ له تاريخي او زړو توکو سره يې ورته والی درلود.
د لندن لوی ښار چي يوې خواته زړې پخوانۍ ودانۍ او دنګي عصري ماڼۍ،ډېر نفوس،پراخ اوشنه پارکونه لري بلي خواته تنګي کوڅې ، صفا چاپېريال ، له سولي څخه برخمن ژوند او له اړتياوو سره سمي او پر ځای اسانتياوي که لوستونکی په مادي لحاظ له خپلي شاته پاته سيمي سره پرتله کړي رښتياهم په ژورفکر کې به يې لاهو کړي.
د غرب مادي پلوه ټولنه که يوې خواته ورځ تر بلي د پرمختګ مزلۀ ته دوام ورکوي نو و بلي خواته د وګړو د وخت د نه درلودلو له آمله آن د مور او د لور، د پلار او د زوی غوندي نژدې او مقدسي رښتې د نه اِرتباطاطو له مخي خورا ورپکي پيکه سوي دي، چي هلته يې اذاد انساني طبيعت ته لويه صَدَمه رسولې ده.
که يوې خواته هلته ډيموکراسۍ او د بيان اذآدۍ مثبتي پايلي لرلي دي نو وبلي خواته يې منفي اغېزې هم سړی له ورايه په بېلابيلو اشکالو کې درکولای سي چي بعضو ته يې په دې سفرنامه کې څه نا څه ګوتنيونه سوې ده.
د برېټش موزيم جالبه لوی موزيم دی ، پر لسګونه جريبه مځکه يې د موزيم ودانۍ جوړه سوې ده بله لا داچي د نړۍ د بېلابيلو هيوادونو څخه تاريخي اثآر په يوه نه يوه لار ورته راؤړل سوي دي.
ما يؤ وخت له يؤ چا څخه واورېدل چي زموږ له جګړو ځپلي مېړني هيواد (افغانستان) څخه هم بې شمېره تاريخي او لرغوني اثآر په غېرقانوني ډول د قاچاک له لاري د کورنيو لوټمارانو په وسيله د څو پونډه په بدل کې چي د ملت ګډه تاريخي شتمني وه ، تر برېټش موزيم لندن پوري رسول سوي دي.
د ماضي دغه کړغېړن ملي خيانت که افغان ژورناليستان په ګډه د خپل مسؤليت له مخي د څېړنيز ژورناليزم په رُڼا کې په صادِقانه ډول وڅېړي فکر کوم د خپل رسالت حق به يې د يؤ کم مِقدار په اندازه پر ځای کړِِِی وي او ورسره به يې خپل ملت او خپل تاريخ ته حقايق وړاندي کړي وي ، ډيره موده وړاندي مي د رېډيو د څپو څخه په يوه پښتو خپرونه کې راپور اورېدی چي ورپکي د پاکستان د پخواني وزيرداخله نصرالله بابړ مرکه هم په پښتو کې خپره سوه، خبريال د نصرالله بابړ څخه وپوښتل چي ستاسو سره په خپل شخصي کور کې د افغانستان د موزيم ډېر زاړۀ او پخواني اثآر خوندي پراته دي دا تاسو څرنګه لاس ته راؤړل؟ بابړ په ځواب کې ورته وويل چي هو دا خبره درُوسته ده دا زاړۀ او تاريخي اثآر ما په بيه رانيولي دي که يې څوک قيمت راته راکړي زه به يې بيرته ور وسپارم.
فکر کوم چي ژباړونکی ناصر رسولي به د يوې جدي ستونزي له آمله په لندن کې د تابِعت د تر لاسه کېدا په موخه پاته سوی وي اليسټر ګله : ته او ستا لوړپوړي ملګري خاطر مه مانده کوئ ناصر رسولي خو تاسو ته د ژباړونکي په صِفت خدمت تر سره کاوی د دۀ دغه خدمت ودۀ ته وهم ، د مرګ جدي ګواښ او د سر خطر ور پېښ کړ ځکه هلته په لندن کې پاته سو دا سړی مجبوره وو بله چاره يې نه درلودل ، تاسي دومره بې وفا ياست چي د خدمت په بدل کې سړی د مرګ وکندي ته ورټېل وهی؟ دا څرنګه بشر دوستي ده؟
ټپه
څوک په رضا له ملکه نه ځي
يا ډېر غريب سي يا د يار له غمه ځينه
زه تر لوستلو وړاندي د کتاب د نامه په اړوند په دې اند وم چي شل ساعته شپه به هسي د سفرنامې د ليکونکي لخوا د خپل کتاب لپاره يؤ تصّوراتي ايښودل سوی نوم وي خو چي کله د لوستلو په وخت کې د کتاب دونيوي يمي پاڼي ته ورسېدم نو راته معلومه سوه چي ليکوال د ماښام شاوخوا پنځه بجې له پلازميني کابل څخه د الوتکې په توسط حرکت کړی دی، سهار تر لمر ختو وړاندي د متحده ايالآتو پلازميني واشنګټن ډي سي نړيوال هوايي ډګر ته يې الوتکه کښته سوې ده، د شپې د اوږدېدو لامل يې دا ښودلی دی چي د ماښام په ابتدا کې يې له شرقي ښار کابل څخه سفر پېل کړی په درې ساعته کې دوبۍ ته رسېدلی،بيا يې په دوبۍ کې ماخستن مهال درې ساعته انتِظار ايستلی له دې څخه وروسته يې له دوبۍ څخه تر غربي ښار واشنګټن پوري څوارلس ساعته پرله پسې هوايي سفر کړی دی ، دغه د سفر ساعتونه چي سره جمع کړل سي نو ټول ټال شل ساعته ترې جوړيږي.
د ويرجينيا په دُنيا نومي هوټل کې افغاني خواړه لکه يخي شلومبې،غلمينه ډوډۍ او د وريجو کابلی پلو نوشي جان کول په دومره ليري ولات کې پر داسي خوړو پېښېدل څه د معجزې څخه په کمه نه ګڼم په همدې هوټل کې چي کوم سپين ږيري افغان چي سر يې د زړښت له آمله کپېدۍ او سګرېټ يې هم لګولی وو ، خپله دېرش کلنه امريکايي لور هم ورسره په څنګ کې وه ، دې سپين ږيري افغان مسافر چي پر بين الميللي سياسي موضوع کومي خبري د ليکوال او د دۀ د سفر له ملګروسره د هوټل په عادي مجلس کې کړي وې سراسر يې د حقيقت څخه برخمني ګڼم زموږ د جنګ ځپلي هېواد درې ازلي خارجي دوښمنان يې په ښکاره ډول ورته ښودلي دي بايد هر افغان په دې وپوهيږي.
د واشنګټن په ميوزيم کې د ژورناليزم په برخه کې د نړۍ د مُهمو پيښو خبرونه ، پخوانۍ وډيوګاني ، عکسونه،د انقلابونو او لويو مشهورو جګړو معلومات او دغه راز د نړۍ په بيلو برخوکې د آته سوه يويشت وژل سوو خبريالانو عکسونه چي زموږ د هيواد د ډېری خبريالانو په ځانګړې توګه د ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني عکس هم پکې لګول سوی وو، په هغه وخت کې چي ما د هلمند د لښګرګاه د سيمي د ځوان او فعاله فرهنګپال او د بي بي سي پښتو خپروني د هلمند ځايي خبريال عبدالصمدروحاني د وژل کېدو خبر او عکسونه د انټرنيټ پر نړيوال جال د پښتو په بېلابيلو وېبپاڼو کې تر سترګو تېر سول خدای ( ج) سته ډېر خواشينونکی اغېز يې راباندي وکړ ، دغه خواشينونکی اغېز څو مياشتي په پرلپسې ډول زما پرذهن غالب وو لکه زه چي د عبدالصمدروحاني بېخي نژدې کورنی قريب يم،حال داچي ما په ژوند کې نه روحاني ليدلی وو او نه مي خبره ورسره سوې وه او نه مي هم شناخت ورسره درلودی ، ويل کېږي چي د هلمند د سيمي د نورو وتلو فرهنګپالو اشخاصو شاعرانو او ليکوالانو په شمول چي تر څنګ يې روحاني هم په دې هڅه او تکل کې وو چي په هلمند کې د نورو سيمو په څېر کلنۍ دوديزه پښتو مشاعره رامنځته کړي ، چي په ډېر اخلاص سره د ګډ زيار ګاللو وروسته د هلمند ادبي ملګري پخپل مثبت معنوي عزم کې کاميابه سول ، د دې خبري شاهدي هر کال د هلمندسيند دوديزه کلنۍ پښتنه مشاعره ورکوي چي د نېکه مرغه موږ هم دوه ځله برخه پکې اخيستې ده او هر کال د هيواد وتلي پښتانۀ شاعران له خپلو سيمو څخه ورته رابلل کېږي.
