تاند: پر ټویټر پښتنو فعالانو غږ پورته کړی چې شمالي وزیرستان کې له نهو ورځو راهیسې وضع شوي ګرځبندیز ځایي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې د سرتیرو پر موټرو له پرله پسې بریدونو او د خړ کمر پیښې له کبله راپاریدلیو پښتنو ته اعلان وکړ چې تر یوې میاشتې پورې د پاکستان د قانون ۱۴۴ دفعې له مخې وزیرستان کې نور له دریو يا څلورو زیات کسان یو ځای نه شي راټولېدای نه هم خلکو ته اجازه شته چې له کوره ووځي او جلسو یا پرلت کې برخه واخلي.
اوس پښتنې فعالې ثنا اعجاز ټویټ کړی دی چې د شمالي وزیرستان د کرفیو له کبله د خوړو له قحط او د ورځنیو چارو پر مخ وړلو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
فضل خان ایډوکیټ بیا خلک د پوځ د ظلم خلاف غږ پورته کولو ته رابللي او ویلي یې دي خلک ناروغان ډاکټر ته نه شي رسولی نه هم خوړو ته لاسرسی لري.
د فضل خان په خبره پوځ باید مجبور کړل شي چې کرفیو ایسته کړي.
کمال خان پشتین بیا ګواښ کړی چې که تر سبا پورې پوځ کرفیو ختمه نه کړه، پښتانه فعالان به یې پر ضد بنو ضلع کې پرلت وکړي.
خان پشتین بیا ویلي، د پاکستان پوځ غواړي د خړ کمر خلک یې مخته په سلګو سلګو مړه شي، ځانته بشردوست ویونکي بنسټونه دې د روان ظلم خلاف غږ پورته کړي.

د انصاف غږونه له شمالي وزیرستانه داسې مهال پورته کیږي چې پورته کیږي چې پوځ د شمالي وزیرستان پارلماني استازی محسن داوړ زنداني کړی دی.

One thought on “شمالي وزیرستان کې د ګرځبندیز ۹ مه ورځ، خلک له لوږې مري”
  1. په پاکستان کی په پښتنون قوم ، شمالی وزیرستان باندی د پنجابی استعمار د طرفه چه د انګلیس د استعمار روزل شوی خلف دی ، د ټولو بشری اصولو او حقوقو نه په تیری سره بد ترین ظلم ، نسل کشی او شکنجه روا نه ده . د افغانستان ملت ، سیاسی او مدنی نهادونه باید ددی بشری ناورین هغه هم د افغانستان په ګاونډ کی تماشا و نکړی او خپل اعتراض په اجتماعی توګه د د دنیاوالو غوږونو ته مسلسل ورسوی. پاکستان غواړی چه ددیورند فرضی خط په دواړو طرفو کی د خپل بشری ضد نظامیګری سیاست په وړاندی د افغانستان د ملت او دولت د حساسیت کچه ټسټ کړی . په داسی حال کی چه دافغانستان داسلامی جمهوریت د دولت ملی ، تاریخی او اسلامی مسؤلیت دی چه ددیورند د خط دواړو خواو ته پرتو قومونود نسل کشی ، ظلم او بربریت په وړاندی بی تفاوته پاتی نشی ، د بله طرفه پنجابی حکامو ددیورند په خط باندی په یوطرفه ډول داغزن تارغزولو پروګرام د خندا وړ منصوبه روانه کړی اوددی خط نه دی خواته تروریستان رالیږل کیږی او هم وخت ناوخت دخط دی خواته ولسونه ددرنو وسلو او میزایلونو په ذریعه په نښه کیږی او ترورکیږی ُ سره ددی چه د افغانستان ته خپلی ملیشی د طالب په شکل کی په ګروپیک ښکل را لیږل کیږی او په افغانستان کی یی ناروا تروریستی جګړه په مخ بیایی ، د تروریستانود رهبری شورای ګانو میزبانی یی په پشاور او کویټه کی کوی او ددی تروریستی حرکت ټول مالی ، لوجیستیکی ا تخنیکی حمایت د پاکستان فوج کوی .
    د پاکستان دغه سیاست چه د تروریزم نه د خپلو ستراتژیکو مخو د پاره د ابزار په توګه کار اخلی باید د افغانستان خلک ، دولت ، همسایه ملکونه او د منطقی ملکونه او دولتونه د افغانستان په کوربه توب سره د یو لړ ناستو او کنفرانسونو له لاری د دغه تروریزم او دهغه دحامی ( پاکستان ) په مقابل کی متحد او ګډ سیاست طرح او تطبیق کړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *