سرخط ورځپاڼه
کله چې وړم کال د قطاع طریقۍ په تور د اعدام شوي حبیب استالفي په جنازه کې زرګونه خلک راټول شول او په قبر یې د قهرمان اعزازي لقب ور وتوږه، د شمالي ډنډ د یو تعداد مخورو په اړه یې یو متفاوت تصویر د خلکو په ذهنونو کې انځور کړ.
دا خلک څه غواړي؟ دا خلک قانون او دولت ته په کومه سترګه ګوري؟ دا خلک ولې د دولت فیصلې د شمالي ډنډ پر ضد د جنګ اعلان ګڼي؟
له تېرو دوو کالو راهیسې د حبیب الله کلکاني د ارادتمندانو په نامه یوه ډله په کابل او شمالي کې سیاسي فعالیت کوي او له بیانونو او دریځونو یې داسې اېسي چې د تېر تاریخ د پاڼو دا کرکټر له غدارۍ څخه د قهرمانۍ درجې ته انتقال کړي او بیا همدا قهرمان د شمالي ډنډ د سیاسي اجتماعي هویت یو سوچه سمبول شي.
دا بدبختۍ له یو غلط معمول څخه سرچینه اخلي او غلط معمول د قهرمان سازۍ چټکه، بېاصولو، او خپلسرې یا یاغي سلسله ده چې هرې جنایت کارې او زورواکې ډلې د خپلو ارمانونو او مقاصدو لهپاره په تېرو ۱۵ کلونو کې ورڅخه استفاده وکړه.
که د قدرت، اجتماعي خدماتو، سهولتونو او امتیازاتو د متوازن وېش کلتور پیاوړی شوی وای، نن به خلکو ځانونه په بدماشانو پسې نه ګنډل او هر سړي به هڅه کوله چې ځان د لوی افغاني کور غړی وګڼي، قانون ته غاړه ماته کړي، تهذیبي حرکت وکړي، له وړو قومي، سمتي، مذهبي او ژبهنیو جزیرو راووځي او له ملي هویت سره په اجتماع کې د نفوذ او حرکت مسیر وټاکي.
د شمالي ډنډ یو تعداد خلک په دوو سنګرونو کې جنګېږي؛
اول حکومت ته د یو ملي حکومت په سترګه نه ګوري، دا ځکه چې دوی پهکې خپل تصویر نه ګوري.
دویم له دریو لسیزو راهیسې د شمالي ډنډ حق او دولتي سهمیه د پنجشېر او نظار شورا له خوا غصب ده. پنجشېري قومندان او د نظار شورا مخکښان شمالي ډنډ ته د خپل نفوذ د سیمې په سترګه ګوري، خو په شمالي ډنډ کې بیا یو تعداد خلک چې نه نظار شورایان دي او نه جمیعتیان، د پنجشېري حاکمیت پر وړاندې سر نه ټیټوي.
د ولسمشر کرزي په وخت کې د ضرار احمد مقبل د کورنۍ په څېر یو تعداد اشخاص په شمال کې کرزي د خپل دولتي نفوذ د حاکمیت لهپاره په دولت کې په لوړو څوکیو وزغمل، که څه هم د دوی وړتیا د شپنو په اندازه هم نه وه، خو حکومت د کابل په شمالي اړخ کې پرتو ولایتونو کې د قدرت بېلانس ساته.
د حبیب الله کلکاني په نامه د یوې لویې لېسې جوړېدل او نومول هم د کرزي د وخت تحفه وه چې د مقبلخېلو له طریقه له کرزي ترلاسه شوه.
وروستیو انتخاباتو شمالي ډنډ بیا له حکومتي حاکمیته محروم کړ، خو د دې ترڅنګ یو تعداد راډیکال او متعصب ځوانان چې د جمیعت اصلاح په څېر نیمچه مذهبي جریانونو پهکې تخم شیندلی، د اماني افکارو او اصلاحاتو د بهیر فکري مخالفت په یو بل ډول کوي.
دوی ځکه د حبیب الله کلکاني اتل سازي کوي چې اماني بهیر له سوالونو سره مخ کړي او په دې توګه د استقلال حقیقت په داستان بدل کړي.
که ستاسې یاد وي، د جمیعت اصلاح هغه ملا په شمالي ډنډ کې په لویو غونډو کې وستایل شو چې غازي امان الله خان ته یې سپکاوی کړی و.
اوس د یو منظم پلان له مخې د کلکاني ارادتمندان هڅه کوي، په یو غشي څو ښکاره وکړي؛
د کلکاني تدفین په عادي توګه او د عوامو له خوا هیڅ خبره نهده، خو د دولتي کمېسیون د جوړولو غوښتنه او بیا د تدفین د مراسمو فرمان غوښتل، حکومت له خلکو سره د مواجه کولو په غرض دي.
له یوې خوا دوی غواړي د امان الله خان د استقلال کلنی جشني تجلیل بېاهمیته کړي، له بلې خوا خلک پر حکومت بېباوره کړي، ارزښتونه ډانډس شي، د احمدشا مسعود د قهرمانۍ تابو په غیرمستقیم ډول مات کړي، یانې دا چې دوی ته د پنجشېر یو متوفي قومندان د دوی اتل نه دی. دا له پنجشېري قومنداني نفوذ څخه د شمالي ډنډ یو ډول بغاوت هم دی.
خو ایا دا ټولې هڅې همدومره سطحي تاثیرات لرلای شي؟
البته چې نه؛ د کلکانی نمانځل د امان الله خان د کارنامو او مبارزې بطلان دی.
د هویت او ارزښتونو په برخه کې بېباکي رامنځته کېږي او هغسې چې افغان هویت د ځینو افرادو له خوا رد شو، داسې به د اصلي تاریخ ملي قهرمانان هم په غیراتفاقي هغو بدل شي او هر قوم او ډله به ځان ته نوی قهرمان وتراشي او د خپلو ناړامیو په زور به یې حتا نصابونو ته داخل کړي.
درېیم دا چې دولت به مجبوره کړي چې د خلکو د خوشالولو او د مزاحمت د کمرنګه کولو لهپاره د سرو کرښو او ملي ارزښتونو په اړه کرار کرار معاملو او سازشونو ته غاړه ماته کړي او دا خبرې یا غیرسنجیده دولتي افعال ملت د قومونو په بڼه سره مواجه کولای هم شي.
له هرڅه پرته د هغوی د عصر غداران نن آتلان دي او لرې نده چې په دولت دا ومني چې کلکاني پیدا او په ښه ډول او سرنی یې خاورو ته وسپاري