د متحده ايالآتو مونتانا نومی ايالت چي د امريکاخپل پخوانی توکم سورپوستي په ډېرشمېر کې ور پکې اوسي که يوې خواته کرهڼيزه سيمه وه وبلي خواته بيا خورا يخ زوڼې سيمه هم وه په دوبي کې سيلانيان په دې موخه په ګڼشمېر کې ورځي چي د ګرمۍ په موسم کې له سړې هوا څخه خوند واخلي او بل د دې سيمي د شين ګښتيو په ليدلو سره ذهني هوساينه ترلاسه کړي ، په ګرمي کې دلته د سيلانيانو ګڼه ګوڼه د ځايي خلګو پر اقتصاد او روزګار مثبت اغېز شندي ، خو زموږ د مسافرو نصيب دلته د ساړه ژمي په جوبن کې سوی وو ، چي د دې سيمي ځايي وګړي لا د ژمي په ساړ ۀ موسم کې وبلي ګرمي سيمي ته په کډه کولو مجبور يږي.
د مونتانا د خلګو دغه خويه مي زښته زياته خوښه سوه چي دوی نه يواځي داچي علم دوسته وو د دې تر څنګ يې د علم ازښت هم خورا په ديقت له نژدې پېژندلی وو، بېخي د پام او فکر وړ خبره خو لاداچي د دې ايالت والي زموږ دې مسافرو هيوادوالو ته ويلي وو چي د امريکا ټول خلګ په ځانګړې توګه د مونتانا اوسېدونکې زدکړي ته زيات ژمن دي پوهنتونونه لري ، په هره سيمه کې ښوونځي لري،دا يې هم ورته زياته کړې وه چي په دې ايالت مونتانا کې يؤ کلی دی چي شاوخوا لس کورونه پکې ابآد دي په دې کلي کې يواځي يؤ کوچنی ماشوم سته خو دوی ورته يوه لومړنۍ ښوونځۍ جوړه کړې چي درې تنه يې ښوونکي ، ملازم ، مدير او ټول پر سونل لري، خپل معاش اخلي ، والي پخپلو خبرو کې دا هم ورته ويلي وو چي نور ماشومان هم په دې کلي کې سته خو هغه اوس په منځنۍ او لوړو ښوونځيو کې په زدکړو بوخت دي.
که د نړۍ د پر مختللوملتونو د پر مختګ اسباب ولټول سي نو پايله به يې دا راووځي چي دوی به زدکړي له لومړي صنف څخه بيا تر لوړي کچي پوري په خپله مورنې ژبه کې کړي وي او اوسمهال هم خپل تنکي نسلونه ترې برخمنوي.
د ننني عصر د سيمئيزواوملی مشرانو مسؤلانه دنده جوړيږي چي د خپلو خلګو او اولس رُخ د زدکړو او بيا هم په پرلپسې ډول د ز دکړو وخواته راواړوي ، دا يو منل سوی حقيقت دی چي بېله زدکړو د ملت پر مختګ ناشونی دی
ليکوال ليکي چي نيويارک ښار هلته خلګو په لېوني ښار مُسما کړی وو د دۀ په وينا چي کله دلته له الوتکې کښته سو او له ميدان هوايي څخه دباندي راووتلو يؤ افريقايي موټر چلوونکی چي دلته يې دنده لرله زموږ انتِظار يې کاوی په پيل کې مو لا جنجال ورسره راغلی ، لآمل يې نه دی ښودلی چي پر څه يې د خُولې خوند ورسره بد سوی دی؟ د اويا،سلو او يؤسل وشل پوړيزو دنګو ودانيو د ډېرښت او پر سړکونو د زياتو موټرونو د ګڼي ګوڼي له آمله د ټرافيکي لارو د بندېدو پر وخت موټر چلوونکو يؤ او بل ته په لوړ اوآز ښکنځلو سره زموږ د نابلدو مسافرو سرونه په لومړۍ ورځ لا سره ورګرځولي وو ، بله ستونزه لا دا وه چي پلی مزل هم ورپکې ستونزمن وو خلګوبه د خپلو زياتو بوختياوو له آمله پر پلي لارو په ګڼه ګوڼه کې منډي وهلې او ورسره به هره ورځ په پلي لارو کې جنګونه ،غلاوي ، له لاسه د بکسې او د غوټي تښتولو پيښي زياتي تکرارېدې ، ليکوال که دلته ټرافيکي ستونزي تر کابل بدتري ګڼي ، خو فکر کوم فِضا به يې بيا داوسني کابل تر فَِضا په څو کرته صافه او شفافه وي ، چي کله زه لومړی ځل په ۲۰۰۵ميلادي کال کابل ته د يوۀ بل دوست په ملتيا په سېل او تفرېح د کابل جان د ليدني په موخه چي ستره ارزو مي وه ولاړو چي کله ما د کابل پرهر پرهر په وينو ککڼ زخمي وجودله نژدې پخپلو سترګو وليد نو څو څو ځله مي د کابل پر ورانيو په بې اختياره ډول له سترګو څخه په تکرار سره اوښکې وڅڅېدې.
