په کهکشان او نږدې طبیعت کې د الله ج زړه راښکونکې منظرې او انساني پلټنې.
شمالي رڼاګانې یواځی د ځمکې په شمال پورې تړاو نه لري ګواکې دا د ځمکې په دواړو قطبونو کې پېښېږي،او ډېر ښایسته او زړه راښکونکی رنګ د اسمان لمنو ته ورکوي،اوله اندازې زیات سېلانیان د نړۍ له هرې برخې د دې نندارې لیدلو ته ورځي، او یا راځي.دا رڼاګانې تر ټولو ښې د ژمي په روښانه هوا کې په سیبېریا، شمالي ناروې، ایسلنډ، جنوبي استرلیا او شمالي کاناډا کې ښې تر سترګو کېږي، د شمالي رڼاګانو مرکز د ناروې په شمال کې ده او ناروې د دې د توریزم له لاری په کافي اندازه عاید تر لاسه کوي.
شمالي رڼاګانو ته په لاتین کې
شمالي رڼا (aura borealis) او (aurora australis)جنوبي استرلیایی رڼا
ا ویا دواړو ته polarlis وايي.
شمالي رڼاګانې څنګه پېښېږي؟
د دې لپاره مې یوه لنډه ویدیو لږ څه ګډه وډه ژباړلې ده،تحنېکي ملاتړ یې راسره ولید خان زما کوچني ځوې کړېده،هیله ده چې ویې ګورې ،خو په پښتو (تکست ) باندې مو (کلیک ) له یاده ونه وځي چی بیا یې ژباړه په پښتو نه لیدله کېږي.
او لږ څه نیم او نیمکله معلومات مې ستاسو د وخت د تېرولو لپاره له ناروېژي پاڼوڅخه راټول کړېدي خدای ج د وکړي چی د پام وړ مو وګرځي!
شمالي رڼاګانې هغه مهال پېښېږي کله چې له لمر څخه ازاد شوي برېښنايي چارچ شوې ذرې د ځمکې د (*۱)اتوموسفیر له اتومونو او مالیکولونو سره ټکر شي.
د دې رڼاګانو د لوړوالي او نورو اړخونو د پېدا کولو لپاره د ناروې یو د متماتیک پوه(carl mulertz størme) په ۱۸۷۴/۱۹۵۷ زېږدیز کال کې ژورې پلتنې پېل کړې چی دهغه په نتیجه کې هغه یوې د عکاسي کامرې ته ضرورت درلوده چې په ۱۹۰۹ م کال یې تر لاسه او استفادې ته وړاندې کړه، له ۱۹۱۰ نه تر ۱۹۴۰ م پورې دوې د همدغو کامرو په مټ نږدې ۱۰۰۰۰۰ عکسونه له شمالي رڼاګانو څخه له مختلفو ځایونو او له مختلفو لوړو څوکو څخه واخیستل او د شمالي رڼاګانو لوړوالې یې له ۸۵ کیلو مترو نه تر ۳۰۰ کیلو مترو لوړ ثابت کړ.
شربېره په (størmer)نورو نارویژي پوهانو او پلټوونکو هم د شمالي رڼاګانو په باره پلټنې کړېدي لکه
Kristian Birkeland (1867–1917)
Lars Vegard (1880-1963)
پخپله
Carl Størmer (1874-1937)
او نور
خو تر ټولو ښه برېښدلې پلټوونکی یې بیا (Kristian Birkeland) ده.
دی په ۱۸۶۷ م کې زېږدلی ده او په ۳۱ کلنې کی یې پروفېسري تر لاسه کړېده،ده لمړی له متماتیکه شروع وکړه خو وروسته یې بیا تیوريکي فزیک او تجربوي فزیک ته مخه کړه چی پدی لاره کې ډېرې لاسته راوړنې لري.
مثلآ ، دا د ده تیوري وه چی شمالي رڼاګانې له لمر څخه د ازادو شویو برېښنايي چارچونو نه را ولاړېږي، او همدغه خپله تیوري یې بیا په لابراتوار کې تجربه هم کړه، چی مثبته نتیجه یې ورکړه.که مو غوښتل نو لیکلې یې شم خو دلته د لیکنې د لنډوالي لپاره ترې تېر شوم.