نيويارک ټايمز انګليسي ورځپاڼه چي دنړۍ د مشهورو او وتلو ورځپاڼو په ليکه کې دريږي ، په اړه يې معلومات خورا جالب راته وبرېښېدل ، د دې ادارې دُوپنځوس پوړيزه ودانۍ چي لومړي شپُږويشت پوړه يې د نيويارک ټايمز لپاره په کار اچول سوي دي او هغه نور لوړ پوړونه يې وکيلانو او نورو کسانو ته په کرايه ورکول سوي دي، د غه ورځپاڼه هره ورځ پنځوس لکهه کسان ګوري ،چومره چي يې نوم لوی دی همدومره يې کار او فعاليت زيات دی،يواځي په ليدولو يې سړی منلی سي چي څومره کارمندان ، څومره ځای او څومره امکانات لري د يادي ورځپاڼي دفتر په نيويارک ښار کې دی ، مخکې به د دوی پر وېبپاڼه دغه ورځپاڼه وړيا کتل کېده خو اوس يواځي يو کس کولای سي شل مقالې وګوري د يويشتمي سره لګښت پرې راځي،نيويارک ټايمز ټول ټال پنځه زره کسان کارکوونکي لري چي دوه زره دوه سوه يې دلته په ودانۍ کې دنده تر سره کوي، لسګونه اډيټران او رپورټران يې له هر ډول امکاناتو څخه برخمن دي، د نيويارک ټايمز ودانۍ د يوه ډېر مسلکي انجينر له خوا داسي ډيزاين سوې ده چي ټوله دُوپنځوس پوړه ودانۍ په ښيښه باندي پوښل سوې ده او معنا يې دا ده چي د ژورناليزم په وظيفه کې به دا ډول صفا کار کوئ د هيڅ اړخ طرف به نه نيسئ ، په پټ او تيارۀ کې به څه نه پرېږدئ په خپل مسلک کې به بې پرې ياست ، چي کله مي په کتاب کې د نيويارک ټايمز په اړوند معلومات لوستله نو زموږ د چمن د سيمي اکثره اوسني مادي پلوه ژورناليستان مي سترګو ته جګ ودرېدل هغه په دې دلته په چمن کې چي موږ ځايي اديبان کله نا کله په نه اِمکاناتو او په خورا ستونزو سره ادبي سيمينار او مشاعره دايروو نو له دباندي څخه هم مېلمانۀ ليکوالان او شاعران د بلني پر اساس برخه پکې اخلي ، تاسو ته ښه معلومه ده چي دلته په سُهېلي پښتونخوا کې پر مېشت پښتني اُولس باندي د تاريخ په اُوږدو کې پردۍ ژبه اُردو په جبري ډول تپل سوې ده ، دلته د اساسي قانون له مخي اُردو ملي ژبه ده،په ټولو دولتي ادارو کې اُردو او انګليسي ژبو رسميت خپل کړی دی، دلته چي کومي ږغيزي ، چاپي او تصويري رسنۍ فعالت کوي اکثره په اُردو خپريږي ، موږ ځايي اديبان چي کله ادبي غونډه او مشاعره دايروو نو د چمن د سيمي ژورناليستان چي د بيلو اُردو ژبو رسنيو محالي استازي دي ، هر يوۀ له د دوی خپلو دفترونو له چي بېل بېل موقعت لري ، د ليدني په غرض ورسو پخپل لاس بلنليکونه ورته وسپارو ، خو دوی کورښادي د نورو په چربه او خوشمړو اموخته سوي دي دپښتو ادب په خړو پړو غونډو اومشاعرو کې ګرسره ری لاهم نه وهي ، ادبي فعاليت هسي يؤ عبث کار ورته ښکاري ، موږ پر نه راتګ سربېره بل ځل وبلي غونډي ته خدای (ج) سته بيا بلنه ورکړو خو د تېر په څېر بيا رانسي دا ډول موږ دوی په تکرار سره رابولو خو دوی په تکرار سره زموږ بلني پر مځکه غورځوي ، چي دوی په نه راتګ نه شرميږي نو موږ د چمن ادبي کهول په بيا بلنه ولي وشرميږو؟ موږ د دې مجبورۍ له مخي دوی ادبي غونډو ته رابولو چي د دې ادبي غونډو او پښتو مشاعرو ږغ د دوی د رسنيو په مټ تر ډيرو نورو ناخبرو کسانو پوري ورسيږي ، ترڅو خلګ زموږ د سيمي په ادبي فعاليت نه يواځي داچي خبر سي تر څنګ يې د پښتو ادب ارزښت هم موندلی وي، د چمن د ژورناليستانو د نه همکارۍ له آمله موږ د خپلي هري ادبي غونډي راپور پخپل لاس په اُردو ژبه په مُفصل ډول قلمبندوو بيا يې د غونډي د انځورونو په شمول د اُردو ژبو ورځپاڼو مرکزي دفترونو ته لېږو چي د کوټي په ښار کې موقعت لري ، وروسته تر دې ستونزمنو پړاوونو بيا زموږ ادبي راپور پمټي سر په خټي په اُ ردو ورځپاڼو کې چاپ سي ، نه پوهېږم چي د نيويارک ژورنالَيستان به هم پر بلنه سر بېره د خپلي سيمي ادبي سيمينارونو ته نه ځي که څنګه؟ دلته دا پوښتنه هم سر راپورته کوي چي يواځي د چمن اديبان د خپلي سيمي د ژورناليستانو د ميرني چلن سره لاس وو ګرېوان دي که نوري سيمي هم د دا ډول ستړي ادبي يون سره مخامخ دي؟
دغه شپږ کسيزه پلاوی چي درې تنه نارينه او درې تنه ښځينه ژورناليستان وو په نيويارک کې هغه دوو سوداګريزو ودانيو ته هم ورغلي چي د ۲۰۰۱ميلادي کال د سپټمبر د يوولسمي د بريد پر مهال وراني سوي وې ، چي له آمله يې يؤشمېر سوداګر او د نيويارک اوسيدونکي له ژونده لاس پر سر سوي وو، د دې دوو ورانو سوو ودانيو پر ځای اوس څلور دنګي ودانۍ رغول سوي دي.
د سپټمبر د يوولسمي پيښي په اړوند دوه نظرونه وجود لري يؤ يې دا دی چي پر ياده نېټه باندي پر واشنګټن او نيويارک بريدونه د ترهګرو له وړاندي سنجول سوو پلانونو څخه ګڼل کېږي ، بل نظر دا دی چي دغه بريدونه پخپله د امريکا استخباراتي شبکې سي ائ اې د خپلو سياسي ګټو د تر لاسه کېدا په موخه وکړل ، ويل کېږي چي د بريد په ورځ اکثره هغه يهوديان له خپل رسمي کار څخه ناغه وو کومو چي دلته په دې نړيوالو سوداګريزو مرکزونوکې هره ورځ دنده درلودل، بله د حېرانتيا وړ خبره خولا دا ده چي کله الوتکې د دنګو ودانيو په لوړو پوړونو کې ولګېدې نو سمدستي په دوولس ثانيو کې دا دومره دنګي ودانۍ د لاندي زېرخانو څخه په دودونو کې يؤ دم پر مځکه راپرېوتې دا ډول نړېدل د دې شاهدي ورکوي لکه تر ودانيو لاندي چي له وړاندي لا زورور بارود او کېميکل ايښودل سوي وي.
دا خبره هم کېږي چي د نړۍ پر کچه کوم لوی څېړونکي په دې اړوند په څېړونو بوخت وو هغه منع کړل سو او چاچي پر ممانِعت سربېره له دې څېړنو څخه لاس وانه خيست هغه له ژونده لاس پر سر کړل سو.
په دې دوو نظرونو کې چي هر نظر دُرست وي هغه به رښتني موريخين ثابتوي خو دردېدونکې خبره دا ده چي د نړۍ د زورورو په جنګ کې افغانستان څو لسيزي کېږي چي د پرديو دغوبل ميدان وګرځېد او اکثره ناپوهه افغانان د بل د لاس آله کاران جوړ سو ، دا ولي او د څه لپاره آيا ګرم افغانان دي که د نړۍ زورور؟
په درناوي
عادل اڅکزی
۱۷ سپټمبر ۲۰۱۴ ميلادي کال
چمن سُهېلي پښتونخوا