Kristian Birkeland ته څلور وارې په کېمیا او څلور وارې ورته په فزیک کې د نوبل دجاېزې وړاندیز وشو خو تر لاسه یې نکړه،خو د ناروېژي لوټونو په دوه سوه ګون کې یې بیا عکس چاپ شو، دی غېر له دېنه د کېمیا او فزیک په برخه کې نورې لاسته راوړنې هم لري،په ویکی پیدیا کې یې بیا مندلی شې.
د شمالي رڼاګانو د پېښېدو لوړوالې له ۹۰ څخه تر ۷۰۰ کیلو مترو پورې اټکل شوېده، چی دا رڼا ګانې په دوامداره توګه او ۲۴ ساعته جوړېږي،هغه چی د ورځې پېښېږي هغو ته د ورځې شمالي رڼاګانې وایي چی کمې لیدل کېږي، او هغه چی د شپې پېښېږي هغو ته دشمالي د شپې رڼاګانې وایي.
رنګونه یې
لکه څنګه چی د شمالي رڼاګانو لوړوالې په مختلفو لوړو کې پېښېږي په همدی لړ کې یې د رڼا ګانو بدلونونه هم له لمر څخه د ازادو شویو برېښنايي چارچونو د زور (قوت) د هغوې د ټکر تر ساحې او د څپو تر اوږدوالي پورې تړاو لري.
د شمالي رڼاګانو ډېر قوي رنګونه سور،شین،اوبنفش دي، بنفش رنګ ته مونږ پیسته يي هم وایو خو بنفش رنګ د بانجاني او ګلابي رنګ تر منځه یو زړه راښکوونکی رنګ ده.
شین رنګ یې داکسجن له اتومونو څخه را ولاړېږي چی د څپو د اوږدوالي اندازه یې ۵۵۷،۷ (*۲)نانو متره ټاکل شوې ده، دسره رنګ سر چینه یې هم د اکسجن اتوم ښوولی ده چی د څپو اوږدوالی یې ۶۳۰،۰ نانو متره ده، بنفشه رنګ یې بیا د (*۳)ایونیزه شوي نایتروجن (N2+) څخه را ولاړېږي.
د دې ښکلاوو په تړاو ډېر څه لیکل شوېدي خو د اوس لپاره همدومره.
(*۱)د ځمکې اتوموسفیر له هغې فضا څخه عبارت ده چی د ځمکې ګرد چارپېره تر ۱۰۰۰۰ کیلو مترو پورې لوړوالی لري او پنځه پردې یا طبقې لري.
۱ـ تروپوسفیر ۱۷ نه تر ۲۰ کیلو مترو پورې خو دا لوړوالی د اوړي په فصل کې کېدایې شي په قطبونو کې تر ۷ کیلومترو بورې راښکته شي.
۲ـ ستراتو سفیر له ۱۶ نه تر ۳۰ کیلو مترو پورې.
۳ـ مزوسفیر له ۵۰ نه تر ۸۵ کیلو مترو پورې.
۴ـ ترمو سفیر له ۸۵ نه تر ۶۰۰ کیلو مترو پورې.
۵ـ اګزوسفیر له ۵۰۰ نه بیا تر تشې (خلا) پورې دوام لري.
د اتوموسفیر په ترکیب کې نږدې ۷۸٪ نیتروجن، ۲۱٪ اکسیجن،۹٪ ارګون،او ۳٪ کاربندای اکساید شته والی لري، د دی نه ور ایضافه د ځمکې د کرې مقناطسي لیکې هم باید له یاده ونه وځي چی د ځمکې د کرې په ساتنه کې مرکزي لوبغاړې دي.
(*۲) نانو متر چی د څپو د اندازه کولو واحد ده نو یو متر مساوي له ۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نانو سره.
(*۳) یونیزه کول د یوه اتوم یا مالیکول تر یوه برېښنایې جریان لاندی ، چی کېدایې شي کاتیوني(+)،یا انیوني(ـ) حالت ته وګرځي.